غزل

2020-09-21

رېښتيا کـــه آرامــي شــوه دوه مچــکې درکووم
کــه ســــولـــه دايمي شوه دوه مچــکې درکووم

دا جنګ جګړه که ورکه شوه وطن ته امن راغى
او سمــه قــــــراري شـــوه دوه مچــکې درکووم

نــه اوس خـو دلته يو بل سـره وژني انقلاب دى
چـې ختمه دوښمني شــوه دوه مچــکې درکووم

د تور ټوپک دا نوم نښان که ورک شو نو وعده ده
کـــه ژونـــد ٶ آزادي شــوه دوه مچـــکې درکووم

د غـــم ټغـــر کـــه ټـــول شـو ددې ټــولې ښارئينه
خـوره که پرې خوښي شوه دوه مچــکې درکووم

کــه چـــرتــه مــرور ورونه لـه مونږ سره پخلا شو
کـــه چـــرتـــه ډزبندي شـوه دوه مچــکې درکووم

صميـمه ښــه پـه کلکـه دغــه لـوظ درسـره کــړمـه
چــې کلـه ســوکـالــي شــوه دوه مچــکې درکووم