2020-11-09
حس کوم یې
چې تکرار شوم
د کتاب تکرار مضمون
په بیا، بیا دې وي لوستلی
تازه زړه یې در وهلی
او کنجکاو ذهن ته هېڅ نه درکوي
زه تکرار شوم
لکه څاڅکي د باران
چې لومړي ته رغوي نیسې
خو وروستي دې تنده نه راپاروي
تکراري یم
لکه څو رنګه تابلو
په لومړي نظر باڼه نه رپوې
خو چې هر رنګ در مالوم شي
بیا مخ نه ور اړوې
زه تکرار شوم
لکه فکر د ستومانه
چې په نویو پسې نه ځي
لکه پلونه د مرغه
د سیند په غاړه
تکراري یم
لکه لمر چې په یوه لوري راخېږي
په یوه لوري ډوبېږي
په اسمان کې راویښېږي
په دې غرونو پناه کېږي
زه تکرار شوم
لکه کرښې د اورګاډي
په دې یوه لاره دي تللي
مسیر نه نوی کوي
حس کومه!
تکراري شوم
چې غږ واورې
هېجان دې نه پارېږي
نوم مې اورې
تلوسه دې نه ویښېږي
راته ګورې
نوي څه نه درښکاريږي
حس کومه
حس کومه
ورځ تر بلې تکراري یم
ورځ تر بلې تکرارېږم
او ستا هم نه زده چې څرنګ؟
سترګې نوې، دید بدل کړې...