چې ځمکه پاکه له انسانه شي نو ښه به نه وي
که دا دنيا نوره را ورانه شي نو ښه به نه وي
تجاره ډيره ناجايزه ده وړيا يې پلورې
وينه زمونږ که لږه ګرانه شي نو ښه به نه وي
نفرت بې حده ډير دى ژوند پکې مزه نه کوي
مينه که لږ زره پريمانه شي نو ښه به نه وي
سوله چې راشي وطن جوړوي اومرګونه نه وي
حداى که غيبي را مهرابانه شي نو ښه به نه وي
وړې سلګۍ مظلومې اوښکې د زغملو نه دي
سړى چې ورک له دې جهانه شي نوښه به نه وي
صميمه ګوره داجينۍ خو يې لمده خيشته کړه
چرته که پټه له بارانه شي نو ښه به نه وي