‎له جګړې مخکې

2020-11-09

ښکل مې کړه

‎له دې نه مخکې چې جګړه پیل شي

‎ښکل مې کړه

‎له دې نه مخکې چې تمامه شم

‎ضایع شم

‎او بې رحمه باد مې

‎لکه وچه ژېړه پاڼه

‎له دې غرونو نه پناه کړي

 

‎ښکل مې کړه

‎د ګیلاس له تشېدو مخکې

‎د هسک لمر له پېروتو مخکې

‎د نغمې له ګونګېدو مخکې

‎د ښامار له ویښېدو مخکې

 

‎ښکل مې کړه

‎لکه د سره ګل پاڼه

‎چې له رژېدو ډارېږي

‎لکه د لارې پل

‎چې له ړنګېدو ډارېږي

‎لکه ټپي عسکر

‎چې د جګړې ‌‌‌‌‌‌ډګر کې،

‎له پاتې کېدو ‌‌‌‌‌‌ډارېږي

 

‎ښکل مې کړه

‎لکه نالوستی کتاب

‎لکه وړه توتکۍ

‎چې یې راتګ د پسرلي پېغام دی

‎خو دوی یې سپینه سینه

‎په وینو ولړله

‎ښکل مې کړه

‎لکه میین زړګی

‎په مینه تور داغلی

‎له دې کوڅو هېر شوی

 

‎ښکل مې کړه

‎ګل مې د غاړې په رګو وکره

‎پاڼې پستو رغیو کې

جرړې مې پښو کې شنې کړه

‎ښکل مې کړه

‎باغ مې کړه

‎باغچه مې کړه

‎له دې نه مخکې چې دا سپینه سپوږمۍ داغ کړي

‎لاره تیاره کړي، ساووې لنډې مړ څراغ کړي

‎ښکل مې کړه

‎درجګه مې کړه

‎لکه په غولي باندې وچه مړۍ

 

‎ښکل مې کړه

‎له تمامېدو مخکې

‎له پای ته رسېدو مخکې

‎له ضایع کېدو مخکې

‎د جګړې له پیلېدو مخکې

‎ښکل مې کړه

‎له دې نه مخکې چې جګړه پيل شي

‎ژوند بې مانا شي

‎او موږ هم لیوني