2020-11-09
د دې غمجنې ورځې
لمر به هم،
د دنګو غرونو تر شا خوب یوسي
ستوري به وځلیږي
د کابل سوړ او لیونی باد به
د وینو بوی
او د باروتو خونړی لوګی
له اسمانو پناه کړي
زما او ستا زړه،
چې زموږ د خوني د کړکیو د ښيښو غوندې
ذرې، ذرې دی
ښايي تر دې اختره ورغیږي
راټول شي
بیا ژوندی شي
بیا به هم موږه دواړه
په دې وحشي ښار کې
بېواکه قدمونه اخلو
او هره شپه به خپل تاوده لاسونه
د یو بل غاړې ته وړو
دا مخامخ روغتون
دا چې له مخې یې قیامت جوړ دی
خلک یې یو د بل تر پښو لاندې شول
سبا یا بل سبا به یې
په نیمايي کټونو ګرد پروت وي
د هدیرې څنډه کې
دا ولاړ درې سپين ږیري
چې د زلمیو ابدي کورونه، دوی جوړوي
په یو څو ورځو کې به یې
یخې، بې حسه او پياوړې ګوتې
بېرته پستې، ویلي شي...
دا ننی، په غم لړلی حس به
هم تمام شي
او
سبا سهار وختي به
د خبرونو د سرټکو موضوع بل څه وي