غزل

2020-09-21

باد سيلۍ طوفان دى مړه چرته ځې
شړکنده  باران     دى مړه چرته ځې

پاتې شه شپه وکړه ستا په ګټه ده
تلو کې دې تاوان دى مړه چرته ځې

ښه به  ددې زړنو  بړاس  او باسو
نن يې سم امکان دى مړه چرته خې

کيښنه چې له ژونده سره خوند واخلو
چرت دې ولې وران دى مړه چرته ځې

دا د ژمي   يخ   او   تنهايي  ګوره
سخت زما  ګوزران دى مړه چرته ځې

مه درومه صميم  درنه  کپ نه کوي
نه دې خوري انسان دى مړه چرته ځې