د وړي ورځ وه انتـــــــظار باندې ما ولمانځله
نن ستا وعده د ګوتو شمار باندې ما ولمانځله
لمـحه لمـحه مې د دېدن مخې ته تله او راتله
په دې چېنه په دې چــېنار باندې ما ولمانځله
سـتا د ډولـۍ اواز چـې راغى جـانـه هغه ګړۍ
ښـه په نـشه ښـه په خــمار باندې ما ولمانځله
د آرمـــانــونــو جــنازه مـې پـکـې خـښه کړلـه
پـه ننګـرهـار همـېش بهــار باندې مې ولمانځله
د غـم شېبه وه په دې خپل وجود مې ووېشله
ښـه په قــرار ښـه پـه قــرار باندې ما ولمانځله
خلکو دا بس دى کنه ژوند مې ورته وقف کړلو
ددې کـــــوژده وه او پـه دار باندې ما ولمانځله
صميمـه ښـې ډېـرې ډېـوې مې پـکې بلې کړلې
د اخـــتر شــپه سـتا په مزار باندې ما ولمانځله