رنځ مې له زړه نه په رګونو باندې وويشل شو
درد مې په ټولو اندامونو باندې وويشل شو
سينه زخمي ګوګل سورى د پرهرونو تړکا
ژوند مې په رنګ رنګ عذابونو باندې وويشل شو
غم ښه پريمان وو دچا شو او دچا نه شو نصيب
خو په خرابو قسمتونو باندې وويشل شو
سولې ترې کډه وکړه لاړه مروره شوله
جنګ مې په غرونو او ښارونو باندې وويشل شو
ګل پکې وسوزيد حوشبو ترينه باردو يوړه
اوف پسرلي په خزانونو باندې وويشل شو
ماذيګري د ګودر غاړه او د پيغلو قتار
په سرو منګو او چينارونو باندې وويشل شو
ستا له غزله وس صميمه موسيقي جوړه وي
د جينکو په محفلونو باندې وويشل شو