- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- شهسوار سنګروال
- 1246
ډېر لرغونپوهان په دې اند دي چې ؛تاریخ په افسانه؛ کې دی. ښایي موخه ترې دا وي هغه مهال چې لیک او لوست نه وو ، نو ځنې ټولنیز ې پېښې او انګېرنې سینه په سینه ، خوله په خوله له یوه پښت نه بل پښت ته د کیسو او افسانو په بڼه ویل کېدې.
له تاریخ نه پخوا پېر ته که سترګې ښکاره کړو ډېرې تاریخي ډوله پېښې د نښو نښانو له مخې او یا د کیسو او افسانو په بڼه کښل شوي دي چې ښایي تاریخي انځور یې په بشپړه توګه نه وي کښلی او تت وي ولې بیا هم تاریخي توکي یې د پامه نه شو غورځولی .
لکه څنګه چې انترپالوجستانو (وګړپوهانو) ، سوسیالوجستانو (ټولنپوهانو) ، اتنالوجستانو (توکمپوهانو) او ارکیالوجستانو (لرغونپوهانو) په بشپړه توګه دا خبره نه ده سپینه کړې چې لومړنۍ انساني ټولنه څرنګه او چېرته مینځ ته راغله ؟ دا رنګه د کیسو او افسانو روایتونه او داستانونه هم چې کله او چېرته کښل شوي دي تت بریښي ، ځکه چې کیسې او افسانې له ټولنیز ژوند سره یو ځای زېږیدلي دي .
په نړیوال ادبي ډګر کې تر اوسه چې کوم لرغوني ادبي اثار تر لاسه شوي دي او ډېر څېړونکي یې د نړۍ شهکار ګڼي هغه د ؛هومر Homer؛ لیکنې دي. د تاریخ پلار هېرودت د لرغوني یونان د دغه ستر شاعر په اړه ویلي دي چې ړوند هومر له زیږدي نه ۹ پېړۍ (۹ ق م) د مخه زېږېدلی دی او له دغه نامتو او پیاوړي شاعر څخه دوه مهم اثار پاتې دي چې د ؛ایلیاد؛ او ؛اودنیسه؛ په نوم یادیږي ادب پوهان وایي: دا لیکنې په نړیوال ادبي بهیر کې اوس هم د یوې لرغونې شتمنۍ په توګه د پام وړ دي.
یونانیان څه چې د نړۍ لوستي اوس هم دغه ستر شاعر د ادب د نړۍ اسمان بولي . ولې دغه خبره هم په ځغرده نشو ویلی چې دا د نړۍ لومړی شاعر او لیکوال وي. ښایي چې له نوموړي نه پخوا هم ډېر لیکوال او شاعران تېر شوي وي خو له بده مرغه زموږ په واک کې داسې څه نشته چې د هومر په څېر پرې وویاړو.
لږتر لږه د هومر نه پنځه سوه کاله (۵ ق م) وروسته په لرغوني یونان د اتن په ښار کې یو شمېر داسې کیسې ، افسانې او ډرامې وکښل شوې چې د چا خبره اوسنی بشریت ورته اوس هم ګوته په خوله دي .
ځنې څېړونکي لا دا خبره هم کوي چې ؛په دې عصر کې دومره ستر لیکوال تېر شوي دي چې یوازې د انګلستان شکسپیر او د فرانس ؛راسین؛ له هغو سره سیالي کولی شي.؛(۱)
له دېنه سربېره د لرغوني یونان نورو لیکوالو هم ډېر ې کیسې او تیاتري ډوله افسانې او ډرامې لیکلي دي چې ؛ایسکلیس؛ (۴۵۶- ۵۲۵ مخزیږدي) ، سوفوکلیز (۴۵۶- ۴۹۶ م ز) او ؛یورپیدیس؛ (۴۰۶- ۴۸۰ م ز) د بېلګې په توګه یادولی شو.
د یادو شو درې تنو په لړ کې یوازې ؛سوفوکلیز؛ په ډراماتیکو اثار او داستاني ادبیاتو کې شل واره لومړۍ درجه ادبي جایزه ګټلې ده.
د لرغوني یونان په ادبي او هنري تاریخ کې دا رنګه نورې ادبي څېرې هم پېژنو چې ډراماتیکو او داستاني ادبیاتو ته یې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. راواخله ؛آشیلوس؛ او ؛ارستوفانس؛ چې یوازې آشیلوس ؛۹۰؛ نوي داستاني او ډراماتیک اثار کښلي دي په دې لړکې ۱۳ دیارلس اثارو یې لومړیۍ درجه ادبي جایزه وګټله او د سرو زرو جوغه یې تر لاسه کړه.
د ډرامې تاریخ او فن په کتاب کې راغلي چې په دغه مهال یوه داستاني لیکنه چې بیا د ډرامې په بڼه ستېج کړای شوه ؛سکایي لس؛ لیکلې ده چې سر لیک وو ؛سپلي اینټ؛ چې د آټن په ښار کې نندارې ته وړاندې شوه..... له دې پرته دغه کتاب کې هم دا لولو چې لومړنی لوبغاړی ؛تس پیس؛ نومېده چې د هغه مهال د ډرامې او تیاتر وتلی لوبغاړی وو چې په تمثلي لوبو او ډرامو کې به یې په فعاله توګه برخه اخسته .؛(۲)
که د یونان نه را تېر شو نو په لرغوني روم کې هم د داستاني ادبیاتو په اړه لیکنې شوې دي ولې په داستاني ادبیاتو کې کوم هېواد چې ډېر مشهور وو هغه د مصر لرغونی هېواد وو چې عقاب خټک د هغه وخت داستاني ادبیات د ؛ناټک؛ په نوم یوه لیکنه کې له مخزیږدي نه درې زره کاله د مخه په ګوته کړي دي چې ګنې په لرغوني مصر کې له اوس نه پنځه زره کاله د مخه داستاني لیکنې ستېج شوي دي.
که چېرې له لرغوني یونان ، مصر ، روم، اسپانیا ، انګلستان او فرانسې نه را واوړو نو په لر غوني هند اوچین کې د سنتي داستاني ادبیاتو تاریخ د پام وړ دی . خو کوم څه چې زموږ په واک د داستاني ادبیاتو تاریخ راکړي دي هغه دې د هند په خاوره کې د ؛سنسکرت؛ په ژبه لیکل شوي داستاني ادبیات او ډرامې دي چې موږ د هغې زمانې نامتو لیکوال ؛کالیداس؛ یادولی شو چې د ؛شکتلا؛ په نوم داستاني اثر یې د ډېرې ستاینې وړ دی چې بیا د تیاتر او ډرامې په بڼه ستېج کړای شو.
په دغه اریایي ټاټوبي کې نور لیکوال هم پېژنو چې اشوکهوس، بهاس، شوداک ، سومل ، هرش ،بهوبهوتی، او وشواکهاوت د ساري په توګه یادولی شو چې د داستاني ادبیاتو تاریخ پرې ویاړي . خو لکه څنګه چې د دغو ویاړونو پیل نا څرګند دی دارنګه به د پای ویاړونه هم تر هغه نا څرګند وي تر هغې چې انساني ټولنه وي.