په پاکستان کې پر پولیو د اخته کېدو پېښې په اندېښمنونکې ډول مخ پر زیاتېدو دي او تازه په دې هېواد کې یوه بله مثبته پېښه ثبت شوې ده.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې یو ۱۸ میاشتنی ماشوم په پولیو اخته شوی دی.
په دې سره، په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د پولیو په ناروغۍ د اخته ماشومانو ټولټال شمېر ۱۳ ته لوړ شو.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۴ کال کې، په پاکستان کې شاوخوا ۷۰ ماشومان په پولیو اخته شوي وو.
امنیتي اندېښنې او د ماشومانو له واکسین کولو سره د کورنیو مخالفت په پاکستان کې د پولیو د پیښو د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل کېږي.