ایران او اسرائیلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې اصلي ګټونکی؟

ایران او اسرائیلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې اصلي ګټونکی؟


  • 1 ورځ دمخه (06/07/2025)
  • لیکوال: دوکتور احمد جاوید شکیب
  • 16

د نړیوالو رسنیو د وروستیو احصائیو له مخې، د  اسرائیل او ایران ترمنځ د  ۱۲ ورځنۍ  جګړې په پایله کې  ۶۲۷ شپږسوه اووه ویشت ایرانیان ووژل شول او  ۴۷۴۶ څلور زره اوه سوه شپږ څلویښت نور ټپيان شول.  په مړو کې د ایران تر ۳۵ پورې لوړ پوړي نظامي جنرالان او ۱۴ مشهور سائنس پوهان هم شامل و. پر اسرائیلو د ایران د توغندیو د بریدونو په پایله کې بیا یوازې ۲۸ اسرائیلیان ووژل شول. ممکن د دې جګړې دقیقه شمیره له دې څخه لوړه یا ټیټه وي؛ خو د تلفاتو پاسنۍ احصائیه د دواړو دولتونو له خوا تائید شوې ده.

 

 د اسرائیل او ایران ترمنځ په ۱۲ ورځنۍ جګړې کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ دواړو هېوادونو ته  اقتصادي تاوانونه هم واوښتل.  د ټي ارټي ګلوبل په اساس په دې جګړې کې ایران له ۲۴ څخه تر ۳۵ میلیارده ډالره تاوان وکړ؛ حال دا چې اسرائیلو بیا په دولس ورځو کې  هره ورځ ۷۵۰ میلیونه ډالرو تاوان کول.  د امریکامتحده ایالاتو د نړۍ تر ټولو لوی غیر اټومي سنګر ماتوونکی بم (GBU – 57AB Massive Ordnance Penetrator MOP) چې (۱۳،۶۰۰ ګیلوګرامه ) وزن لري او پر ژورو ښخ شویو او سختو سنګرونو او تونلونو د برید کولو وړتیا لري د ایران د فردو، نطنز او اصفهان  پر درېیو اتومي تاسیساتو وکارول. دې بمونو د ایران آټومي تاسیساتو ته ستره ضربه ورکړه. 

 

 ظاهرې تلفاتو او مالي خسارې ته په کتو په ۱۲ ورځنۍ  جګړې کې ډیر تاوان ایران وکړ. په نړۍ کې به ډیر لږ داسي جګړې شوې وي چې د جګړې په ترڅ کې دې د یوازې په دولس ورځو کې د یوه هېواد  ۳۵ تنه لوړ پوړي نظامي جنرالان ووژل شي. اسرائیلو د ایران ۳۵ جنرالان او ۱۴ اتومي ساینس پوهانو له منځه وړلو سره ایران ته یوه لویه ضربه ورکړه. 

 

له بل پلوه که چیرته په سیمه کې د اسرائیل او امریکا په مشرۍ د غرب برلاسي ته وګورو، بیا د جګړې له پيل څخه مخکې  د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دوه سترو اهدافو ټاکلو ته وګورو چې یو د ایران د اټومي تاسیساتو له منځه وړل او بل په ایران کې د اوسني رژیم بدلون وو، نو د جګړې د ګټوونکي په هکله  یوې  بلې پایلې ته رسیږو. 

 

اوس پوښتنه دا ده، چې آیا د امریکا د بریدونو په پایله کې د  ایران اتومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ شول ؟ ځواب منفی دی، که څه هم د امریکا ولس مشر ټرمپ ادعا وکړه، چې دوی فردو، نطنز او اصفهان کې اتومي تاسیسات له منځه وړي دي. خو  ولسمشر ټرمپ ادعا،  افشا شويو استخباراتي معلوماتو رد کړه. د امریکا دفاع وزارت استخباراتي معلوماتو پر اساس د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکا برید د ایران اټومي پروګرام په بشپړه توګه له منځه نه دی وړی او احتمالاً یو څو میاشتې یې ځنډ پکې رامنځته کړي وي.  داسي هم ویل کیږي، چې د امریکا د برید څخه مخکې له فردو څخه اتومي سنټرفیوجونه ( د تصفیې ماشینونه)  بل خوندي ځای ته انتقال شوي و. د اسرائیلو صدراعظم نتنیاهو د جګړې لپاره ټاکل شوي لومړي هدف کې ناکام شو. 

 

دویمه پوښتنه دا ده، چې آیا اسرائیل او امریکا وکولای شوی، چې په ایران کې رژیم تغیر کړي؟ ځواب دا دی، چې دوی نه یوازې دا چې په ایران کې رژیم تغیر نه شو کړی، برعکس د اسرائیلو او امریکا بریدونو وکولای شوی چې نظام په معنوي ډول لا قوي کړي.  د ایران پاشل شوی سیاسي جوړښت بیرته متحد شو. د اسرائیلو بریدونو ایران کې اتحاد او یوالي راوستل, د ایران د فوټبال مشهور قهرمان علي دايي وويل، چې زه مرګ نسبت خیانت ته غوره ګڼم ، هدف يې د نظام ملاتړ او د شاه رضاء پهلوي او د هغوی د ملاتړو څخه بي زاري وه.    محسن برهانی پخوانی قاضي، چې ایران کې سیاسي زندانی پاتي شوی دی ټولنیزو رسنیو کې ولیکل (( زه غواړم د خپل هېواد د ټولو مدافعینو لاسونه ښکل کړم)) هدف يې د ایران سپاه پاسدارانو ځواک و. 

که څه هم په یوه جګړه کې د ایران د ۳۵ لوړ پوړو  نظامي جنرالانو وژنه یوه ډیره ستره ضیاع ده؛ احتمال د دې کیده چې په دومره  لوړه کچه د نظامي جنرالانو د ژوني وروسته به ایران اسرائیلو ته د یرغل ځواب ورنه کړی شي. ځکه د قمندي ځواک به له منځه تللی وي. خو له اسرائیلو سره د ایران په ۱۲ ورځنۍ جګړې کې وکتل شو، چې ایران د هېواد د نظامي رهبرۍ کې  د دومره لوړو تلفاتو سره سره بیا هم د اسرائیلو هر برید ته داسي ځوابي بریدونه ورکړل چې  یو شمیر توغندي يې د  اسرائیلو دفاعی خنډونه مات کړل تل ابیب او حیفا کې یې مهم نظامي ځایونه لکه د موساد (د اسرائیلو استخباراتو) مرکز  هدف وګرځول. په جګړه کې د اسرائیلو د اوسپنیز ګنبد سیستم نا توانۍ  سره د اسرائیل حکومت او خلکو  مرال ته یوه لویه ضربه ورسیده.  ایران او اسرائیلو ترمنځ د دې جګړې وروسته  اسرائیلیان اوس  هغه ډول ځانونه محفوظ نه ګڼي، لکه څرنګه یې چې د جګړې څخه مخکې  ګنل. 

د هغه امریکا لخوا د اوربند غوښتنه او د اوربند اعلان وشو، چې دوه ځله يې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې په غزه کې د  اوربند طرحه په داسي ډول ویټو کړه، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا نورو پاتې څوارلس ټولو غړو غزه کې د اوږدمهاله اوربند غوښتنه کوله.  د جګړې له داسي ملاتړې د اوربند غوښتنې اوریدل د دې معنی ورکوي چې امریکا او اسرائیلو په جګړې کې د پام وړ پرمختګ ونه شو کړی او خپل هدف کې ناکام شول، نو ځکه ویلي شو، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ په ۱۲ ورځنۍ جګړې کې د جګړې ګټوونکی اسرائیل نه دی. 

 

که چیرته بیا د عرب او اسرئیلو جګړو تاریخي پس منظر ته وګورو. په ۱۹۶۷ م کال کې ۲.۷ میلیونه اسرائیلو وکولای شوی چې تر ۹۰ میلیونه عربو ته یوازې په شپږو ورځو کې ماتې ورکړې،  اسرائیلو په ۱۹۶۷ ز کال د جون په ۵ مه پر مصر حمله وکړه او د درې ساعتونو څخه په کم وخت کې یې د مصر ۹۰ فیصده هوايي ځواک له منځه یوړ. اسرائیلو وکولای شوی، چې یوازې په شپږو ورځو کې اردن، سوریه او مصر ته ماتي ورکړي. هغه اسرائیل چې  یوازې په شپږو ورځو کې يې له اردن څخه ختیځ یوریشلم، له سوريې څخه  د ګولان لوړې څوکې او له مصر څخه غزه اوسینا ټاپوزمه ونیوله د منځني ختیځ نقشه يې بدله کړه، د خپل مساحت څخه درې چنده لوی شو. خو نن هماغه اسرائیل د امریکا تر مشرۍ د غربي نړۍ  د سیاسي، نظامي او اخلاقي ملاتړ سره سره،  ولې یو ډول د ماتي او ذلت په درشل کې ده؟   

 

د دې پوښتنې د ځواب موندنه مو د اسرائیلو پر وړاندې د جګړې د اصلي ګټوونکي په هکله  یوې  بلې پایلې ته رسوي. د اسرائیلو د ذلت دوره ایران سره  جګړې له ناکامي څخه مخکې پيل شوې ده. لکه څرنګه چې نن د ایران پر وړاندې بنیامین نتنیاهو خپلو اهدفو کې ناکام شو له دې څخه مخکې    ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷ نیټې څخه را په دې خوا د حماس پر وړاندې جګړه کې لا دمخه  نتنیاهو خپلو اهدافو په ترلاسه کیدو کې پاتې راغلې دی.  د اسرئیلو صدراعظم ۲۰۲۳ کال د اکتوبر کې د اقصی د توفان د عملیاتو وروسته هم دوه هدفه ټاکلي و:  لومړی د حماس لخوا غزه کې ساتل شوي اسرائیلي یرغمل شویو  خلاصون او دویم هدف يې د حماس له منځه وړل و. 

 

 هغه اسرئیل چې شپږو ورځو کې یې ټولې عربي نړۍ ته ماتې ورکړه، هغه اسرائیل چې په ۱۹۶۷ ز کال کې په دریو ساعتونو کې یې د مصر ۹۰ فیصده هوايي ځواک له منځه وړی و او په شپږو ورځو کې يې له اردن څخه ختیځ یوریشلم، له  سوریې څخه د ګولان لوړې څوکې او له مصر څخه غزه او د سینا ټاپوزمه نیولې وه،  دوه کاله غزه کې د حماس پر وړاندې جګړې کې يې نه  کوم اسرائیلي یرغمل په زور خلاص کړی شو او نه يې هم حماس غورځنګ له منځه یوړ. نن اسرائیل د آزادۍ د مبارزینو د داسي یوه ځواک له خوا د ماتې په درشل کې دی چې له مادي پلوه که کمزورې دي ؛ خو له معنوي پلوه دومره قوي دي، چې د نړۍ ستر قدرتونه د دوی د صبر، زغم او مقاومت ته حیران دي. نن د اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې اصلي ګټونکی هم هغه حماس دی چې د اسرائیلي یرغلګرو په ماتې یقیني شوي وو. حماس هغه وخت د اسرائیلي یرغلګرو په ماتې یقیني شول کله چې افغان ملت د امریکا په مشرۍ د ۴۲  یرغلګرو هېوادونو له ائتلاف سره د شلو کلونو د مبارزې پرمټ خپله خپلواکۍ  ترلاسه او  لوی صلیبي ائتلاف يې  په ذلت له خپل هېواد وشړل.