2020-11-09
زه او مور یې باید
له یوې خټې پنځولې وای
هغې ته غر
د تورو تېږو امبار ښکاري
ماته عظمت!
هغه د ښځې ښکلا
په شونډو پراته ګرد کې ویني!
او زه له غلې کېدو ډار لرم!
د هغې غرور تور پړونی
او په اوږده لمن!
د بڼورو سترګو ګنډل
خو
زه غواړم
لمر مې د غوږ نرمه وزبیښي
سپوږمۍ مې غاړه کې
کرښې کرښې ویلي شي
سترګې مې د نازکو ګلو
پاڼو سره ژوند وکړي
پلو مې باد یوسي
او د باران څاڅکي مې
لنډه لمن کې ډنډ شي
مور مې د شرم په وریځ
د ژوندیو شېبو لمر
له ما نه پټ ساتلی
خو زه غواړم
د لومړۍ مچو
له خونده مې خبره کړي
باید راته ووایي
چې ما یې
د تن د ننه ساه اخیسته
دې څه خوبونه لیدل؟
ماته دې ووايي:
کله چې ښځه یې، ښه یې!
ښځې میینې وي
تړلې نه وي!
ښځې پياوړې وي
وحشت نه کوي!
زموږ د فکر جرړې
باید د یوې ونې وای
چې په منو وچېدای
او پسرلو ته غوړېدای
داسې به لږ ځورېدم