محرومیت

2020-11-09

زه د داسې خاورې لور یم

د ډېوو ژوند یې په وینه باندې پایي

او سپوږمۍ تر مروره

ستوري هم نه پکې ناڅي

له میینو سترګو هم

د وحشت بڅري څاڅي

 

زه د داسې خاورې لور یم

چې له ګل نه یې څوک ګرد څنډلی نه شي

د ابۍ له زوړ پلو نه

څوک ازغي ټولوی نه شي

 

زه د داسې خاورې لور یم

چې په شپه کې ملایکې

د هغه ټوپک له ویرې

چې د پلار سر ته مې ایښی

زما خواته نه را درومي

 

زه د داسې خاورې لور یم

د لاټین تته رڼا مې

په دیوال سیوري راجوړ کړي

د ماشومو سترګو موج مې

له دې سیوريو نه

د ډار څو چېغې وکړي

خو ادکه مې زما د نیا له شرمه

ما په غېږ کې نیوای نه شي

 

زه د داسې خاورې لور یم

چې د کال دو اخترو کې

پلار زما وړکي ورور ته

رنګارنګ ټوپکي اخلي

وايي:

پرې سترګې یې سرې شي

او د نخښې ویشتل زده کړي

 

زه د داسې خاورې لور یم

چې د بم او ماین له ویرې

ما له خټو نه

نانځکې جوړې نه کړې