غزل

2020-09-21

په  دومره  اوږود  انتظار  باندې دې توف لعنت شي
ستا په وعده ستا په انکار باندې دې توف لعنت شي

په تور د مينې يې چينار چينار ځوانۍ په دار کړې
په  دې  پښتو او  په دې کار باندې توف لعنت شي

يو  بل  ته  ژوند  نه  ورکوي  يو له بل  ژوند اخلي
د نفرتونو  په  دې  ښار  باندې  دې توف لعنت شي

دا  غټ  مجرم  دى د  د ډېرو  خلکو   وينې  سکلي
دې ټوپک مار اودې خونکار باندې دې توف لعنت شي

تاته  يې ،   دا تربيا ؛  درکړه  چې  ، وطن ؛  ورانه  وه 
اى ستا په مور او ستا په پلار باندې دې توف لعنت شي

په نيمه  لار  کې  دې  پريږدي  صميمه  ورک  يې وله
د  اوسنۍ   زمانې  يار   باندې  دې   توف لعنت  شي