- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سيدحسين پاچا
- 1099
که د کلام پاک سېځنه يوه گناه ده، نو د قضا ومحکمې پرته د يوې ښځې راايسارونه، وژنه او سېځنه بله گناه ده. د پېغمبر وکلام پاک په توهين وتکذيب، او د جومات په توهين وسوځونه کې څه فرق دی؟
د الله تعالی پېغمبر هېڅکله خپل دښمنان پخپل توهين وتکذيب نه دي وهلي، نه يې وژلی او نه يې سېځلي دي. د أبولهب او مېرمن په حق کې د ((لهب)) سورة نازل شو، خو د الله تعالی پېغمبر تل زغم کولو، نه يې خپله او نه صحابه وو ورسره کوم داسې سخت غبرگون کړی چې يا يې ووژني او يا يې وسيځي
له بهره به قضاوت سخت وي. اگر چې د کلام پاک سېځنه په عقيدوي وتوهيني لحاظ يو ناوړه عمل دی، خو که د څه مشکل، ساده توب، ناپوهۍ، هڅونې ولمسونې، عُقدې، ظلم، سياسي، اقتصادي او يا د رواني ستونزو له کبله وي، نو بيا هم احتياط په کار دی. په کار خو دا وه چې نوموړې مېرمن نيول شوی وای او پوليسو يا محکمې ته سپارل شوی وای، نه دا چې د حکومت، پوليسو او د محکمې په شتون کې خلک خپله فيصله وکړي او له وژلو وروسته يې وسېځي. انسان اشرف المخلوقات دی او د اور سېځنه يې هم حرامه ده، ولو که هر څوک وي. يو ناوړه عمل پر بل ناوړه عمل باندې مجرای کېدای نه شي.
درست ده چې زموږ خلک زيات عقيدتمند خلک دي او پرته له شکه چې شعاير او مقدسات ورته له هر څه نه زيات ارزښت او درناوی لري، خو د قانون، اسلام وشريعت غوښتنه دا وه چې نوموړې بايد نيول شوی او پوليسو ته سپارل شوی وای او محکمې دا مساله تعقيب کړی وای. نه دا چې د خلکو له لورې ورته سزا ورکړل شوی وای. د قضا ومحکمې له پرېکړې پرته د هېچا وژل جايز نه دي، ولو که هر څوک وي. قانون ته نه درناوی خپله يو جُرم دی. که خدای مه کړه دا ښځه څه رواني ستونزه ولري، نو بيا خو مساله نوره هم پېچلې کيږي. په کار خو دا وه چې لومړی يې ورثه وو، بيا گاونډ او حکومت يا د روغتيايي چارو پورې اړوند مقاماتو يې غم خوړلی وای.
خدای مه کړه کومه سياسي انگېزه ونه لري. ځکه چې غني او عبدالله دواړه بهرنی سفر په مخ کې لري او د ښاغلي غني د بې اعتباره کولو، ښځينه وبشري حقوقو او هم قانون ته نه درناوی، مصوونيت او هم د سولې هڅو ته د ناکامولو يوه هڅه وي. په هره توگه احتياط په کار دی. ولې د حکومت او د قانون په شتون کې له چا سره دغسې سلوک وشي؟ که خلکو وژل او سوځول کولی شول، نو دا يې هم کولی شول چې ويې نيسي او پوليسو ته يې حوالی کړی وای. حکومت او اداره پخپلو وجايبو کې پاتې ده.
که کلام پاک زوړ او له کاره وتلی وي، نو ښه دا ده چې جومات ته راوړل شي. د جومات امام او کمېټه يې بايد په حق کې تصميم ونيسي. د نه پوهاوي په صورت کې ځينې ناوړه پېښې ترسره کيږي چې بايد مخنيوی يې وشي. له بده مرغه چې موږ خپل احساسات قابو (کنترولولی) کولی نه شو.
د بېلگې په توگه ابراهيم عليه السلام خپل پلار اذر په رجم يعنې کاڼو ايشتلو او له کوره شړلو تهديد کړ، بلکې رخصت يې ورکړ چې نور له کوره ځه. هغه مبارک ټول بوتان مات کړل او يو ته يې تبر په لاس کې ورکړ، خو نه يې پلار په کاڼو ويشت، نه يې ووژلو او نه يې تهديد او کومه سخته خبره ورته وکړه. تل يې په درنو الفاظو ((يا ابت)) يادولو. له دې سره سره يې ورته له الله تعالی نه د بښنې غوښتنه وکړه.
کله چې هغه مبارک ته پته ولگېده چې پلار يې ازلي بدبخته دی او له شرک نه - نه اوړي. سلوک يې هم ورسره ښه نه دی. پلاره هم وگواښه او هم يې ورته له کوره رخصت ورکړ او هم د بښنې په هکله د الله تعالی له لورې ځواب شو چې الله تعالی هېڅکله شرک نه بښي، نو بيا يې د هجرت نيت وکړ او کور يې پرېښووه. دی خو ځوان وو، خو الله تعالی د کور، مېرمن او اود اولادونو څښتن کړ. الله تعالی ورته په بدل کې اسحاق عليه السلام، يعقوب عليه السلام او د هغه اولاده ورته ورکړه. علماء دا وايی چې الله تعالی ابراهيم عليه السلام ته د هغه د توحيد، عبادت او ربوبيت پالنه کې اسحاق عليه السلام ورته په مزدورۍ ((تنخواه / معاش)) کې ورکړ، يعقوب عليه السلام يې ورته په بونس يعنې انعام کې ورکړ او د هغه بچيان يې ورته په سرباري يا زياتي ښېگڼه کې ورکړل چې هغه يې هم ورته انبياء وگرځول.
الله تعالی په حقيقت کې ځينې انبياء عليهم الصلام والسلام تنها په ((دعوت)) مکلف کړي، لکه زکريا وعيسی عليهما الصلاة والسلام، ځينې يې په ((دعوت او هجرت)) مکلف کړي، لکه ابراهيم وموسی عليهما الصلاة و والسلام او ځينې يې په درېواړو يعنې ((دعوت، هجرت او جهاد)) مکلف کړي، لکه محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم. ولې ((دعوت)) ته درناوی نه کوو؟ هېڅ يو پېغمبر لومړی پر ((جهاد)) نه دی مکلف، تر څو چې ((دعوت)) يې نه وي چلولی او ((هجرت)) يې نه وي کړی. د بېلگې په توگه نوح عليه السلام ۹۵۰ کاله دعوت وچلولو او خلکو به پرې ملنډې وهلې او هغه به زغم کولو چې بالاخره مجبور شو او سوال وکړ او له سوال سره ټوله نړۍ تباه شوه. دېته ورته نورې بېلگې واخله.
له بده مرغه چې موږ خپله لومړنۍ دنده ((دعوت)) پرېښې او وروستۍ خبره مو راټينگه کړې ده چې هغه هم له قانون او اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري. احساسات بايد کنترول او له زغمه کار واخېستل شي. د ((يأمرون بالمعروف وينهون عن المنکر)) حکم موږ بالکل شاته کړی. زغم مو هېر کړی او احساسات مو رامخته کړي دي. په داسې حال کې چې احساساتو ته نه په قانون او نه ورته په اسلامي ارزښتونو کې ځای شته. په بله مانا کلام پاک مو زغم ته رابولي نه احساساتو ته.