دا کابل دی، غږونه اوغوږونه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 1148

 مازیګر مهال د کابل لوېدیز لور ته د یوې تلویزیونې مرکې له پاره روان وم. دهمزنګ ته چې نېږدې شوم، لمر د میرویس میدان پر سړک را ته مخامخ ولاړ و. د دهمزنګ په څلور لارې کې د مازیګري په زېړبخنه رڼا کې راڅخه د عبدالوکیل خان څلی ورک شو. پر ځای یې د بوډۍ د ټال په رنګ یو ستر تجیر راښکاره شو. څلور لارې ته چې ورسېدم نو ایله پوه شوم چې د څلي له سره د څلورلارې تر کټارو پورې په لسګونو مزي غزېدلي وو او سرې، شنې، زېړې، زرغونې د پلاستیک مثلثي ټوټې پرې راځړېدلې وې. پوه نه شوم چې دا ټول د څه له پاره وو.

دوه درې ورځې وروسته چې له مکروریانو د ښار پر لور روان وم، د شېردروازې د غره پر څنډه، هغه ځای چې نورنو د زورآباد پر کورونو دغره سر ته په ختلو کې سالنډی لګېږي، له وروستیو ودانیو لږ بره، په سپین لیک لیکل شوي وو «یا مهدي». پر سبا، یا پر بل سبا یې د کابل شاهانو د وخت دېواله ته څېرمه لیکل شوي وو «یا مولا». اوس مې نو ایله فکر کار وکړ. د برات د میاشتې نیمایي ده، په پینځلسمه یې، چې یو مهال زموږ د کلي پېغلو پینځلسی لمانځه، امام محمد بن حسن عسکري، چې په امام مهدي مشهور دی او د دولس امامي شیعیانو دولسم امام دی، زېږېدلی دی.
د عاشورا په ورځو کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د واټونو پر سر په تورو ټوکرانو پوښل شوې دروازې جوړېږي چې اوس د کابل خلکو ته بېخي عادي ښکاري. د سنبلې پر اتلسمه د کابل ښاریان، که وغواړي چې د رسمي رخصتۍ له برکته په ښار کې وګرزي نو له ګڼو ترافیکي ستونزو سره به مخ شي. پر دې ورځ، چې د احمدشاه مسعود د وژل کېدو ورځ ده، په سلګونو موټرونه، چې په هریو کې د اصلي ظرفیت دوه، درې برابره کسان - تور بیرغونه په لاس - سپاره وي، په واټونو کې په ډېره چټکۍ ځي راځي او د ښار لارې او کوڅې د ښاریانو له واکه وباسي. دې ته ورته مراسم د کال په نورو ورځو کې هم تر سره کېږي. د شېردروازې پرغره د «مهدي» او «مولا» د مبارک یاد دغه سپینې نخښې د ورته کړنو یوه بله بېلګه ده.
د طالبانو د رژیم تر ړنګېدلو وروسته، د بیان ازادي د نوي نظام ستره لاسته راوړنه بلل کېږي. د سیاسي او ټولنیزو غوښتنو له پاره لاریونونه، د اقلیتونو له خوا ټولو ته د خپل غږ اورول، په خورا شور او ځوږ د راز راز شهیدانو او قهرمانانو لمانځل د دیموکراسۍ په فضا کې یوه طبیعي چاره ده خو پر ټولو د خپلو عقایدو، سیاسي نظرونو او تمایلاتو تحمیلول تر کومه د دیموکراسۍ له اصولو سره اړخ لګوي؟
که ريښتیا ووایم تر اوسه لا دې پوښتنې ته ځواب نه لرم. فکر کوم چې که هر څوک خپل عقاید او نظرونه په ازاد ډول ښکاره کړي او نور یې د یو حق په حیث وزغمي دا به د انساني ارزښتونو د غوړېدا له پاره ښه زمینه وي.
خو په کابل کې دغه د عقایدو او نظرونو څرګندول تر کومه ځایه د ټولو حق ګڼل کېږي؟ که د کابل، خوست یا جلال اباد هندوان او سکان خپل مذهبي مراسم کوڅو ته راوکاږي څوک به یې پرېږدي؟
کېدای شي چې هغه د پخوانیو انقلابیانو مقوله چې ویل یې «حق نه ورکول کېږي، حق اخیستل کېږي» اوس هم ریښتیا وي او د بیان او عقیدې ازادي یوازې هغو ته تامین شوې وي چې زور ورسره مل وي.