يو شيبه هم ګرانه ده چې ياره سترګې پټې کړم
څه به له دې درده تر سهاره سترګې پټې کړم
ستا ازار ګټلى ياد په توره شپه تشريف راوړي
ووايه نو څنګه ګنهگاره سترګې پټې کړم
مينه مې بايللې ده له ژونده محروم شوى يم
سخته ده چې مړه بې خماره سترګې پټې کړم
څارم ورته لار هغه به خداى خبر چې چرته وي
نه راځي بس زه به انتظاره سترګې پټې کړم
لاس کې دې ټوپک سر ته مې نيغ سړيه ودريدې
دې حال کې به څه رقم خونکاره سترګې پټې کړم
کيږدم د هغې تصوير صميمه په سينه باندې
بيا په خيال کې ډوب شم په قراره سترګې پټې کړم