2020-11-09
ته مې ځان یې!
زه دې نه یم؟
اها نه یم!
څه عذاب!
ته مې ځان یې!
خو خبر یې؟
چې زما ارواح دوزخ ده!
ته مې ځان یې
زه پوهېږم
ستا پوستکی
زما په رغیو بخۍ شوی
ستا کبۍ سترګې
زما د ټټر ډنډ کې
ستا فکرونه
ستا خوبونه
ارمانونه
زما د ذهن
هره لویه او وړه خونه کې ناڅي
ته مې ځان یې
راته ګوره
زما په ولیو ستا انځور دی
زما د ګوتو له سرونو
ستا د نوم ټکي څڅېږي
ته مې ځان یې
زه پوهېږم
ما چې خپل روح پېژندلی
زه له ځان سره په جنګ یم
ما چې تاته وکتلو
زما زړه او زما ذهن
په توده جګړه اخته دي
ته مې ځان یې
زه د ځان غوندې
د تا له نومه تښتم
خو پل نشم اخیستلی
دواړه پښو کې مې ځنځېر
د څرمنې غوندې زما له تنه تاو یې
له تانه نشمه وتلی
زه پوهېږم ته مې ځان یې
تا د ځان غوندې زغممه
یو ژور عذاب پالمه
ته یې نه احساسوې
لکه زما د ځان حجرې
ته له ماسره خو زما له څنګ ورک
ته په ما راټول
خو سترګې دې بل لور
ته مې ځان یې
زه ځان نشم خپلولی
زه مې خپل ټټر داغمه
زه مې خپل روح سوځومه
زه له خپله ځانه، ځان پناه کومه
زه له تا هم لمر خاته ته مخ کوم
خو دا دوه تیښتې به څرنګه کومه؟
ته مې ځان یې زه پوهېږم
زه ستا نه یم؟
اها نه یم!
څه عذاب!