د ناټو غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزيران وايي، د روانو شرايطو له امله يې له افغان چارواکو سره خپلې ټولې مرستې ځنډولې دي.
د یاد سازمان غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو افغانستان کې پر ټولو خواوو غږ کړی، چې د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره دې کار وکړي او زیاته کړې یې ده، هر راتلونکی حکومت بايد نړيوالو مکلفيتونو ته غاړه کېږدي.
دې سازمان په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په نوي حکومت کې باید ټول خپل ځانونه وویني او په خبره یې، چې افغانستان نهباید د ترهګرو لپاره د خوندي پټن ځای په توګه وکارول شي.
ورتهمهال په خبر پاڼه کې د حامد کرزي په نړۍوال هوایي ډګر کې وروستیو ګډوډیو ته هم اشاره شوې او ویلي یې دي، چې طالبان باید له کابله د بهرنيو وګړیو او هغو افغانانو ته چې غواړي له دې هېواده ووځي، د وتلو اجازه ورکړي.
ناټو ټینګار کړی، چې اوسنۍ دنده یې دا ده، څو خپل وګړي او هغه کسان چې له ګواښ سره مخ دي له افغانستانه وباسي.