- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمدظاهر عادل
- 1144
دا ځل د خوځښت غونډه له تالار ه بهر پر ښکلي او شنه چمن په داېروي شکل وشوه.
د غونډې وياند عنایت الرحمن فیضان و. د تلاوت لپاره خوشحال درانی ته بلنه ورکړل شوه.
له تلاوت نه وروسته انورالحق یرغل د تېرې غونډې رپوټ واوروه .
وروسته ثناالله سلیم، چې د كره كتنې لپاره يې د خپل غزل د وړاندې كولو ژمنه كړې وه،خپل غزل واوروه.
مطلع :
داسې ژوند مې په کار نه دی ،چې ژړا وي
یوه ورځ نه خوشحالي وي نه خندا وي
یرغل وویل: د وزن او قافیې له مخې ښه دی،خو شاعر باید نورو ته هیله ورکړي، په دې بیت کې مایو سي ډیره ده .
عبدالصبور وطنوال وویل:کله،کله داسې هم کیدای شی.
رحمت الله حکیمي وویل: له مصدر نه فعلي صفت جوړ شوی ،ډیر خوندور دی ،خو مترادف مفهوم ترې اخیستل کیږي .
داد محمد ناوک وویل : زه د ملګرو نظریات تاییدوم .
اول بیت وو:
یتیمان مو په سلګو کې بابا غواړي
راته وایي چې بابا به مو کوم خوا وي
دراني وویل: ښه او روان بیت دی .
یرغل وویل: بیت په دی خوندور دی چی درد لري
اکاخیل وویل : که د (بابا) پر ځای (دادا) راشي نور هم ښه کیږي
ناوک وویل : وزن یې جوړدی، قافیه یې هم برابره ده .
دویم بیت وو:
کونډه هم په چــېــغــو، چـېــغــوباندی ژاړي
چې د یار زړه مې زخمي دی دا به چا وي
دراني وویل : د وزن او قافیې مشکل نه لري، خو له پورته بیت سره ورته والی لري.
وطنوال وویل: که د (کونډی ) پر ځای (پیغله ) راشي، ښه ده .
یرغل وویل : که دویمه مسره داسې شي ښه ده: (چی به یار می زخمي کړی په زړه چا وي ).
درېیم بیت:
بس دی نور دلته په دی دنیا کی تنګ یم
دا دنیا که راتــــه هر څـــومــــره زیــبـا وي
یرغل وویل : ښه او روان بیت دی خو مایوسي لري .
پرهر ګیله من وویل: شاعر باید په شعرونو کی نهیلي څرګند ه نه کړي،ځکه ګناه ده .
څلورم بیت:
یوه ویـنـا د سلیم واورﺉ ای عـلـمه !
ښکلي نه دي هغه واړه بې وفا وي
میرویس انتظار وویل : که په دی بیت کی د (یوه) په ځای (دا ) راشي ښه به وي
دراني بیا وویل : اوس د هر چا د خولې خبرې دي ،چی ښکلي وفا نه لري.
وروسته د شعر شاعرثناالله (سلیم) ته بلنه ورکړل شوه، (سلیم) له ټولو ملګرو څخه په مننې سره وويل دا زما لومړی غزل دی چی کره کتنې یې وړاندی کوم ، به ستاسوله نظرياتو به گټه واخلم .
بيا ميرويس انتظار خوځښتوال د ترنم په ټال وزنگول.
په وروستۍ برخه ازاده مشاعره وشوه،چې خوشحال دراني، اظهار خوشحال،پرهر ګیله من ،نوراغانوراني، ،عبدالصبور وطنوال، فریدالله اکاخيل، داد محمد ناوک،رحمت الله حکیمي،انورالحق یرغل،میرویس انتظار،ثناالله سلیم، عنایت الرحمن فیضان، فريدالله مشفق، اومحمد ظاهر عادل پکې خپل شعرونه وارول.
د غونډې د ارزونې لپاره د عالي دارالمعلمین استاد عبدالصبور وطنوال ته بلنه ورکړل شوه ،وظنوال غونډه ښه وارزوله او په راتلونکي کې یې هم کره کتنې ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دا غونډه د ١٣٩٢ لمريزكال د جوزا په درېیمه د تل بهار ننګرهار د اطلاعاتو او كولتور په رياست كې ماښام نېږدې د خوځښتوالو په مخه ښې سره پاى ته ورسېده.