په بلخ کې ۴۰ ځوانانو پر پښتو لیکل زده کړل


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ضمیر سار
  • 1177

د بلخ ادبي خوځښت د (پښتو لیکل- د لیکلو د ارونو ښوونیزه لړۍ) په پای غونډه کې شاوخوا ۴۰ بلخ مېشتو ځوانانو (نجونو او هلکانو) ته د ليکوالۍ پر سندونو سربېره ۴۰ کتابونه د ژباړې په موخه وروسپارل.
په دغه غونډه کې، چې نن د غبرګولي په ۲۸مه، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه، د بلخ ولایت د مشرانو او ځوانانو سربېره د هېواد ستر لیکوال استاد اصف صمیم او د کابل پوهنتون د علومو اکاډمۍ غړیو استاد عبدالقیوم زاهد مشواڼی او سید نظیم سیدي، د پکتیا د اطلاعات او کلتور ريیس او د مدني ټولنو استازو برخه اخیستې وه.
د غونډې په ترڅ کې د استادانو د ارزوونکو ویناوو تر څنګ د سیمینار د څلورو ګډونوالو (دوه هلکان او دوو نجونو) له خوا لنډکۍ کیسې ولوستل شوې او په پای کې د اسنادونو سربېره هر ګډونوال ته د ژباړې له پاره یو یو کتاب ورکړل شو.
ویل کېږي، چې دغه ډېری رواني، تاریخي او کیسه ییز کتابونه به په راتلونکو شپږو میاشتو کې ژباړل کېږي.
د بلخ ادبي خوځښت غړي او ددغې پروژې مسوول بریالي جلالزي سیمینار ارزښتناکه وباله او زیاته يې کړه، چې دا د شمال په تاریخ کې د پښتو د ودې لومړۍ هڅه ده. 
د نوموړي په وینا دغه سیمینار څلور میاشتې وړاندې په افغانستان کې د المان د کلتوري هڅو مرکز (ګویته انسټیټوټ) له خوا په مالي مرسته جوړ شوی و.
نوموړي وویل، چې تر دې وړاندې نه حکومت او نه هم نورو کلتوري او ټولنیزو موسسو د بلخ ادبي خوځښت لاسنیوی کړی دی.
د نوموړي په وینا سيمینار په اونۍ کې يوه ورځ و، چې په پاتو ورځو کې يې ګډونوال د ځینو کيسه ییزو کتابونو لوستلو او د کورنیو دندو ترسره کولو ته هڅول. ‎
جلالزي وويل، چې د سیمینار په ترڅ کې ځوانانو د لنډو کیسو د لیکلو تر څنګ د ژباړې مهارتونه هم زده کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد خوځښت په پام کې لري، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د سیمینار د ګډونوالو ژباړې او د لنډو کیسو کتابونه یو ځای له چاپه راوباسي.
د پښتو ادب استاد محمد اصف صميم پژواك خبري اژانس ته وويل، چې بلخ ادبي خوځښت د پښتو ژبې د ودې لپاره په سمو لارو روان دی.
نوموړي د قلم پر سهي کارونې تاکید وکړ او یاته يې کړه، چې همدا قلم د ولسونو فکرونه او ذهنونه اړوي.
استاد صمیم وویل، چې د ليکوالۍ همدا لړۍ ښايي دوام وکړي او هر ګډونوال د نورو ځوانانو د روزنې لپاره خپلې هڅې وکړي.
د کابل د علومو اکاډمۍ غړی او ځوان لیکوال سید نظیم سیدي، چې د یاد سیمینار د لومړۍ ورځې تدریس يې کړی و وویل: ((د سیمینار ګډونوال په لومړۍ ورځ د یوې جملې د لیکلو وس نه درلود؛ خو اوس د لنډو کیسو پر لیکلو بريالي شوي دي.))
نوموړي زیاته کړه، چې په شمال کې د بلخ ادبي خوځښت هڅو ته یې تمې پیدا شوي دي.
د پښتو د لیکلو د ارونو ښوونیز سیمینار ګډونوال بیا د لیکوالۍ د پراختیا سربېره د ژبې د لا زیاتو خدمتونو ژمنه کوي.
د مزار شریف ښار اوسېدونکې او د مېرمن کلتوري او ټولنیز بهیر غړې لیلا ساپۍ، چې په غونډه کې یې د (مورنۍ ژبې) تر سرلیک لاندې لنډه کۍ کیسه ولوستله، وویل: ((زه خو ايله اوس پوی شوم، چې پښتنه یمه.))
نوموړي زیاته کړه، چې د سیمینار په ترڅ کې د لیکوالۍ تر څنګ له خپلې مورنۍ ژبې سره يې مینه زیاته شوه.
لیلا زیاته کړه: ((په غیر پښتني چاپېریال کې مې نږدې خپله مورنۍ ژبه له لاسه ورکړې وه؛ خو ښه وشو، د بلخ ادبي خوځښت په مرسته مې پر خپلې مورنۍ ژبې د لیکلو چل هم زده کړه.))
نوموړې ژمنه وکړه، چې تر خپل وسه به د پښتو ژبې د لیکلو او ژباړلو په برخه کې کار کوي.
بلخ ادبي خوځښت له تېرو شپږو کلونو راهیسې د بلخ او ګاونډیو ولایتونو په کچه ادبي او کلتوري هڅې پیل کړي دي، چې په دې وروستیو کې یې ښوونیزې هڅې ګړندۍ شوې دي.
خوځښت د روان کال د غويي په ۲مه د ((راځئ! چې سبق ووایو)) تر نامه لاندې یو علمي سیمینار جوړ کړ، چې د بلخ او شاوخوا ولایتونو زیات شمېر مشرانو او ځوانانو په کې ګډون کړی و.
په دغه یو ورځيني سیمینار کې د هېواد د تکړه لیکوالانو تر څنګ بلخ مېشتو فرهنګیانو هم علمي مقالې ولوستې.‎