زخمي افغانستان

2020-09-21

ګل نازک نازک   مخونه   پکې  خاورې
ولونه ولونه    اوربلونه  پکې  خاورې

په ګودرکې  د منګي ټوټې  پرتې  دي
د حمزولو      قتارونه    پکې  خاورې

د ښوونځي له چته خړ ګردونه خيجي
پنډې پنډې   کتابونه    پکې   خاورې

مدرسه او   جومات  هم    رانړيدلي
عقيدې او ايمانونه    پکې    خاورې

د حجرې کونج کې سپيرې ټوپکې ايښې
مخفلونه  چلمونه    پکې    خاورې

دا کوڅي وس له خونکارو خلکو ډکې
د مئينو ديدنونه     پکې    خاورې

د تنکو تنکو   نښترو  څانګې  ماتې
لوړ او شنه شنه چينارونه پکې خاورې

انقلاب  دى  د هرڅه نه  مزه   تللې
ټول دردونه دي خوندونه پکې خاورې

زنده ګې ده  ښه   بدرنګه ده صميمه
اميدونه     ارمانونه  پکې    خاورې