غزل

2020-09-21

دا څه چل دى چې کړې په ټوله لاره غاښ چيچى
نور مه کوه اشنا دخداى لپاره غاښ چيچى
ملنګ بابا ! قربان دې شم ، يو داسې تاويز راکړه
جانان مې ټوله شپه کړې تر سهار غاښ چيچى
 سندرې چا زندۍ کړې ، دا ټپې چا ګونګۍ کړي ؟
راځې چې درباب له هر يو تاره غاښ چيچى
يو چا ته يو په زړه نرى مئين په اوښکو سترګو
دا لار څارې ، کوي له انتظاره غاښ چيچى
غزل که مې يوځل دپېغلتوب پيکى را خور کړ
ځوان شعر به ورته وکړي سم له واره غاښ چيچى
اشنا ! زما دوژلو اراده خو به دې نه وي ! ؟
چې سترګو کې موسکى شي ، کړې کراره غاښ چيچى
زما مينې ته خوږې ، وړې ، پستې خبرې کانده
څوک نه کوي ماشوم ته ګرانه ياره غاښ چيچى
يو ورځ به دې دا دنګه ځواني ړنګه بنګه پريوځې
بادونه درته ډېر کوي چناره غاښ چيچى
ځوانې دې له نظره مه شه ، ګرانه خيال دې ساته
يو ډېر سپېره نظرکړې درته ( څاره ) غاښ چيچى
 
که څښم ، که تويوم يې ، که ساغر په ساغر ولم
بس زه پوى شه ، ساقي پوى شه ، ميخواره ستا يې څه ؟
جيلوانه ! غوسه مکړه چې ولچکې شرنګومه
اتڼ او په سندرو ځم تر داره ستا يې څه ؟
نن بيا مې درقيب په سر نږدي و څوک رټلى
جانان مې سترګک او واهه چې ( څاره ) ستا يې څه ؟