2020-11-09
ته باید یو مازدیګر راشې
هغو کوڅو ته
چې طلايي پاڼو پوښلې
د سولې په نوم
یو کتاب راوړې
له هغه وروسته چې
د ټکسي کرایه ورکړې
زما ګوتې وشمېرې
اه ته باید صادق واوسې
دومره صادق
چې که ګوتې مې نهه وې ما خبره کړې
په مخامخ پارک کې
په دود کې د غرقو زلمیو
تور نوکان باید ورپرې کړو
د لمر د وړانګو
په وریښمینو ستنو
زما خورې څڼې
ګېنده کړه
نه غواړم نڅا ته یې
د بېکاره هلکانو سترګې ووځي
دوه مڼې راوړه
یو زما
یوه د سړک د غاړې د هغې کوچنۍ نجلۍ
چې بوټونه پاکوي
زه به له هغې رنګول زده کووم
بیا به
د کوڅې په پای کې
هغه کوچني کافي شاپ کې چې
دیوالونه یې سره
او څراغ یې سپين دی
ته ترخه قهوه
زه تاوده چاکلیټ وڅښم
اې
ته باید
یو مازدیګر
زما سترګې را ژوندۍ کړې
بیا زه کولی شم
هر ماښام تا د همځولو مخکې ښکل کړم...