هر سړى مې يار دى نو جې ستا يې څه
مينه مې روزګار دى نو جې ستا يې څه
ښا نو چې ولاړ دى نو ولاړ دې وي
ماته انتظار دى نو جي ستا يې څه
ښه دى چې د ښکلو په سر مشر دى
ښه دى چې واکدار دى نو جې ستايې څه
تابه حداى په ټک د تسبو وبښي
دا که ګنهگار دى نو جې ستا يې څه
پام چې په تندي ورته لاس کې نه دى
هرڅو که بيمار دى نو جې ستايې څه
ولې ترې څادر درته وچت کړمه
غيږ کې مې سيتار دى نو جې ستايې څه
لاس نه يې نيولى کورته زه بوځم
زانګې دې خمار دى نو جې ستا يې څه
پريده چې دا زړه ده صميم وسيزي
ډد کې يې انګار دى نو جې ستايې څه