2020-11-09
یو څوک خو شته چې لیونی دی په ځان نه پوهیږي
دا لیونی په رسېدو د ارمان نه پوهیږي
د شپې چوپتیا کې مې د زړه رګونه سپړي راته
له جنتونو یې خوبونه دي راوړي راته
زما د سترګو د پیالو د څښلو وس نلري
زما په وړاندې په وجود کې هېڅ نفس نلري
لکه شنه پاڼه زما د سترګو په اورونو سوځي
هغه میین څومره نازک دی په نازونو سوځي
زما د لاسو په پستکو ځنځیرو کلک تړلی
انځور مې کاږي خو تقدیر ترېنه مویک تړلی
شپه کې راځي د خوبیولي وجود سر ته ناست وي
د ژوند له یخو نه زما د ارواح لمر ته ناست وي
هغه میین چې روح مې لمانځي په سپېڅلو سجدو
د خپلې مینې اظهار کاندي په پرېولو سجدو
اه خدایه ښه ده یو څوک شته چې زړه ور وبښمه
له تقدس او مینې ډکه خوله ور وبښمه
د خپلې غېږې په جنت کې ترې کوثر جوړ کړمه
د پسرلنو سترګو اسمان کې ترېنه لمر جوړ کړمه
ورځمه خواته انګوري وجود شراب وربښم
شور به ترې جوړ کړم له مستۍ نه ډک شباب وربښم
اې
خدایه! خدایه په دنیا کې دې جنت جوړوم
د یوه ښکلي په زړګي کې محبت جوړوم