- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- رفيع الله روشن
- 1123
ويل کېږي چې د روانې مياشتې په نيمايي کې به له افغانستان څخه د بهرنيو و سلوالو ځواکونو وتل په تدريجي ډول پيل شي،خوتر اوسه پورې لا دايوه تمه ده ، يقيني او عملي شوې نده، ولې چې له دې پخواهم په کراتو، کراتو داسې اودې ته ورته ژمنې شوې دي ژمنې شوې دي ، خو د پوره کولو لپاره يې د اقدام کولو کوم څوک پيدانشو.
امريکايي حکومت او په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونوتل افغانانوته خوښيو وعدې ورکړي دي،هروخت اوهرکله يې ويلي چې دوى به هرکار دافغان دولت او ولس په زړه کوي،هرکله چې عمليات کوي نو د افغان امنيتي ځواکونوپه ګډون به يې کوي او بغير دهغوى له شتون څخه به هېڅ راز عمليات ونکړي، خو پايله يې څه شوې ده، يواځې غم،مرګونه،افغان وژنې،دکورونوخپلسرې تلاشۍ،په کوروکې دناستوباعزته افغان مېرمنو بې عزتي،په سپيو داړل،له ځانه سره دبې ګناه ملکي خلکو وړل،بې له کوم جرم څخه هغوى په شخصي بنديخانوکې په مياشتو اوکلونوساتل.
ډېرې وعدې يې وکړې چې دافغان ولس لپاره به امنيت برابرکړي، خو نتيجه يې داشوه چې پخپله يې د افغانانو کورونوکې تل د اور لمبې بلې کړي او مظلوم افغانان يې پکې درولي دي،ډېرې ژمنې وشوې چې په جنګ ځپلي هېواد (افغانستان ) کې به د بيا رغاونې په برخه کې ګړندۍ هڅې وشي، خو پايله يې داشوه چې هغوى خو له دې بې وزلو څخه ددوى هغه له خځلو او ګياوو څخه جوړې کوډلې هم وسېزلې ددوى دخټو څخه جوړې کنډوالې يې هم ورړنګې کړې، ډېرې ژمنې وشوې،چې په دې تورتم هېوادکې به د علم او معارف ډيوه روښانه کړي، او دنجونو او هلکانو لپاره به د تعليم او تحصيل زمينه برابره کړي، خو څه وشول، بيايې د طالب او القاعده په نوم د انقلاب له ښکېلاکګرو څخه راپاتې ښوونځي چې که دېوالونه يې وو، دروازه به يې نه وه ،که دروازه به يې وه نو بام به يې نه وو،که دادواړه به وو نو صنفونه او اطاقونه به يې نلرل وسېزل ،بمونه يې ورته کېښودل، خو نوم دطالب او القاعده پکې بد شو،ولې لس کاله پخوا په افغانستان کې ښوونځي نه سوځول کېدل،که دوى په رښتيا هم رښتوني وي چې داکارونه د طالبانو او مخالفينو دي، چې هغوى د نجونو له تعليم او ښوونځيوته له ورتګ سره مخالفت کوي،او دنجونو په نوم ښوونځي يې ورته ړنګ کړي ،اوسېزلي ،خوموږ ګورو او وينو چې يواځې دنجوونو نه بلکې د هلکانو ښوونځي هم په بمونو والوزول شول، مدرسې هم والوځول شوې،که دا دطالبانوکارو ي نو طالبان خو مدرسې او جوماتونه هېڅکله نه ړنګوي،ولې بيا په افغانستان کې سوځول کېږي اوله منځه وړل کېږي؟
داوو په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو مرستې او همکاري چې په خپله لس کلنه دوره کې يې له دې هېواد والوسره يې وکړې، که چېرې افغانستان په داسې خدمت کولو جوړېداى او يا جوړېږي نوبياخو همداسې وران ښه دى هېڅ ضرورت نشته چې کار پکې وشي، ولې چې جنګ هېڅکله هم ابادي او ښېرازي له ځانسره نلري،يواځې او يواځې ګډوډي او ورانى.
ددې ځورېدلو او کړېدليو پرګنو په شونډوهېڅکله هم موسکا ونه ليدل شوه،تل يې دغم او ويرټغر ونه په کورونوکې غوړېدلي وي نو ر دوى هم حيران دي ،لارې ورځنې ورکې دي، چې ترڅوبه يې په دې ټپي ټپي هېوادکې اورونه بل وي، ژبغړاندې لمبې به کوي، اوله مخې به پکې وريتېږي، خوبياهم اميد لري او نا اميده نه دي، داچې اوس د يوې بلې ژمنې وخت مخ په پوره کېدو کې دى نو خداى دې وکړي چې، داژمنه له تېرو څخه متفاوته او کاملاً بله بڼه ولري،او په پوره کولوکې يې لکه څرنګه چې خبرونوکې ويل کېږي اقدام وشي، دافغانستان د ماليې پخوانى وزير او دافغانستان دامنيتي چارو دانتقال د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي چې له افغانستان څخه به د بهرنيو ځواکونوپه وتلوکې هېڅ ډول خنډ او مانع واقع نشي اوهېڅ څوک به يې ونه ځنډوي ، او دبهرنيو ځواکونو دانتقال پروسه يوه جدي پروسه ده .هغه چې په افغانستان کې ديولوړ فکر خاوند بلل کېږي، وايي کومې سيمې چې اعلان يې شوى چې په لومړيوکې به افغان امنيتي ځواکونوته وسپارل شي،په خوراخوښۍ سره به افغان امنيتي ځواکونه ورته لبيک ووايي او هغوى دخپل هېواد هېوادوالواو خاورې ساتلو ته هروخت اوپه هرحال کې چمتو دي، نور نو موږ بهرنيوته ددې موقع نه ورکوو چې دلته د پاتې کېدو بهانه ولري.
ډاکټراشرف غني احمدزي وويل ((يو شى بايد په زغرده وويل شي،دځواک لېږد،د قدرت دانتقال هغه پړاوته ورته والى نه لري چې دډاکټر نجيب الله د حکومت په وخت کې شوى و او خلک بايد له دې درکه اندېښنه ونه لري.))
که چېرې په رښتياسره هم د بهرنيو وتلوپروسه لکه څرنګه چې وړاندوينې کېږي پرمخ ولاړه شي نو هېواد وال به مو دارام ساه واخلي، يو ازاد اوخپلواک ژوندبه له سره پيل کړي.
ديوه هوساه ارام اوخپلواک افغانستان په هيله