بدخشان کې د غر ښویېدو له امله څلور کسان مړه شوي

بدخشان کې د غر ښویېدو له امله څلور کسان مړه شوي


  • 2 کاله دمخه (17/05/2022)
  • سمسور
  • 799

سمسور(۲۷غوایی۱۴۰۱) د بدخشان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د غر ښویېدو له امله څلور کسان مړه شوي دي. 

بدخشان کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي نن سه شنبه ځایي رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه تیره ورځ د یادې ولسوالۍ په «شولر پایان» سیمه کې رامنځته شوې ده.

دی همداراز وایي، چې یاد کسان د یوه غره لمن کې د سرو زرو پر چاڼ لګیا وو، چې غر پرې ښويېدلی او ترې لاندې شوې دي.

د دغې پېښې له امله مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي. 

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم په بدخشان کې ورته پېښې رامنځته شوي، چې د دغه ولایت د اوسېدونکو ژوند یې اخیستی او یو‌ شمېر یې ژوبل کړي هم دي.