بسم الله خان باید په بسم الله قدم واخلي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رومان زرملوال
  • 1151

په تیرو اولسو کلونو کې خلک له هغو حکومتي چارواکو څخه ښې خاطرې نه لري چې په تنظیمونو او جنګي ډلو پورې اړوند و، ځکه دوی چې چیرته دوزیر یا کوم بل واکمن چارواکي په توګه ټاکل شوي نو اول یې په مربوطه اداره کې دخپل تنظیم یا ډلې کسان بې له دې چې کاري وړتیا په پام کې ونیسي مقرر کړي دي. آن وزارت یا اړونده اداره یې دخپلې سیمې له کسانو څخه ډکه کړې ده. داسې مثالونه ډیر زیات دي اول اول همدا دکورنیو چارو وزارت .د۱۳۷۱ کال له بدلونونو وروسته په دغه وزارت کې نږدې ټول لوړ رتبه کسان دیوه تنظیم غړي او یوې سیمې اوسیدونکي وو، همداسې ددفاع وزارت چې له بده مرغه دغه ناوړه دود په افغانستان کې دلنډمهالې ادارې له جوړیدو وروسته هم دوام وکړ. موږ ولیدل چې په زیاترو وزارتونو کې دیوه تنظیم غړي او دیوې سیمې اوسیدونکي واکمن کسان وو. دکورنیو چارو وزارت ، دفاع وزارت او دبهرنیو چارو وزارتونه ېې ښې بیلګې دي. دبهرنیو چارو په وزارت کې چې تر ډیره وخته یې داسلامي جمعیت غړی ښاغلی عبدالله عبدالله وزیر و په بهر کې یې  نږدې دافغانستان زیاتره سیاسي نماینده ګي په همداسې خلکو ډکې کړې وې چې لا تراوسه هماغه حالت واکمن دی. په کورنیو چارو وزارت کې هم حالت تردې بدتر و هلته دیوه تنظیم غړو او دیوې سیمې اوسیدونکو چې څه زړه غوښتل هغه یې کول .ویل کیږي دپولیسو دشهرک په بلاکونو کې زیاتره کورونه همدغو کسانو په زور نیولي دي او له خپل صلاحیت څخه په استفادې سره یې ددغو کورونو اصلي اوسیدونکي له خپلو کورونو څخه ایستلي دي. ځکه دوخت واکمنو چارواکو همدا زمینه ورته مساعده کړې وه.
سره له چې ستر جنرال بسم الله خان محمدي له هغو کسانو څخه نه معلومیږي چې دده تر لاس لاندې اداره کې دې غیر قانوني کړنې ترسره شي خو کله چې نوموړي له ولسي جرګې څخه دباور رایه ترلاسه کړه او دکورنیو چارو وزیر شو په دغه وزارت کې دسیمه ایزو تنظیمي کسانو چلند هم ورسره تغیر وکړ دوی دنورو سیمو په اوسیدونکو او بې طرفه کسانو خپل حاکمیت پیل کړ او نورو ته یې له دندو څخه دګوښه کیدو اخطارونه ورکړل کیدای شي ښاغلی وزیر له داسې مواردو څخه خبر نه وي او داسې موارد کم اهمیته وبلل سي خو خلکو ته پخوانۍ ترخې خاطرې وریادوي.
اوس دافغانستان په جګړه کې تر نورو امنیتي ارګانونو زیات پولیس ډیره برخه لري او زیات تلفات هم همدوی ته رسیږي په کار ده دغه وزارت ته ډیره توجه وشي او محترم ستر جنرال بسم الله خان محمدي باید هغه اصلاحات چې ددغه وزارت پخواني وزیر پیل کړي و، جاري وساتي.
دکسانو په ټاکلو کې کاري وړتیا په پام کې ونیسي نه دهغوی تنظیمي سابقه ، او په پولیسو کې هغه کسان وګومارل شي چې دښې کاري تجربې او وړتیا ترڅنګ په وطن مین او په اداري فساد کې ښکیل نه وي.
اوس تربل هر وخت زموږ دملي امنیتي ارګانونو پیاوړتیا ته زیاته اړتیا لیدل کیږي زموږ امنیتي ارګانونه په تیره پولیس باید ژر ترژره دهیواد دامنیت مسولیت په غاړه واخلي، څه کم څلور کاله وروسته چې موږ دخپل هیواد بشپړ امنیت په غاړه اخلو ډیر وخت نه دی لکه څنګه چې تیر نهه کاله په اصطلاح دسترګو په رپ کې تیر شول دا کلونه به هم ډیر ژر تیر شي نو په کار ده چې په دې برخه کې ډیر کار وشي ، موږ باور لرو چې دمحترم ستر جنرال بسم الله محمدي په څیر کسان کولای شي چې دداسې دندې تر عهدې بریالي راووزي په دې شرط چې خپلې سیمې او تنظیم ته شا کړي یو له موره ا و بل له میرې ونه بولي او دتیرو ځیني تنظیمي وزیرانو ناکامي تجربې تکرار نه کړي.
دملي پولیسو روزنه هغه موضوع ده چې باید ورته جدي پاملرنه وشي او دهیواد په زیاترو سیمو کې دپولیسو دروزنې مرکزونه جوړ شي تر څو هیوادوال وکولای شي په نږدې سیمو کې خپل اولادونه دملي پولیسو په لیکو کې تنظیم کړي څه موده دمخه دهلمند ولایت خلکو شکایت وکړ چې ددوی اولادونه چې په امنیتي ارګانونو کې دګډون لپاره مرکز ته راځي ښه چلند نه ورسره کیږي نو دوی ته باید پخپله سیمه کې دغه اسانتیاوې برابرې شي.
 په دې وروستیو کې یوې بهرنۍ څیړنیزې ادارې دافغانستان دامنیتي ارګانونو ملي ترکیب داندیښنې وړ بللی و، په کار ده دکورنیو چارو نوی وزیر دې موضوع ته هم پاملرنه وکړي.
دکورنیو چارو وزارت بله اړونده موضوع ددغه وزارت مربوط دپولیسو دبلاکونو دقبالو موضوع ده چې له ډیره وخته همداسې پاتې ده ددغه وزارت یوه وزیر هم ددغو بلاکونو داوسیدونکو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې . ددغو بلاکونو اوسیدونکو څوڅو ځله مظاهرې وکړې دوی دخپلو کورونو د قبالو غوښتنه کوله ځکه دهمداسې بلاکونو چې د وسله وال پوځ دنورو وزارتونو اړوند و، شرعي قبالې لا دمخه ورکړل شوې دي خو ددوی غوښتنو ته لا توجه نه ده شوې ، دغه بلاکونه اوس دبشپړ خرابیدو په حالت کې دي نوی وزیر باید ددغو خلکو غوښتنو ته توجه وکړي او ددغو کورونو قبالي ورکړي.
هیله ده دکورنیو چارو نوی وزیر پخپلو دندو کې چې دهیواد دامنیت لپاره زیات اهمیت لري بریالی واوسي باور دی که په ملي لارو خپل یون ته دوام ورکړي پخپلو دندو کې به بریالی وي.