غزل

2020-09-21

توره لونګۍ  سپنې  جامې   صيبه دا کوم مذهب دى
يو لاس کې جام بل کې تسبې صيبه دا کوم مذهب دى

کليمه  وايي  مسلمان  دى  اى  ساتي خپل  وطن
پرې د  کافر  ټاپې   وهې   صيبه دا کوم مذهب دى

له مخې  غټ  او  واړه  وژنې  عجيبه غزا ده
نران  او ښځې  قتلوې  صيبه دا کوم مذهب دى

د خداى بنده  ته په  مرۍ  توبه  راکاږې  چاړه
سر يې  له تنه پرې کوې صيبه دا کوم مذهب دى

سترګې يې پټې کړې له پښو يې ښه مظبوط وتړې
څنګه  انسان  حلالوې   صيبه  دا کوم مذهب دى

تورات  انجيل زبور  قرآن کې  خو دا نه دي روا
مسجد او پل چې سوځوې صيبه دا کوم مذهب دى

په  خپل بچي آن  امريکا  کې  لوړې زده کړې کوې
او پردي  جنګ ته  هڅوې صيبه دا کوم مذهب دى

صميم حيران يم د جګړې  په سور دې نه پوهيږم
کونډې شوې ټولې پښتنې صيبه دا کوم مذهب دى