رسواېې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اسد افغان
  • 1006

 د هوټل په سالون كې گڼه گوڼه وه ،څوك سالون ته ننوتل او څوك تري وتل، د نارينه ؤ او ښځينه ؤ ډلې ډلې به په سالون ورننوتل محفل د ځوانانو په خوشالي او شور ډير گرم و ،د خلكو په منځ كې شور او زوږ دې ځاي ته رسېدلي چې خبره پکې نه اورېدل کيده، په لوړ اواز سره موزيك غږيده څو تنه انجوني موزيك ته ماتيدې راماتيدې، ځيني ميلمانه په خپلو څوكيو ناست وو او ځيني په سالون كې اخوا ديخوا كيدل، چا په كراره خبري كولي ځينو ميلمنو په خپلو كې سره خندل او نورو ميلمنو په خپل منځ كې سره رنگارنگ تبصرې كولې څو تنو د نجونو سره نڅا كوله، په هوټل كې شور او زوږ زيات شو.

،زيات شمير ميلمانه هوټل ته راننوتل داسې بريښيده چې نور سالون د خلكو ډك شو، د هوټل په دروازه يو سپين ږيرى سړۍ او بله بوډۍ ښځه هم راننوتل د كوربنو سره تر ډيره ولاړ و په خپل منځ كې يې سره څه خبري كولي، څو شيبې پس په هوټل كې اوازه خوره شوه، چې واده فسخ شو ، هر چا كوشش كولو چې علت يې مالوم كړي خو نه پوهيدل.
د نن څخه شل كاله پخوا انور او ليمې په يوه خارجې موسسه كې يو ځاي كار كولو د يوه او بل سره يې زياته مينه
لرله ټوله ورځ به يې په كيسو او خبرو تيروله ورو ورو دغه مينه په يوه داسې عشق بدله شوه كه يوه ورځ به يې سره ونه ليدل نو زړونه به يې خفه و، خوراك او څښاك به مزه نه وركوله او د شپي خوبونه به ترې تښتيدلى و،دوې به 
يوه نيمه ورځ د دفتر څخه بهرد ښار په پاركونو ،رستورانتونو او باغونو كې گرځيدل، او ځينې ورځې به دوې دواړه د يوه دوست كور ته چې په بلند منزل كې موجود ؤ تلل، او هلته به يې ټوله ورځ تيروله د دوست كورنۍ يې په خارج كې اوسيدله ، دوست يې هم دا څه وخت د ځينو شخصې كارونو لپاره راغلاي و ، انور او ليمه يوه ورځ د خپل دوست كور ته تللي ؤ دا ځل يې لاسونو او پښو داسې خركات شروع كړل چې اخير يې سره شوخې دې ځاي ته ورسيده چې دواړه به د يو او بل په انتظار و ، په دي سلسله كه دغه كار څو ځله او څو ورځي ددوي په منځ كې دوام پيداكړ په هر ځل به انور ليمې ته ډاډ وركولو چې ډير ژر به ددي كور ته مور او پلار ستا د غوښتو لپاره دروليږي په همدې كړو وړو كې دوه مياشتي وروسته انور په خپل قول وفا وكړه مور او پلار يې د ليمي كور ته د هغې غوښتو لپاره وروليږل،د څو ځلې تلو راتلو وروسته د دوي كوژده ومنل شوه ټاكل شوى وه چې واده ژر په لاره واچول شې ځكه چې ليمي په خپل بدن كې تعيرات احساس كړه او د څلورو مياشتو اميدواره شوى وه دوه مياشتي ددوى د كوژدې لا تيرې نه وې چې د ليمي پلار د زړه د حملې له لاسه خپل ژوند له لاسه وركړ او ددوي واده هم وځنډيده، ليمه چې تكليف يې ورځ په ورځ ډيريده او نه يې غوښتل چې رسوا شې، د انور سره دې نتيجې ته ورسيده چې ماشوم بايد چاته وركړي او يا يې چېرته پريږدې، د ماشوم له پيداكيدو يوه مياشت مخكې انور او ليمه د كورونو څخه لا دركه شوى و،څوك نه و خبر چې چېرته دي خو دوي د دوست په اپارتمان كي په پټ ډول پټ شوى و تر هغې چې ماشوم يې پيدا شو او هغه هم يو ښكلي هلك و څو ورځي وروسته هغوى ماشوم راواخيست دښار اطرف كې موجود كلي ته لاړل تر ډيرو گرځيدو راگرځيدو وروسته يې هلك په يوه كرونده كې پريښود پدې وخت كې د كروندي بزگر دوي وليدل مجبور شول چې خپله ټوله كيسه بزگر ته وكړي بزگر ته يې د څه پيسو وركولو وروسته ماشوم هغه ته وركړ او دوي دا ځاي پريښود دغه راز د بزگر انور او ليمي په منځ كې پټ پاتي شو، ددې پيښي څخه څو هفتې وروسته د بزگر مالك د خپلي ميرمني سره يو ځاي د بزگر كور ته راغلل كله چې هغه د ماشوم ژړا واوريده بزگر ته يې وويل: دا ماشوم د چا دي؟

شيرگل او د هغه ميرمن چې نشو يې كولاي نور ماشوم وساتې دا څو اوونۍ دده سره په تكليف و ټوله كيسه يې مالك ته وكړه او مالك ته يې وويل:

زه نشم كولاي چې نور ددې معصوم هلك خدمت وكړم كه دغه ماشوم ته د ځان سره ښار ته يوسي نو ډيره به ښه وې،
د شيرگل د كروندې مالك نذيرخان او دده ميرمن ډير مهربان كسان و كلونه كيدل چې دوى واده كړى ؤ مگر نارينه اولاد يې نه درلودو،نذير خان هم دده خبره ومنله او ماشوم يې د ځان سره ښار ته يوړ
نذير هم په ډير كمال سره د ماشوم پالنه كوله د هلك نوم يې دانش كيښود ،
***
كله چې انور او ليمه ښار ته ورسيدل نو ځانونه يې پدي بهانه خلاص كړل چې د دفتر لخوا كوم لري پروت ولايت ته ليږل شوي و، او په همدي بهانه يې څو ورځي په كورونو كې نور استراحت هم وكړ
د ليمي د پلار لا يو كال پوره نه و چې دوي واده وكړ د واده يې څو كاله تير شول دوي ته خداي لور وركړه او د لور نوم يې زرمينه كيښود،ورځې اوونۍ مياشتي او آن كلونه تيرشول زرمينه هم اوس پيغله شوى وه
***
دانش چې يو هوښيار او با استعداده هلك و پوهنتون ته لاړ
نذيرخان يو لوي تجار و د سرو او سپينو خاوند و د دانش سره يې د زړه له كومې مينه لرله ځكه چې نور نارينه اولاد يې نه درلود نذير خان غوښتل چې د دنيا ټولې خوښۍ دانش ته وركړي تصميم يې ونيوه چې دانش ته كوژده وكړي او هغه ته يې هم د واده لپاره پشنهاد وكړ
دانش په اولو كې خبره قبوله نكړه ځكه چې ويل يې درسونه يې لا پاتې دې خو د پلار په زيات ټينگار سره يې يوه جينۍ وروښوده چې د هغې سره يې په پوهنتون كې مينه پيدا شوى وه
نذير خان او دده ميرمن يې كور ته په ريباري وروليږل د څو واري تلو راتلو وروسته پدې بريالي شول چې د زرمينې دسمال يې راوړ او د دانش او زرميني كوژده يې سره وكړه
د كوژدې څخه يو كال وروسته د واده مراسم نيول شوى ؤ ټولو خپلو دوستانو او ملگرو ته يې د گډون بلنه وركړي وه
بزگر هم دخپلې ميرمني سره پدې محفل كې گډون كړى و
بزگر د نذير خان څخه وپوښتل:

چې څه رقم خلكو ! او كومې كورنۍ سره د دوستې كړي ده؟ نذير خان انور بزگر ته وروښود او تر معرفي وروسته يې ورته وويل:
دا زما د زوى خسر دي!

او نذير خان د نورو ميلمنو په طرف ورغى
بزگر او انور د دواړو په ليدو سره رنگونه وتښتيدل دواړه په خپلو ځايونو باندي ميخ شول څو شيبې تيرې شوې د بزگر خوله په خبرو راغله سپيرې شونډې يې وخوزيدې:

ته هغه كس نه يې چې........
انور دده په خبرو كې ورولويد او ويې ويل:
ددې خبرو وخت اوس نه دي بيا به سره خبرې كوو.
بزگر چې يو پاك او روخانې سړى و ، ويې ويل:
نه!
زه غواړم چې ووايم چې هغه هلك چې تا ماته راكړى و نن ورځ د هغه واده دي او دانش ستا زوم دي ، د بزگر په دې خبرې اوريدو سره انور داس تك سور شو لكه په سر يې چې ايشيدلې اوبه واچوي ددوې رنگونه والوتل ساه پكې نه چليده
پدې وخت كې نذير خان راغى او ويې ويل:
شيرگله مخكې ددې نه دې هم انور پيژانده ؟

بزگر په لوړ غږ وويل: 
بلې؛ پيژنم يې! ډير ښه يې پيژنم نذير خانه دا واده په همدې شيبه كې فسخ كړه اي ته پوهيږي؟ دا خلك څوك دې؟ ايا هغه خلك ندې چې دانش يې په ماشومتوب كې ماته راكړي و تر څو د هغې ساتنه او روزنه وكړم!؟ موږ او تاسې د خور او ورور د واده شاهدان يو نذير خان ددې خبري په اوريدو سره په ځاي وچ كلك شو نشو يې كولاي چې څه ووايې او يا څه وكړې، د انور او ليمي رازونه څرگند شول، ليمه د سالون په يوه كونج كې ناسته وه او ژړل يې د خپل زوى په طرف يې وكتل چې څنگه ښكلي دنگه ونه او ښايسته ځوان دي، په سالون كې د خلكو شور او زوږ ورو په ورو زياتيده او ټول پدي پوه شول چې دا واده د سكنې ورور او خور په منځ كې دي، په څو شيبو كې د سالون فضا بدله شوه موزيك خاموش شو او ټول خلك په گړنديو ،گامونو د سالون څخه د كورونو په طرف روان شول٠