کرښه

2020-11-09

له دې وروسته کرښه زړه باندې راباسم

ته لمنه ټولوه له دې تيارې نه

زه مې چېغې په لېمو پورې ګنډمه

ته پل اخله د رڼا په لور له شپې نه

 

زړه مې باسم په تور سيند يې ډوبومه

ښخومه ژوند د دنګې ونې څنګ ته

روح مې سپينې ملايکې ته ورسپارم

ځوانې وړمه د نجلۍ ميينې څنګ ته

 

ککرۍ نه به مازغه را وشړېږي

ذوق به ويلي کړم سندرې به نه اورم

ډېر رګونه مې له زړه غوڅومه

بې منطقه دا خبرې به نه اورم

 

ضروري نه ده چې تل دې يم خوشحاله

تا به وبايلم جانان به نه لرمه

دا څلور هډه به هم خاورې ايرې شي

ښکته ځمکه پاس اسمان به نه لرمه

 

په پلو کې مې ګېلې راټولومه

د لاس کرښې ستا لاسونو ته لېږمه

ته خوند واخله له انسانه او طبيعته

زه ځم ځان يوې ډبره کې ساتمه