امرالله صالح: خلیلزاد دوکه باز لاهم د افغانانو پر زخمونو مالګې دوړي

امرالله صالح: خلیلزاد دوکه باز لاهم د افغانانو پر زخمونو مالګې دوړي


  • 3 کاله دمخه (28/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 1102

د راپرځیدلي حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د خلیلزاد خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې خلیلزاد د افغانستان له جمهوري نظام سره د قربانۍ د بزې په څېر چلن کاوه او تر هغې یې ورسره لباسي همدردي‌ کوله چې چاړه د جمهوریت تر مرۍ ورسېده.

هغه زیاتوي، زلمی خلیلزاد هڅه کوي‌ پړه پر نورو ور واچوي،‌ خو نشي کولای چې په مرکو د خپلې ناکامۍ بوی ختم کړي

نوموړی زیاتوي، زلمی خلیلزاد باید د دې لویې تباهۍ پړه ومني، خو برعکس لا هم هڅه کوي‌ چې افغانان ملامت ثابت کړي او د دې ولس له بېچارګۍ ناوړه ګټه پورته کوي.

باید یاده شي، چې زلمي خلیل زاد په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و، چې دوی یو داسې نظام رامنځته کاوه، چې د ټولو پر رضا وه؛ خو اشرف غني سر زوري وکړه او بلاخره د نظام د راپرځېدو سبب وګرځېده.