وحید عمر مه ملامتوئ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • احسان الله نظري
  • 1204

 په وروستیو ورځو کې د ښاغلي وحید عمر پر ضد ډیری افغانانو لیکنې وکړې او د نوموړي له خوا د پراخ اداري او اخلاقي فساد په اړه یې سندونه او شواهد وړاندې کړل. وحید عمر چې د افغان ولسمشر د ویاند په توګه یې کار کاوه او د اداري او اخلاقي فساد په تور له دندې ګوښه شو بیا ډیر وخت پټ ښکاریده. ده هم د ځان لپاره دا ښه بلله چې موضوع یې خلکو ته افشا نه شي.

خو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له یوه داسې کاندید ټیم سره له یو ځای کیدو وروسته چې یوازې د حکومت په مټ د درغلیو لپاره یې ځان کاندید کړی دی، یو ځل بیا راښکاره شو. نوموړي فکر کاوه چې د یونیم کال په تیریدو سره به دده کارنامې د خلکوړ هیرې وي او دی به بیا په یوه نوې څیره ځان راڅرګند کړي.
نوموړی په تیرو کړنو سربیره خلک پر دې هم ملامتوي چې ولې له داسې ټیم سره یو ځای شوی چې ټول پوهیږي د درغلیو لپاره رامنځ ته شوی که نه هسې خو د بري یو فیص چانس هم نه لري. وحید عمر خلک په دې هم ملامتوي چې وتليو وطنپالو افغان سیاستوالو ته سپکاوی کوي. او په ډیره سپین سترګي سره د خلکو سترګو ته خاورې ورشیندي.
یو متل دی وایي (مرغان هغه سره کیني چې بڼکي یې سره یو شان وي) وحید عمر چې خپل ټول عمر یې په اداري او اخلاقي فساد کې تیر کړی دی د درغلیو په پایله کې د یوه داسې حکومت په تمه دی چې دی هر څه وکړي څوک څه ورته ونه وایي. او که بیا هم لکه تیر ځل بیا رسوا شي نو بیا یې هم پټاپټ له دندې ګوښه کړي او نور ورسره هیڅ حساب و کتاب ونه شي. لکه چې په یوه سند کې ویل شوي((...هغه وخت چې وحيد عمر د ولسمشر وياند و، د حکومت د رسنيو په مرکز کې يې د يوې سټديو د جوړولو لپاره اته لکه ډالر اخيستي وو. د دې ٨ لکو له جملې دوه لکه يې له شرکت سره قرارداد کړى و. شرکت بيا اتيا زره پر سټوډيو لګولې وې
د حکومت د رسنيو مرکز ته يې کرولا موټرې اخيستي وې، هر موټر يې په پنځه ځلوېښت زره ډالره حساب کړى و. د خپل کور د اشپزخانې د جوړولو لپاره يې د مقام د دفتر له رياست نه اتيا زره ډالره اخيستي و. 
په ارګ کې د دندې پرمهال يې هره مياشت شپاړس زره له ارګ نه اخيستې او اتلس زره يې د حکومت د رسنيو له مرکزه، چې د امريکا سفارت ورکولې.  همدا اوس په کابل کې شپېته زرې موټر لري، چې په کرايه يې ورکړې دي.
د دندې پرمهال به يې هره مياشت د ولسمشر له دفتره دېرش زره ډالر په دې پلمه اخيستل چې ژورناليستان پرې ونازوي، خو دا پيسې به يې هم په جېب کې اچولې. وحید عمر د خپل کار په وروستیو کې درۍ شوه زره امریکایي ډالر د رسنیو له مرکز څخه نغد چغد پخپل جیب کې واچول، کله چې کريم خرم د ولسمشر د دفتر رئيس شو، وحيد عمر يې د همدې پراخ فساد له امله له دندې ګوښه کړ. د هغه د فساد په اړه همدا اوس په رياست دفتر کې اسناد موجود دي... په کانټيننټال هوټل کې وحيد عمراو دده دوه نور خاص ملګري د شراب څښلو لپاره په ځمک تلي کې ځانګړی ځای لري.... په افغانستان کې لومړی همجنسباز او وحید عمر -- امريکې ته تښتيدلی سادت چې لومړۍ افغان ګې يا همجنس باز يي بللی شو، ډير وارې له وحيد عمر سره د ښار په پنځه ستوريزو هوټلونو کې د بهرنيو چارو وزارت د يو تن مهم کارکوونکي په ګډون ليدل شوي دي چې دوی به هلته خپلې کاتې سره کولې د امريکې ته تښتيدلي ګي يا همجنس باز او وحيد عمر اړيکې دومره سره نيږدې وې چې ډير وارې په کانټيننټال هوټل کې دواړه غيږ په غيږ خولو په خولو ليدل شوي دي او د ګې په همدې ډله کې څلور افغانان چې يو يي وتښتيد او درې يی لا هم په افغانستان کې دي شامل دي...)) پر نوموړي له آی ایس آی جاسوسي شبکې سره د تړاو تورونه هم و چې دده د ویاندې په وخت کې یې سندونه په یوه ویبپاڼه کې خپاره شول خو ده له واک څخه په ناوړې ګټې سره هغه لیکنه بیرته وایستله. خو له دې ټولو سره د فاسد حکومت غبرګون یوازې له دندې دده ګوښه کول و او نور هیڅ. هیچا ددغه پراخ اداري او اخلاقي فساد په اړه ترې ونه پوښتل.
دې او دې ته ورته خبرو ته په پام سره څه فکر کوئ چې وحید عمر اوس باید څوک وغواړي، معلومدار چې داسې چاته به کار کوي چې په درغلیو راشي او بیا د خپلې واکمني په ټوله موده کې درغلۍ وکړي، چې پخپله خیانت وکړي نو بل ته به ولې وایي چې خیانت مه کوه. وحید عمر همداسې یو حکومت غواړي. وحید عمر د نړیوال مفکر او ستر افغان انسانپوه او اقتصاد پوه  ډاکټر اشرف غني احمدزي حکومت هیڅکله نه غواړي ځکه دا ډول حکومت خو بیا له هر مفسد سره حساب کوي نو چې تر څو یې توان وي په افغانستان کې به د یوه قوي، ژمن، متخصص، متعهد او په دموکراتیکو او اسلامي او انساني اصولو ولاړ حکومت د منځ ته راتلو مخالفت کوي.
نو وحید عمر مه ملامتوئ.