نن مې پس له ډېره وخته زړه وشو، چې په ښاري موټرو كې دفتر ته ځان ورسوم. په تم ځاى كې ډېره ګڼه ګوڼه وه، يوې خواته كرار ودرېدم، چې كه كوم ملي بس راپيدا شي. په دې منځ كې دوه درې دقيقې نه وې تېرې، چې يو غږ مې تر غوږ شو:" وبښئ ساعت څو دى؟
ما خپل څنګ ته وكتل، يوه ډېره ښكلې نجلۍ مې خواته ولاړه وه. د هغې ښايست پسې واخستلم، غټې بادامي سترګې، تور اوږده وېښتان، سپينه نرۍ غاړه، جګه پوزه.
ښه شيبه مې په ځيرځير ورته وكتل. هيڅ مې زړه نه كېده، چې سترګې ترې واړوم، هغې بيا غږ وكړ: ومې پوښتل ساعت څو دى؟
ما خپل ښي لاس ته وكتل، هغې په موسكو شونډو وويل:" عمرجانه! ساعت دې په چپ لاس كې دى."
ما خپل ساعت ته وكتل او په ورو مې وويل: "۷:۳۰"
او له دې سره مې ورغبرګه كړه:" ته ما پيژنې؟"
هغه موسكى شوه: "هو! له ډېرې مودې، ولې ستا په ياد نه دي، لومړى ځل مو په يو محفل كې سره ليدلي وو، هاغه د ..." هغې غوښتل نوره هم راسره وغږيزي، خو سړك ته يې په كتلو راته وويل:" اوه ! خداى پامان، زموږ موټر راغى، زما نوم فريبا دى. "
هغه په تلوار د يوه موټر په خوار رهي شوه او زه په چرتونو كې ډوب شوم: چېرې مې ليدلې، څه وخت؟ ډېره شېبه وروسته مې په ياد شول، كال دمخه په يو واده كې سره مو ليدلي وو. زموږ د يوه همصنفي د واده د خوښۍ په يو محفل كې، ځكه هغه په خپله سيمه كې واده كړى او موږ يې نه وو غوښتي. هغه وخت هم سترګې مې پرې خوږې شوې وې، خو نه پوهېږم، چې وروسته مې ولې يو دمي هېره شوه... ها... خو څه ووايم دا نجونې هم بلاوې دي په خلكو كوډې كوي. خداى پوهېږي، چې هغه به اوس چېرې وي. په همدې سوچونو كې بې له دې چې په ځان پوه شم پلى خپل دفتر ته ورسېدم. حاضري مې امضا كړه او خپلې شعبې ته ننوتم. ساعت نيم وروسته د حاضرى مدير زموږ شعبې ته راننوت او په موسكو شونډو يې وويل:" عمرجانه! خيرت خوبه وي، څه خو به نه وي درپېښ شوي؟"
نه ولې؟
هغه دحاضرۍ كتاب زما ترمخه كېښود:" ګوره چې د خپلې حاضرۍ پرځاى دې دبل چا دحاضري خانه امضا كړېده"
همدا چې خپله حاضري مې امضا كړه، له دفتر نه راووتم او سيخ كورته راغلم. ټوله ورځ دهغې په فكر كې وم. سر له ماښامه وږى تږى بسترې ته لاړم او د هغې په يادونو كې مې سترګې سره ورغلې.
سهار د وخته له خوبه راپاڅېدم، خپله ږېره مې وخرېيله او خپله يوه لوكسه دريشي مې واغوستله او په دې تمه، چې هغه به وګورم تم ځاى ته مې ځان ورساوه. تم ځاى ته، چې ورسېدم او خپل ساعت ته مې وكتل، بې واره مې په ځان وخندل، ځكه يو ساعت دمخه راغلى وم. هره شېبه چې تېرېدله ما لر او بر لارې ته كتل. له وخت نه هم واوښت، مامورين ټول په موټرونو كې خپلو دفترونو ته لاړل خو د هغې درك ونه لګېده. څو ورځې نور هم تمځاى ته ورغلم، خو هغه مې ونه ليده. يوه پلا په دويم كه درېيمه ورځ مې احساس وكړ، چې هغه يو څه لرې شاته مې ولاړه ده او له چا سره زما په اړه خبرې كوي. رښتيا ما خپل نوم واورېد، خو څو شېبې وروسته چې كتل مې هلته څوك نه وو. پر ځان خندا راغله : " لكه چې مينې ليونى كړم "
اوونۍ وروسته يو ماسختن په بستره كې اخوا دې خوا رغړېدم او له فريبا سره مې د راتلونكي ژوند د جوړولو نقشه په ذهن كې جوړوله، چې ټيلفون وشرنګېد، غوږۍ مې په نه زړه را پورته كړه او په يوه ساه مې وويل:" څوك يې! دا نيمه شپه ګوره..."
خو خبره مې په خوله كې وچه شوه او خولې راباندې ماتې شوې، ځكه له هغې خوا غږ اوچت شو:" زه يمه فريبا، بښنه غواړم، چې ستا مزاحمت مې وكړ"
ما ترې بښنه وغوښته، خو هغې وويل: " عمرجانه! داڅه پرله پسې بښنه غواړې، خير دى خو ودې نه پيژندلم"
د فريبا له دې خبرې سره مې يوه ارامه ساه واخيسته او د هغې خبرو ته غوږ شوم: "عمرجانه! ويل مې كه سبا يا بل سبااوزګار يې، چې سره وګورو. غوښتل مې يو پلا ښار ته سره ولاړ شوو"
ماچې دا ساعت له خدايه غوښت بې واره مې ورته وويل: "ولې نه! ته ووايه همدا اوس به درشم، خو چيرې ؟"
فريبا له لږ سوچ وروسته وويل: " اوس نه، په دې نيمه شپه كې به چېرې ولاړ شو. كه دې خوښه وي بل سبا به زه درته په تم ځاى كې منتظره يم، خو ګوره چې خپل موټر دې درسره وي"
سبا سهار دوخته مې خپل موټر پاك كړ او د تم ځاى په لور وخوځېدم.
فريبا په تم ځاى كې ولاړه وه، موټر مې له هغې نه لږ څه لرې ودراوه او بې له دې چې زه پرې غږ وكړم، هغه پخپله په خوشحالۍ زما په خوا راغله او موټر ته راوختله:" گومان مې غلط نه و، ما ويل همدا ستا موټر دى "
ما د هغې په خوښه موټر د ښار په لور ورسيخ كړ او د هغې په غوښتنه احمدشاهي سراى ته ورغلو.
موټر مې سراى ته څېرمه يوګوښه ځاى ودراوه. فريبا له مامخكې شوه او د زرګرۍ يوه دوكان ته ورننوته، په زړه كې مې وويل، لكه چې غرق يې كړې، دوكان ته په ورننوتو هغې په ويترين كې اېښودل شويو ګوتميو ته په ځير ځير وكتل او بيا يې يوې ښكلې ګوتمۍ ته په اشارې سره دوكاندار ته وويل: "هغه، هغه له ښي خوانه درېيمه ګوتمۍ راكړه. "
دوكاندار يوه ډېره ښايسته ګوتمۍ راوخيسته او هغې ته يې وركړه. هغې ګوتمۍ ماته راكړه او په مينه يې وويل: " دازما له خوا تاته يوه تحفه ده، ويې منه! ګوتمۍ مې ځينې واخيسته او له جيب نه مې پيسې را وايستې، خو هغې زه له لاسه ونيولم او ر اته يې وويل: " ما خو درته وويل، چې دا زما له خوا تاته يوه ډالۍ ده، ته يې ولې پيسې وركوې؟
زما له ټينګار سره سره هغې له خپل دستكول څخه پيسې راوايستې او دوكاندار ته يې وركړې. كله چې موټر ته وختو هغه موسكۍ شوه او ويې ويل:" زړه راباندې مه سېځه، زه په يوه انجيو كې كاركوم، ښه ډبل ډالري معاش راكوي. "
يوه شيبه وروسته مې فريبا ته مخ واړاوه او ورته ومې ويل:
"اوس كوم پلو؟"
هغې وخندل:" د نوي پارك ته ځو."
ما موټر د نوي ښار د پارك په لورسم كړ. په پارك كې له څو شيبو پلي ګرځېدو وروسته په شنه چمن كې يوه ګوښه ځاى كېناستو او د خپل ژوند كيسې مو سره واخيستې.
هغې وويل: " دكورنۍ پوښتنه مه راڅخه كوه، پلار، مور او ورور مې ټول بدخويه دي او په ډېر نزاكت سره چليږو، ورور مې تريخ مرچ دى، په نه خبره په سړي اسمان راكوزوي. "
فرېبا چې دا خبرې وكړې څوشېبې غلې شوه او بيا يې وپوښتلم:"ښه په ياد دې شوم او که نه؟"
- ولې نه! د سردار په واده كې مو سره ليدلي وو، هغه زماهمصنفي.
- دا څه وايې، هغه خو زما همصنفي و، ما خو ته يه فاكولته كې نه وې ليدلى.
- موږ په ليسه كې سره يو ځاى وو، ما بله فاكولته لوستې ده.
- ها، رښتيا! ما وروسته ځو ځلې نور هم ليدلى يې .
- چېرې ؟
- په يو كورني واده كې، څو ځلې مې زړه وشو، چې درسره وګورم، خو امكان يې نه وو، ځكه ورور او پلار مې هم هلته و. خو افسوس چې ته ژر لاړې.
هغه بيا غلې شوه، خو دا ځل ژر په خبرو شوه: " پوهېږې بل ځل مې چېرې وليدې؟"
- نه! چېرې؟
فرېبا په خندا شوه:" لس ورځې مخكې په تم ځاى كې"
كه څه هم د هغې خبرو خوند راكاوه، خو زما زړه ناكراره و، غوښتل مې د خپل زړه حال ورته ووايم. څو ځلې مې خوله جوړه كړه، خو ووېرېدم، هسې نه خپه نه شي. څو شېبې وروسته، چې هغې وپوښتلم ولې واده لرم او كه نه او په كور كې څوك درسره دي، ما جرئت پيدا كړ، چې د خپل زړه غوټه ورته وسپړم.
كراركرار مې د خبرې سر راواخيست: " فريباجانې! زه يوازې يم، كورنۍ مې ټول په كلي اوسېږي. "
- يوازېتوب ډېر سخت دى
- هو ډېر سخت دى د همدې لپاره غواړم له دې يوازيتوبه ځان خلاص كړم.
هغې په خندا وويل : " هغه څنګه؟"
د هغې په دې پوښتنې بې واره مې له خولې ووتل: "زه درسره مينه لرم، غواړم تاد خپل ژوند ملګرې كړم، مامه نا اميده كوه. د واده او نوي ژوند لپاره ډېره اماده ګي لرم. هر شى لرم، تا به ډېره خوشاله وساتم "
هغې ته مې چې وكتل له شرمه تكه سره واوښته او خولې پرې راماتې شوې. ډېر ژر پرخپلې خبرې پښيمانه شوم او احساس مې وكړ، چې زما په خبرو خپه شوې ده.
فريبا ډېره شيبه چوپه وه او هېڅ يې هم نه ويل. زه په سوچونو كې ډوب شوم او خبره مې جوړوله، چې هغه څنګه له خپګانه راوباسم. په همدې سوچ كې وم، چې هغه له ځايه راپاڅېده او غلې يې وويل: " ځه چې ځو، نه ګورې ناوخته شوه. "
كله چې زموږ كور ته ورسېدو، هغې وويل: " تشكر! موټر ودروه، زه همدلته ښكته كېږم"
خو مخكې له دې چې ښكته شي، زما كور ته يې وكتل: " ډېر ښايسته كور لرې، رښتيا هم په دې لوى كور كې يوازې اوسېږې؟ "
ما صفاورته وويل: "هو! بلكل يوازې يم او په يوازې سر دا لويه حويلۍ ساتم، ځكه خو په خبرو خبرو كې ته رانه خپه شوې. "
فريبا بيا وپوښتل: رښتيا بيخي يوازې؟
- هو يوازې، خو يو ملګرى مې راسره اوسېږي، چې اوس نشته.
- نشته! ولې؟
- په هغه ورځ چې ما او تا سره وليدل، هغه كلي ته لاړ، خداى خبر چې څه وخت به راځي.
فريبا خداى پاماني وكړه، غوښتل يې چې ښكته شي، خو ما پرې نښوده او ورته ومې ويل چې مامخا يې تر كوره پورې رسوم. د كوڅې په پاى كې هغه ديوې ګلابي رنګه دروازې ترمخه ودرولم او راته يې وويل:" دا زموږ كور دى پلار، مور او ورور مې يو واده ته تللي ، لكه چې لانه دي راغلي."
تر خداى پامانۍ وروسته هغه موسكه شوه: "تا اشتباه وكړه، زه دې په خبرونه يم خپه شوې. "
زه موټر ته وختلم او نېغ كور ته راغلم. څو قدمه لار مې هغه د موټر په هنداره كې څارله، تر هغه، چې زه خپل كور ته ننوتم، هغه لا هم د دروازې شاته ولاړه وه او لاس يې راته خوځاوه. ډېر خوشاله وم، چې فريبا ته مې د خپل زړه خبره وكړه او هغې هم د رد ځواب رانه كړ. په همدې سوچونوكې ډوب وم، چې ټيلفون وشرنګېد، غوږۍ مې په مينه راپورته كړه، فريبا وه ترسلام وروسته يې وويل: " رښتيا يوازې يې او كه ملګرى دې درسره شته دى."
- بالكل يوازې يم، يوازې ستا يادونه راسره دي او بس.
- نو يوازې هلته څه كوې؟ راځه زموږ كره، زه هم يوازې يم، پلار او مور مې لانه دي راغلي، زما هم زړه ډېرتنګ دى. "
ورسره و مې منله، خو د غلا او غدو ويرې پښيمانه كړم، بښنه مې ترې وغوښته او تر لنډو خبرو وروسته خداى پاماني مو سره وكړه.
د شپې دوولس كه يوه بجه وه د دروازې زنګ له خوبه راوېښ كړم. دروازه مې پرانستله، فريبا وه،وېښتان يې ګډ وډ او سترګې يې له اوښكو ډكې وې. په بېړه راننوتله. پوښتنه مې ځنې وكړه:" ولې څه شوي؟"
هغې په ژړا ژړا كې وويل: " ماخو دورځې درته وويل، چې ورور مې ډېر بدسړى دى، ما چې له تا سره په تلفون كې خبرې وكړې، څو شېبې وروسته هغه كور ته راغى، يو ملګرى يې هم ورسر ه و، غوښتل يې د پيسو په بدل كې ما پر هغه خرڅه كړي، خو ما مقاومت وكړ او د هغوى خبره مې ونه منله، ترې راوتښتيدم او دا دى تا له راغلمه. ما وژغوره، زه له تاسره مينه لرم، ما وژغوره، ما وژغوره كه نه ځان وژنم."
ما فريبا ته تسلا وركړه: " هېڅوك به زما په موجوديت كې تاته كوم زيان ونشي رسولى. "
دهلېز ته له ننوتو مخكې هغې مخامخ وكتل: " ستا كور دوې دروازې لري، ما همدا ګومان كاوه، ځكه ډېر يو راسته كورونه دوې دروازې لري. "
ما وويل: " هو! يوه لويه دروازه او بله وړه. ته مې چې واده كړې په كومه يوه، چې دې خوښه وه په همهغه تګ راتګ كوه"
فرېبا موسكۍ شوه او وارخطا كوټې ته راسره ننوته، شا وخوا يې كوټه له نظره تېره كړه: " كاشكې بخت مې له تا سره واى، ټول عمر به راحته وم، خو..."
هغې لا خپله خبره نه خلاصه كړې، چې وړه دروازه وټكېده. هغې په بېړه ځان زما غېږې ته واچاوه او په ژړا او وارخطايئ وويل: " لكه چې دلته هم راپسې راورسيدل، ما وژغوره. "
مايې په خورو ورو زلفو لاس تېر كړ: " هيڅ غم مه كوه، زه به مړ يم، چې څوك تاته څه ووايي"
خو د هغې پريشاني شيبه په شيبه زياتېده او زه به يې ټينګولم.
ما ځان ترې خلاص كړاو د دروازې په لور وخوځيدم. دوه درې ګامه لانه وم تللى، چې هغې راباندې غږ وكړ: " ورور مې جلاد دى، هسې نه ما ووژني، هيله كوم د موټر كليانې دې راكړه، كه راغلل، چې زه په دې بله لاره په موټر كې ځان وباسم.
ما هم خپل جيب ته لاس كړ او د موټر كليانې مې ورګوزارې كړې. زه كرار كرار د كور دروازې ته وخوځېدم. دروازې ته چې ورسېدم، د لويې دروازې د خلاصېدو غږ مې واورېد، شاته مې وكتل فرېبا وه، دروازه يې خلاصه كړه او د موټر دروازې ته نږدې ودرېده. ما وړه دروازه پرانيستله، په بېړه درې څلور كسان راننوتل، زه يې ټينګ ونيولم او په منډه يې دهلېز ته ننويستم. ښه يې ووهلم او بيا يې په تشناب كې بند كړم. يو يې ډېر په غوسه و ، غږ مې ورته اورېده، چې ويل يې:" فريبا هم بلا كوي، له څومره كمزوري سړي ته راتښتېدلې ده اوس به له هغې سره هم پوه شم"
زړه كې تېره شوه، چې كاشكې فرېبا له موټر سره وتلې وي، كه نه دا ظالمان به څه پرې وكړي او په دعا ګانو سر شوم. څو شېبې وروسته مې د فرېبا غږ تر غوږ شو: " زه نه پوهېږم، رښتيا وايم نه پوهېږم، پخپله به مو ځنې پوښتلي واى"
په فرېبا مې زړه ډېر ودردېد او په ژړا سر شوم. خو څو شېبې وروسته مې د فرېبا غږ واورېد: " جباره! دغه دي، پېسې مې پيدا كړلې، درې څلور لكه به وي. له تخت سره نږدې په المارۍ كې د قران شريف په پوښ كې ايښې وې. بده بلا ښكاري خو نه پوهېږي، چې موږ تر هغه هم بد يو"