واوره د سپينو او د تورو په قيصه کې نه يم
ته راسره ووسه د نورو په قيصه کې نه يم
سپوږمۍ چې ته يې راسره نو بس همدامې هيله
د تتو تتو وړو ستورو په قيصه کې نه يم
ا صيلو خلکو ته لاسونه په تندي ږدمه خو
د ښکرورو او سر زورو په قيصه کې نه يم
د صفا زړونو واله خلکو باندې سر ورکووم
تش په لباس ددې سمسورو په قيصه کې نه يم
اى لاپې مه وهه صميم دې هيڅ پروا نلري
ستا په څير مړه زه دډيرو په قيصه کې نه يم