زينب هغه پښتنه ميرمنه ده چه د مخ په ګونځو کی دزمانې دناخوالو تصويرله ورايه ليدلاې شو کلونه پخوا چه دجنګ داور لمبۍ په وطن کی خپل تور لمنهخور کړاې وو زينب دخپل کوچنې يواځنې لور مقدسه او دخپل دژوند ملګرې سره ايران ته محاجره شوه ٠ خو په ايران کی دهغه مغزې سکتې له وجې نه چه ورته پيدا شوی وه يي څو کاله مخکې خپل ميړه يي په ايرانې شفاخانه کی دسر دعمليات په جريان کې د لاسه ورکړ او دا بی سر نوشته دخپل لور مقدسه سره پاتې شوه٠ مقدسه هغه جراره پښتنه پيفله ده چه دايماندارې او دپښتنې احساسات يي په څيره کی له ورايه ښکارې خو ديو چا دلمړې ځل مينې ته دشک په سترګه ګورې چه دبل وطن زلمې پرې زړه بايللې ده دهغه په نظر چه دا مينه به دهغه پښتنې احساساتو ته صدمه ورسوي٠ زينب هاغه ښځه ده کوم په افغانستان کی د نا اعلان شوې جنګ ښکار ګرځيدلې ده ٠ کله چه په وطن کی دجنګ او دلوږۍ د اور لمن هر خواته وغزيد زينب هم د خپل يواځنې لور او ميړه سره د ايران خواته د نورو محاجرو سره وخوزيد دهجرت سختې شپې يي د يو نا پيدا ارمان لپاره د ژوند په څلور لارو کې تيرې کړې خو قسمتونه غير دالله نه بل څوک بدلولاې نه شي او دمرګ منګلونه خو څوک د الله په کور کی هم خلاصيدلاې نه شي دزينب يوازنې لور مقدسه د ايران په ماحول کی رالوې شوه او دايرانيانو ژبه د هغوې د رواجونو سر ه دمقدسه په تربيه کی يولوې بدلون راوستې مقدسه دايرانيانو په شان خبری کوې جامې اغوندې او دايران رسم او رواجونه يي خوښيږې خو دا چه پلار يي پښتون وو دافغانانو سره يوه خاصه علاقمندې هم لرې خو دا يوه نوې خبره نه ده چه دکليوالو پښتنو سره هم د زړه نه مينه لرې ٠ ما زينب په کاناډا کی وپيژند کله چه هغه دکاناډا خاورې ته قدم کيښود زه دهغه ملمه پاله او ترجومانه هم ومه زينب او دهغه لور ډير په اسلام ميئنې او سر تيره مذهب يان دې خوکله چه کاناډا ته داخل شول دلته بيا د يو ازاد ماحول سره بلد نه وو دخوراک نه نيولې تر هرڅه پورې بدل ورته ښکاره شو او په نه خوړلو يي لاس پورې کړ مونږ ډير کوشش وکړ چه دوې ته ددوې په زړه حلاله غوښه او نورشيان برابره کړو مسلمانه ښځينه روانشانسه ډاکتر ه ته مو بوتله که کومه صحی مشکل لرې خو رښتيا ده چه ددوې زهن دې ته اماده نه وه چه دلته پاتې شي کله چه ماورنه پوښتنه کول چه ولې ؟ نودوې دخپل مذهب په حقايقو باندې خبرې کولې چه ټولې منتقې وې خو نه پوهيږمه چه څه او کومه رشته زه يي ددوې زړونوته ور دننه کړې ومه له ماسره ددوې ښه جوړه وه او د ٢٤ ساعتو لپاره يي زه غوښتلمه د دوې په غوښتنه مې دواړه دهوتل له خونې نه خپل کورته بوتله
او بلاخره د بيرته تګ لپاره يي د کاناډا حکومت ته يي وړانديز وکړ خو دا چه کاناډا يوه سوله خوښوونکې مملکت ده د بشرۍ حقوقو سره سم يي د دوې غوښتنو ته مثبت جواب وويل شو او دوې ته د بيرته دتګ لپاره ټکټونه اماده شول
خو په سيمه کی دميشته افغان وګړو لخوانه د کلک وړانديزونو سره مخامخ شول دوې په دې لا نه پوهيدل چه دايران حکومت له خوانه د دوې په پاسپورتنو کی د خروج ټاپه وهل شويده او دا چه دوې افغانان دې که چيرې دوې غواړې بيرته د کاناډا له خاورې نه خارج شي نو دوې به افغانستان ته وليګږدول شي زينب
او مقدسه چه کلونه د افغانستان نه لرې پاتې شوې وو لا خو په دې نه پوهيده چه وضع به په افغانستان کی څنګه وی د يو بی سرپرست مور او دهغه پيفله لور به څنګه وکولاې شي چه افغانستان ته لاړ شي او ديو هوسا ژوند نه برخه مند شي ٠ پدې کې شک نه شته چه افغانان يو با اتفاقه خلک دې دظرورت په وخت کی يو په بل باندې سرونه هم ورکوی٠ خو ددې خبرې لړ چه افغان فاميل راغلې ده او دډير ازادي دښځو او نارينو بربنډ پنډۍ او مړوندونه ليدل يي نه ده خوښه
دمقدسی د ځوانې د نوې پيغلتوب دونيا خو له ډيرو ارزوګانو څخه ډکه وه يو هم د هغه مينه د يو ايرانې صاحب منصب سره وو چه کلونه کلونه دمقدسې سره دواده خيالات يي په زړه کې د اميدونو شمع بله ساتلې وو خو مقدسه چه هم ديو روښانه راتلونکې په طمه خپل د ارمانو دونيا ته د خوشحاليو زيرې ته سترګه په لاره وه هغه هم د يو نا پيدا ارمان لپاره يي داميدونو لاره څارله ا و دزړه نه د هغه ځوان سره مينه درلود تاسې پوهيږې چه مينه داسې يو نا منلې ميلمه ده چه بيدون له سته دزړه په خونه ميمه کيږې او دسړې سر ليونتوب ته وباسې خو سره له دې مقدسه د ايرانې صاحب منصب مينې ته د شک په سترګه ګورې او دا ورته شرم ښکارې چه يوه پښتنه پيغله به څنګه د بل وطن زلمې سره د واده تړون وکړې٠ خو تاسې هم زړه لرې راځې له ځانه وپوښتو چه اوله مينه يعنی څه ؟او دمقدسې مينه به څه کوې زه د ايرانې ځوان دپرله پسې تليفونونو شاهيده ومه چه دمقدسې مورته په تليفون کې د بيرته ستنيدو بلنۍ ورکولې معلومه خو داسې وه چه زينب هم دې ته اړ ده خپل لور ايرانې ځوان ته واده کړې خو دا ځوان چه ديو ښه هستی داره کورنې څخه ده ددواړو دپاره ايران ته د کراي خرچه منلې ده ٠ مقدسه يوخواته دقسمت په کړنه او بل خواته خپل نامنلې درپه در مينې ته حيرانه ده چه څه وکړې په شوخې کی مې ورڅخه پښتنه وکړ چه ايرانې ځوان د دير خوښه ده په کړس خندا يي ځواب راکړو ويل هو دا چه دژوند په هره سخته کی زما پلار او مورته لکه غلام ولاړ وواو ده خو ماته مې پلار ويلې ده چه زه به د يو ورور په سترګه ورته ګورمه داځکه چه هغه هم يو مسلمان ده خو دواده قصد ورسره نه لرم دا زما دپلار وينا وه چه زه به يو افغان سره واده کوم د افغانې جنکو دپاره چه بهرنيانو سره ودونه کوې دشرم وړ خبره ده خو ما ورته دهاغو افغانې جنکيانو نومونه چه دعربانو ،پاکستانيانو او روسي تاجکانو سره ودونه کړې ياده کړله خو مقدسه په ډير قهر وويل دوې خپل غيرت پلورلې ده داسې چه پيځه ګوتې فرق کوې انسانان هم فرق کوې او بيا خو انقلاب او د اوسنې حالات خو دخلکو په رواجونو او دخلکو په ژوند بانې منفی اغزې لري کيداې شي چه دوې به ډير مجبور شوي وی او بيا يي هغه لنډۍ ته اشاره وکړله
څوک په رضا دملکه نه ځې يا ډيرغريب شي ياد يار دغمه ځينه
په دې ورستيو کی ما ډير افغانان وليدل چه دمختلفو مجبوريتونوله وجې هلکان د خارجې جنکيانو سره وادونه کړې خو دا هم په بهرنې ملکونو کې دميشتې او دوطن په غيږ کی دجنګ ددوام له وجې٠ په سترګو کی اوښکې راغلې او ماته يي وويل که مورکۍ مې چه اوس زړه هم ده او دزړه تکليف هم لرې که مړه شي زما سرنوشت به څنګه کيږې خو پو هيږمه
چه هر لوستونکې به وايي خو دچا سره واده وکړې ٠ يقين وکړې چه جنې ښايسته نه ده په رنګ کی زيړه ښکارې د مرضونو او کړاوونو نه يي کيداې شي رنځ يي اخستې وه خو ډيره هوښياره، جراره ،او بيداره جنۍ ده او عالې احساس يي دبيان وړده او دهغه پابندې په خپل مذهب او کلچر خپل ځاې زما دزړه په خونه کی کينولې ده او زه يي دې ته مجبور کړې يمه چه يو څه وليکمه ٠ خو راشې چه بيرته زينب ته لاړ شو زينب دافغانې فاميلونو کوم چه په کاناډا کی اوسيږې د توجو وړ وګرځيد پس د حقايقو نه چه افغانستان کی د سولې او ديو امن ژوند پيل ته لاهم وخت پاتې ده هغه دا ومنله چه دلته پاتې شي خو دحکومت لخوانه دګرم اسقبال سره مخه شوه تر اوسه پورې دغه ژوند دهغه په خوښه چليږې او په خپل خوښه دخپل لور سره دجماعت مونځونو ته ځې په کاناډا کی داسلام دين باندې کومه پابندې نشته دا دسولې ښه زانګو ده خو مونږ افغانان دخپل درديدلې اولس اودهغوې دژوند شرايط سره ځان شريک بولو او دخداې نه دا غواړو چه دسولې پرښته د دافغانانو کورته دتل لپاره کوربه وې او مونږ وکولاې شو خپل وطن ته ستون شو ٠ دا هيله مانه ډيره د زينب په اوښکی ليدل کيږې هغه هرکله چه دافغانستا ن نوم اخلی نو په سره اوښکو ژاړې او په زړه کی دارمان لرې چه که سوله راشي او هغه وکولاې شي چه بيرته خپل وطن ته ستون شي خو خداې د دهغه دا خوب او خيال رښتيا کړي خو پته نه لګۍ چه دمقدسۍ دمينې داستان به په کوم ځاې کی ختميږې لاخو د ايرانې ځوان دهيلو زانګو په زنګيدو کی ده ٠ نور بيا-