افغانستان دویمه یو ورځنۍ لوبه سریلانکا ته بایلوده

افغانستان دویمه یو ورځنۍ لوبه سریلانکا ته بایلوده


  • 1 کال دمخه (05/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 438

سریلانکا لوبډلې په دویمه یو ورځنی سیالۍ کې افغان لوبډلې ته په ۱۳۲ منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه سریلانکا لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۳ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې محمد نبي او فرید ملک دوه، دوه؛ خو نور احمد او مجیب  یوـ‌یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړای او په ۴۲.۱ اوورنو کې یې ټوله لوبډله په ۱۹۱ منډو وسوځېده.

تر دې وړاندې بیا لومړۍ لوبه افغان لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر ګټلې وه.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې به د چهارشنبې په ورځ خپله درېیمه لوبه ترسره کړي.