متحده عربي امارات: افغانستان کې په اقتصادي، تعلیمي او زراعت برخو کې پانګونه کوو

متحده عربي امارات: افغانستان کې په اقتصادي، تعلیمي او زراعت برخو کې پانګونه کوو


  • 2 کاله دمخه (29/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1159

سمسور پریس (چهارشنبه د مرغومي۸) متحده عربي اماراتو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو ډاډ ورکړی دی. 

د دې هېواد د فدرالي هویت، تابعیت، امنیت، ګمرکونو او بندرونو وزیر، محمد حماد الشامسي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي او نوموړي سره یې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د متحده عربي اماراتو دغه لوړپوړي چارواکي ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې په افغانستان کې په اقتصادي، تعلیمي، تخنیکي او زراعت برخو کې پانګونه وکړي. 

ښاغلي متقي په دې لیدنه کې د عربي اماراتو له مرستو مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دوی په مرسته به د افغانستان صادرات ډېر شي او اقتصادي پرمختګونه به رامنځ ته شي.

هغه ټینګار کړی، چې دوی له ټولو عربي ملکونو او نړۍ سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتونکي دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.