2020-11-09
زه مې ډېر وخت په څرمن کې نه ځایېږم
زما فکرونه راته ډېر کله واړه وي
وینم خوب، خو یې مانا خورا محدوده
مغز مې نه تعریفوي، حیران مې زړه وي
زه ډېر وخت غواړم پوستکي نه جلا شم
دې کمیس کې مې ارواح وي تنګه شوې
د شاعر تخیل غېږ راته وړه شي
په دې لویه لار مې ساه وي لنډه شوې
ډېر وخت ځمکه راته بې کړکۍ کوټه شي
زړه مې ونیسي دیوال رانه چاپېر کړي
ډېر وخت لوی سمندر یو څاڅکی راښکاري
سپوږمۍ سپین داغ شي او ستوري رانه هېر کړي
ډېر وخت دومره شمه ستره، لمر کوچنی شي
د اسمان پراخ ټټر شي راته موټی
اغېز نه کړي که سېګار پسې سېګار وي
یا مې شین شي په لمن د بنګو بوټی
زه مې ډېر وخت په څرمن کې نه ځایېږم
زه ډېر وخت له ځان سره هم نه جوړېږم
زه ډېر وخت خپله ارواح کې نه ټولېږم
زه ډېر وخت له لوی اسمانه هم لویېږم
ته چې زړه دې دی، ما وساتې کوټه کې
ما انځور کړې یوه ماته اینه کې
یا مې ونې غوندې وکرې انګړه کې
یا مې ژوند واړه محدود تر دیواله کې
ته چې زړه دې دی، ما څه ساده تعریف کړې
پر تندي باندې مې کرښې زرغونې کړې
ژوند همدا دی له کړکۍ د باندې ګوره
نه به ورځې مستې، نه به شبې رڼې کړې
څه اسانه، د اخلاقو ځنځېر راکړې
چې په تکه سپینه غاړه مې زنګېږي
څه اسانه ګناه ګرده رانه تاو کړې
لکه ستنې مې په سترګو ټومبل کېږي
عجیبه ده! څه ساده دې یم موندلې
ته خبر یې تخیل مې چېرته ناڅي؟
ته خبر یې چې مې فکر کوم ډنډ نه دی
له خوبونو مې راڼه څاڅکی راڅاڅي
زه هوا یمه، تازه هوا د مني
کله، کله مې څرمن کې هم تنګېږم
زه به ستا په محدود فکر څه تعریف شم؟
زه دا ستا وړو کیسو کې نه ځایېږم