2020-11-09
ژوندی لمر سترګې پرانېزي
د غنمو تک زېړ ډکي
تکې تورې ایرې شوي
د مڼو ونه کې ګرد دی د بارتو
د کلا دیوال مو نیم دی نړېدلی
او د خونې وړکۍ کړکۍ لوېدلې
لنګې غوا پړی شکولی
د وژلې خوسۍ مخته
لیونۍ رمباړې کاږي
د کوټې تېر کې مې مور تعویذ و ایښی
د غونډۍ څنډه ملا باندې یې کړی
ګوندې ورور مې « طالب » نه شي
ګوندې زړه یې له شنو بوټو
چاودو پوندو
او تڼاکو رغیو بل څه کې بند نه شي
په سره پوښ کې دا تعویذ په غولي پروت دی
د کوټې تېر غوټ په ملا باندې مات شوی
د ورور نبض مې هم ویده دی
د بڼو یې سوی بوی دی
او د شونډو په چاک چاک یې
د باروتو خولې لګېږي
د کندو خوله شړېدلې
تر یوه شکاره لږ اوړه مو
ګرد، باروت او خړو خاورو دي نيولي
نغري کې تش ایرې دي
تکې سرې سکروټې مړې دي
لکه سترګې د ابا مې
چې د بم لمبو ایره کړې
لکه باغ کې الوچې مو
چې د جنګ د اور خوراک شوې
لکه پۍ د لنګې غوا مو
چې له ډاره تښتېدلې
د دالان چت مو لوېدلی
ابا څه په زحمتو و رغولی
ګودرې یې وې پور کړې
د غریب ژوند ډېرې ورځې یې ترې جار وې
خو د سترګو رپ کې ولوېد
لکه پخه، لکه خړه، پړه پخه
د یتمې او لالهانده مرغکۍ
چې باد یې واخلي
لکه ماته، لکه غوټه ماته ځاله
د وړې سپينې کوترې
چې د باز تېرې خپړې یې
ټوټه کړي
ادې سر ور نغښتلو
ابا هم سترګې کړې پټې
د لالا نبض هم کرار دی
او زما له رګو هم وینه ټولېږي
پېغلتوب مې په باروتو کې ورکېږي
د ځوانۍ ځوږ مې د بم غږ ته ستنېږي
له کاواکه پښو مې هم ساه پناه کېږي
خو حیرانه یم چې ولې
د کلا بلۍ نړېږي؟
زموږ د جنګ کلى کور و
رڼه ورځ کې به د تورو ذهنو شور و
ببر سر به یې په کلي ګرځولو
ور به یې تل په تور ټوپک راماتولو
د یوې ګولې ډوډۍ سوال یې کولو
موږ له ډاره هغه لور ته نه کتلو
او بېګاه په نېمه شپه کې
چې مې زړه و ستوري راوړم
یو په تور اوربل کې کېږدم
بل لالا ته په کړکۍ کې کړم راځوړند
زما سترګې پټې نه وې
الوتکې پلو خلاص کړ
تک سره ستوري یې شېندل
خو دا ستوري ښکلي نه وو
دا لمبې وې لندې غوښې یې را وسوې
په اوربل نه ځلېدل
د پړونی څو ریتاړې مې اېره کړې
او سلګۍ مې یې په نیمه، نیمه شپه کړې
شپه سبا ده
لمر ویښېږي
زه بې سېکه
نړېدلي کور کې ناسته
زړه مې رېږدي
ببر سري به نن بیا راپيدا کېږي
او سبا به بېرته سره ستوري ورېږي
خو حیرانه په دې جنګ کې
زموږ بلۍ ولې نړېږي؟