- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- اميد زهيرمل
- 1097
په تېرو دوو اوونیو کې د بلخ د سرپرست والي پنځمه مرکه هم خپره شوه.
په یوه کې یې هم کومه نوې خبره نه دې کړې او ډېر ټینګار یې په واک کې د پاتې کېدو او له مرکزي حکومت څخه په یوه نه یوه شکل د سر ټکولو پر موضوع راڅرخي.
عطا نور چې له تېرو ۱۲ کلونو په بلخ کې د والي او اوس د سرپرست په توګه دنده مخته وړي، له اوله تر ننه یې په ډېرو برخو کې د مرکزي حکومت پر وړاندې تُندې او سختې څرګندونې کړې.
د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د شوې هوکړې یوه برخه په همدې ډول وه چې د ټولې کابینې او حکومتي مامورینو تر ادلون بدلون پورې به عطا نور په واک کې پاتې وي، خو د سرپرست په توګه چې هیڅ اجراییوي صلاحیت به و نه لري. اوس چې تشې څوکۍ ډېرې ډکې شوې، وخت راغلی چې باید وروستۍ پرېکړه هم وشي.
په دې وروستیو کې د هېواد په شمال کې له انحصاري واکه د وېش د غږ پورته کېدو یوه لویه مرسته دا وکړه چې عطا یې ان په هغه ولایت کې چې ده خپله پلازمېنه ګڼله، د قومیت په تناسب د چارواکیو د لیسټ خپرولو ته مجبور کړ.
دا به چا منلې وای چې د عطا په کارونو کې لاس ووهي او هغه ته ووایي چې په ولایت کې یې څوک په کومه دنده او ولې کار کوي.
هغه عطا چې یو وخت کې یې د کرزي پر وړاندې ځان یو جلا ولسمشر اعلان کړی و، نن حتی دې ته تږی دی چې ولسمشر غني ورسره یو ځل وګوري، هغه عطا چې کرزي جرګې مرکې ورلېږلې، له خپل ټول قوت او پیسو سره د غني پر وړاندې دومره پاتې راغلی چې د یو ځل په رسمیت د پېژندو لپاره تږی شوی او غواړي غني ورته ایله یو ځل د خپل یوه مامور په توګه وګوري.
تر دې لویه کمزوري بله څه کېدای شي چې د یوې لویې ډلې (جمیعت) یو تر ټولو سرکشه مشر چې د ولسمشرۍ خوبونه یې لیدل، نن په هغه ولایت کې چې ده یې ځان پاچا باله، په واک کې د پاتې کېدو په اړه وېره لري او خپله انزوا د خپل ځان پر وړاندې په رڼو سترګو ګوري.
عطا په دې پوه شوی چې اوس یې ډله تر پخوا ډېره وېشل شوې او ان په ارګ کې له غني سره ناست عبدالله یې هم ملا نه ورتړي.
له عطا لار ورکه ده او لکه اوبو اخیستی ماشوم هر لور ته لاس اچوي، خو څوک نه شته چې دومره زمینه ورته برابره کړي چې لږ تر لږه د خپل ځان د سپیناوي لپاره له یوه ملي ادرسه غږ پورته کړي.
په شمال کې د بدلون غږ عطا نور هم وراخطا کړی او له دې په وېره کې دی، که چېرې یې په هغو مافیایي کارونو چې ده په تېرو ۱۴ کلونو کې هلته کړي، په تمامه مانا پرده پورته شي او تاجک هم په دې پوه شي چې عطا یوازې د خپل ځان او خپل مافیايي بانډ لپاره له دوی ګټه پورته کړې؛ نو نه یوازې به خپل لږ ملاتړ له لاسه ورکړي، بلکې بېخې به د خلکو له سترګو ولوېږي.
د حکومت په تدارکاتي سیسټم کې لږې لاسوهنې او سمون، د عطا پښې نورې هم ورسستې کړې او په دې پوه شوی که یې یو شمېر تدارکاتي شرکتونه چې د ملت له پیسو تمویلېږي، افشا شي او همدارنګه په کور دننه یې اقتصادي سرچینه وچه شي، نه یوازې دا چې له اقتصادي تنزیل سره به مخ شي، بلکې هغه غوړه مالان به هم ترې لاس واخلي چې له ملي شورا راواخله، تر ټولو ادارو یې تر اوسه یوازې د ده په ستاینې او صفت ستوني وچ شوي دي.
د عطا زوال یوازې په ده پورې محدود نه دی، بلکې د هغه ټول مافیایي بانډ ته د خطر زنګ دی چې مزار ته د تش لیدو وروسته یې هم جېبونه له ډالرو ډکېدل.
ولسمشر غني په تمامه مانا په دې معتقد دی چې د واک انحصار د ملت پر وړاندې د زهرو ګولۍ ده او د ملت په خوله کې دا لوېدلې ګولۍ وړاندې له دې چې له ستوني يې تېره شي، باید لېرې وغورځول شي.
دا سمه ده چې دلته مافیا دومره پړسېدلې چې ورسره مبارزه دومره اسانه کار نه دی، خو دا هم باید له یاده و نه ایستل شي چې د دې مبارزې پیل په همدې ډول یوه هغه لار ده چې نه سیخ سوځولای شي او نه هم کباب.
سرخط ورځپاڼه