مطبوعاتي اعلامیه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سمسور ادره
  • 1225

د ۱۳۸۸ د دلوې ۷
د جدي د میاشتي کورني عواید د ۶،۴۷ ملیارده افغانیو تاریخي کچې ته ورسېدل

د مالیې د وزارت د عوایدو او ګمرکاتو د معینیت د یو خبر له مخې د ۱۳۸۸ کال د جدي په میاشت کې کورني عواید ۶،۴۷ ملیارده افغانۍ وو چې د هېواد په تاریخ کې د میاشتنیو عوایدو بې ساري رقم دی. تېر کال د جدي په میاشت کې کورني عواید ۴،۰۵ ملیارده افغانیو ته رسېدلي وو.
د عوایدو او ګمرکاتو معین ښاغلی ګل مقصود ثابت وایي : «عموماْ د هرې ربعې د لومړۍ میاشتې عواید تر نورو میاشتو لوړ وي او تېر کال هم د جدي میاشت له دې پلوه د کال تر ټولو ښه میاشت وه، خو سږکال زموږ عواید یوې تاریخي کچې ته رسېدلي چې زموږ د نیول شوو تدابیرو د بریالیتوب زیری په کې لیدلای شو.»
ښاغلي ثابت زیاته کړه : « د عوایدو د عمومي رقم تر څنګه، په دې میاشت کې زموږ ګمرکونو هم د ټول کال له پاره خپل ټاکل شوی هدف پوره کړ یعنې موږ تر خپلو هیلو دوه میاشتې وړاندې خپل هدف ته ورسېدلو»
د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال، په هېواد کې د سیاسي بې باوریو له امله د میزان او عقرب د میاشتو عواید ډېر ښکته وو او دا وېره پیدا شوې وه چې د دغې وضعې منفي پایلې به لا هم محسوسې وي. د جدي د میاشتې د عوایدو کچې اوس دا وېره له منځه وړې ده.
په ۱۳۸۸ کال کې نړۍوال وجهي صندوق د کورنیو عوایدو له پاره لومړی د پنځوس ملیارده افغانیو هدف ټاکلی و چې د کال په جریان کې د ثبت شوو عوایدو په رڼا کې دغه هدف ۵۴ ملیارده افغانیو ته پورته شو. د ۱۳۸۹ کال په بودجه کې د کورنیو عوایدو ونډه ۶۶،۵ ملیارده افغانۍ ټاکل شوې ده چې د عادې بودجې په سلو کې ۵۸ برخه تشکیلوي.
د مالیې وزارت باور لري چې راتلونکی کال به هم زموږ په بودجه کې د کورنیو عوایدو کچه تر ټاکل شوي هدف پورته وي.