اى مړ پکې له ټولو نه اول دى دا څه چل دى
جګړه ده د پښتون پکې اجل دى دا څه چل دى
د تور ټوپک کارتوس د روپۍ لس پکې خرڅيږي
او يو قلم په دې ښارکې په سل دى دا څه چل دى
غازي پکې خاين او د پردو خلکو مزدور دى
بوتل په دغه خاوره کې آتل دى دا څه چل دى
په جنګ کې يې لقب د قهرمان هر ځاى ګټلى
په سائينس کې په درنه تېږه تمبل دى دا څه چل دى
له مخې شاعران دي څوک سنګر څوک زلفې ستايي
د هر سړي په خله باندې غزل دى دا څه چل دى
توبه چې يې پيسې له بيت المال نه پټولې
ولاړ اوس پارلمان ته هغه غل دى دا څه چل دى
عجيبه ده هيڅ زړه راباندې نه خوږوي خدايه
چې وژنې مې هغه سړى مې خپل دى دا څه چل دى
صميمه د چا لاس او د چا پښې پکې پرتې دي
په وينو باندې سور مړه کابل دى دا څه چل دى