د ولسي جرګې د نوماندانو اتحاد او مدني ټولنې په کابل او ننګرهار کې پراخ لاريون او مظاهره کوي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • 1179

 لاريون او مطبوعاتي کنفرانس 

د کابل لاريون وخت/نيټه: د سهار له 10:00 د ماسپښين تر 2:00 بجو، چارشنبه، د عقرب 19، 1389
د ننگرهار لاریون وخت/نيټه: د سهار له 9:00 د ماسپښين تر 2:00 بجو، چارشنبه، د عقرب 19، 1389

(کابل-افغانستان): د افغان ولسي جرګې د کانديدانو اتحاد او د مدني ټولنې ادارې پر ملت، د مدني ټولنې پر ادارو او د بشري حقونو فعالينو غږ کوي، چې سبا د چارشنبې په ورځ زموږ په پراخ لاريون او مظاهره کې ګډون وکړي او زموږ د غوښتونو ملاتړ وکړي. زموږ درې عمده غوښتنې: ۱) د سنبلې د ۲۷مې انتخابات غير مشروع اعلانول، ۲) د هغو اشخاصو چې په تقلب او درغليو کې يې دخيل ول، محاکمه، ۳) بيا انتخابات، په دې شرط چې د درغليو د مخنيوي لپاره او د انتخاباتو د پروسې د شفافيت، آزادۍ او عادلانه تابه لپاره پوره اقدامات شوي وي او د ټولو اړخونو اجماع پرې موجوده وي. راځئ د يو ولسواک، خپلواک او سوکاله افغانستان لپاره په ګډه کار وکړو، د داسې يو افغانستان لپاره چې قانون، عدالت او مساوات په کې حاکم وي. 

ددغه لاريون زرګونه ګډونوال به له حکومت، ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې او اړوندو دوايرو غواړي، چې د درغليو او درغلي کوونکيو خلاف ژمن ګامونه پورته کړي، تر څو د ولسواکۍ وده او د افغان ولس روښانه راتلونکي يقينی کړی شي. 

ټولو رسنيو ته بلنه ورکول کيږي، چې دغه مراسم تر پوښښ لاندې ونيسي. 

د کابل لاريون: 
د پيل او پای ځای: زرنګار پارک، محمد جان خان واټ، تر د صحت عامې څلور لارې کابل
وخت او نيټه: د سهار 10:00 بجو د ماسپښين تر 2:00 بجو پورې، چارشنبه، د عقرب 19مه، 1389
د تماس شميرې: +93 (0) 785 099 778/+93 (0) 706 690 929

د ننګرهار لاريون: 
د پيل او پای ځای: عيدګاه جومات، پخوانۍ تورخم هډه تر د پښتونستان واټ، جلال آباد ښار
وخت او نيټه: د سهار 9:00 بجو د ماسپښين تر 2:00 بجو پورې، چارشنبه، د عقرب 19مه، 1389
د تماس شمیري: +93 (0) 799 012 420/ +93 (0) 796 797 875

د نورو معلوماتو لپاره: 
ټيلفون: +93 (0) 785 099 778/+93 (0) 706 690 929 
برېښليک:  info@mansooransari.com

نمانځنه، 
د افغان ولسي جرګې د نوماندانو اتحاد