- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ايمل هدايي
- 1103
دا ډېره ګرانه ده چې د ولسواکي په اړه هر څه دې په دې کوچنۍ مقاله کې را لنډ شي، ځکه نو یوازې هغه برخې دلته پکې را نغښتل شوې چې د اړوندې موضوع له ښې روښانتیا سره اړخ لګوي.
د دې مقالې د لیکلو موخه د افغانستان د روان سیاسي ناورین او ګډوډي لاملونه او ورڅخه د وتلو رغنده، کره او یوازېنۍ لاره څېړل دي.
د دې تر څنګ په ټوله کې له ولسواکې سره د ولس نه بلدتیا او له غوښتنو سره یې د برابر نه تلو له امله څنګه دغه کړکېچ لا پسې ډېرېدای او لانجمن کېدای شي.
د هر څه په څېر په واګیځ نظام کې هم یوې طبیعي پروسې ته اړتیا وي او د وخت او ماغزو له خوځښت او بیا چمتوالي سره سم هر څه په نورماله توګه اوړي او یو په بل پسې نويو پړاونو ته ننوځي.
د نړۍ سیاسي تاریخ شاهد دی چې د وخت هره شاهي او ټولواکې د خپلو ولسونو له خوا ړنګه شوې او یا یې هم واک له ولس سره په ګډولو لنډ شوی.
په دې توګه یې ورو ورو پر ځای نوي او د نن ورځې پرمختللي دولتي سیسټمونه منځ ته راغلي چې ښې بېلګې یې د غربي او درېيمې نړۍ د ځینو هېوادونو حکومتونه ښودلای شو.
له ښه مرغه افغانستان ته هم له تېرې یوې لسیزې را په دې خوا یو ډول د ولسواکي راغلی، خو له بده مرغه د ټولنیز جوړښت هيڅ بنسټ مو نه دی ورته چمتو تر څو موږ ډاډه وو اوسو چې د خیر او ښېګڼې په لوري مو مزل دی.
سټیورټ مایل د ولسواکي د بریالي کېدنې په برخه کې لاندېني ځینې اړین شرطونه ږدي؛
لومړی، ډېموکراسي په داسې یوه ټولنه کې د کار وړ نه ده چېرته چې ولس ته قانون او سړیتوب هیڅ ارزښت و نه لري.
دويم، چېرته چې ولس بېتوپیره او نالوستی وي.
درېیم، چېرته چې سمهییزو او ډلهییزو ګټو ته تر ملي ګټو لومړيتوب ورکول کېږي. څلورم، چېرته چې خپلځاني ګټې تر هر څه ړومبۍ وي.
پنځم، چېرته چې واکمنه ډله ناپوهه او بېوړه وي.
شپږم، چېرته چې پر نورو د واک کولو هیله د یوه ځانګړي (فرد) تر خپلواکي ډېره غښتلې وي.
زموږ ټولنې په پورتنیو یادو شرطونو کې یو هم نه دی بشپړ کړی او که ځینې ارزښونه مو یو مهال درلودلي، هغه هم د تېرو کورنیو جګړو تودې څپېړې راڅخه اخیستي دي.
سربېره په دې جنګسالاري، مذهبي بنسټپالنه او د سیاست د نوم بدېدلو په څېر بدمرغۍ لا سرباري ورسره لرو، نو څنګه به شوني وې چې د ډېموکراسي پرمختللي موډلونه دې دلته دومره خوندور او هوسا پلي شي لکه څومره چې زموږ ځینې خلکو اټکل کړي ده.
په افغانستان کې نن ورځ موږ د ځینو بې بنسټه، ناوړه او کرغېړنو نظریاتو د خپرېدو له توسنه، د یوې ښې ولسي ټولنې د جوړښتونو ارزښتونه له لاسه ورکړي.
د پيټریارک (مردسالاري) انګېزه خو تر پخوا لا نوره مزې شوې. د ښځینه وګړو په مخ کې چې زموږ د هېواد نیم نفوس جوړوي، دومره لوی او بېځایه پټمونه اچول شوي چې له هغو څخه یې را پورېوتنه یوه ستره ستونزه وګرځي او په ډېرې سختۍ سره توانېږې تر څو د یوې ښې او اغېزمنې ښاري په توګه د خپلې برخې ونډه واخلي.
د مذهبي کړیو لویه برخه مو له اسلام څخه د ناسم اند اخیستلو له امله تل له ساینسي زدهکړو څخه د ولس لیارې ورکږوي او په دې برخه کې یې د هیڅ ډول ملاتړ او هڅونې کار نه کوي.
له دې هر څه ور په ها خوا ستره بدمرغي دا ده چې خلکو ته د سیاست د نوم زښت بدرنګه او چټل انځور ور ښودل شوی.
په برغو (عام) ولس کې د سیاست توری بشپړ بېل اند لري. ګوا کله چې یو څوک غواړي ووايي، له پلاني کس سره مې سخت چل یا دروه وکړه، نو وايي سخت سیاست مې ورسره وکړ.
که چېرته کوم کس د ډېرې ټګي له امله په کلانکاري او غوره کې ناست وو، نو خلک ورپوري وايي چې پلانی کس ډېر په سیاست کې ناست وو.
کله کله خو لا اورېدل کېږي چې ځه ورک شه پر ما باندې دې سیاست (پټکې) مه کوه. کله چې په یوه ټولنه کې د ولسواکي زېږوونکی سیاست دومره رنګ بدی وي، نو څرګنده ده چې ولسواکي خو به لا نوره هم رنګ بدې وي.
په داسې یوه ډول سره د سیاست د نوم بدېدل خپل سري او پلان شوي غبرګ لاملونه لري او که په هم دې توګه دوام ومومي، د هېوادنیو جوړښتونو هر مزی غوڅوي.
همدې یادو ټکو ته په کتو سره زموږ د ولس ګڼه برخه په دې باوري ده چې په افغانستان کې ولسواکي کار او ګټوره پایله نه شي ورکولای.
ځینې وايي، هماغه ظاهرشاهي ډېره ښه وه، ځینې وايي چې یوه پوځي دیکتاتوري دې هېواد ته ډېره ښه ده او ځینې بیا وايي چې د طالبانو په څېر زورواک رژيم د دې هېواد چارې ډېرې ښې سمبالولای شي.
اوس هغه وختونه تېر دي، نه بېرته ظاهرشاهي راځي او نه هم په دې راوتلي ولس باندې څوک د بیا لپاره کوم زورواک رژيم تپلای شي، که داسې وه هم شي، نو د چلاو او ټيکاو وړ به نه وي.
په رښتیا سره خو د سیاسي پوهې له مخې هیڅ منطق دا لارې نه مني، نو ځکه باید په رښتیني او د کړو او کار وړ لارو باندې غور وشي.
خیر که نن ورځ په افغانستان کې خلکو سیاست سم نه دی پېژندلی، خو له ښه مرغه له نوم سره یې اوس ډېر روږدي دي.
دا چې ولس ولې سیاست سم نه دی پېژندلی، ډېره پړه یې په هغو کسانو باندې وراوړي چې د ټولنو او ګوندونو په چوکاټ کې د سیاسي خوځښتونو په واک کې دي.
دوی د دریو بنسټیزو لاملونو له مخې پړه دي.
لومړی، په ټوله کې نه، خو د شته سیاسي ډلو ډېره برخه د سیاست او ملي ارمان تر نوم لاندې یوه کچه د پاک هوډ خلک په ځانونو باندې په ډېره غیرتنظیمي او بېپروګرامه بڼه را ټول کړي، خو موخه یې په ټولنه کې د ځان په نوم ایستلو سره یوازې د خپلو ځاني ګټو ساتنه او لوړو دولتي پوړیو ته ځان رسول وي او په دې توګه د خلکو پاک زړونه له سیاست څخه ورتور کړي.
دويم، دلته له لګیا ځانګړنو څخه ډېرو د هېواد سمسورتیا او سرلوړي له پاکه زړه خپل یوازېنی، تر ټولو ستر او سپېڅلی ارمان نه دی منلی.
درېیم، خلکو د سیاسي فعالیت تګلاره، کاردود او په مخکې پراته ټول خنډونه سم نه دي پېژندلي.
لکه څرنګه چې په ټولو تېرو کرښو کې د سیاست او ولسواکي په مخ کې پراته خنډونه او اغزنې لارې په ګوته شوې، نو داسې به ومنل شي چې په افغانستان کې د ټيکاو او یوې بسیا سیاسې ټولنې منځ ته راتګ ناشونی دی، خو داسې هیڅکله نه ده او نه هم داسې کېدای شي، ځکه چې خبره یوازې د افغانستان نه، بلکې د ټولې نړۍ د علمي سیاسي تاریخ ده.
د نړۍ په هر هېواد کې چې شاهي او ټولواکي را نسکوره شوې ده، دې ته ورته ستونزې یې د لنډ او یا اوږده مهال لپاره منځ ته راوړې او په دې کې هغه ملتونه چې ژر پوهېدلي او په خپل وخت کې یې له ځیرکتیا او کره سیاسي کاردود څخه کار اخیستی، نن ډېر سوکاله او له یوې پرمختللې ولسواکي څخه برخمن دي.
ښه حکومتولي او تیار جوړ شوي هېوادونه هیڅ ملت ته هم په سوغات کې نه دي رسېدلي.
د دې ستر ارمان لپاره هر ځای ولسونو لاسونه سره ورکړي او تر کلونو اوږدو مبارزو وروسته یې د غښتليو او پراخو ګوندونو په رامنځ ته کولو سره د ولس هر غړی په خپلو ملي موخو پوهولی چې په ترڅ کې یې د هماغه ولس پر مټ او غوښتنه واک او د واکولي قوانین یو په بل پسې په ورو ورو اړولي او نن ورځ د موډل له مخې د فدرالي دولتونو او پارلماني حکومتونو په څېر د ولسواکي له ډېرو پرمختلليو سیسټمونو څخه برخمن دي.
هغوی دې هر څه ته په یوه یا دوو کلونو کې نه، بلکې د ډېرو لسیزو په اوږدو کې رسېدلي.
که چېرته په افغانستان کې هم ولس هغه څه وکړي کوم چې د نورې نړۍ سیاسي ولسونو کړي، هر څه به په ورو ورو خیر ته ووځي.
مخکې هم یاده شوې، دلته داسې خلک ډېر لږ دي چې د خوار هېواد په درد باندې خوږېږي او ستر ارمان یې د هېواد لپاره خدمت کول وي، خو پاتې نور ټول غواړي چې څه ډول ژر تر ژرخ ځان یوه خوندور ځای ته ورسوي.
دا چې ولسواکي په یوه ټولنه کې د بسیاینې او ټيکاو پړاو ته ورسول شي، یوې اوږدې او له ستړیا، خوند او لېوالتیا ډکې مبارزې ته اړتیا لري او دا چاره د لنډپایه او تش په نامه سیاستوالو له وس څخه وتلې ده.
د دې کار لپاره د غښتليو، په هېواد مینو، د اوږده زغم لرونکيو، د سړیتابه په ګاڼه سمبالو، په انسانیت او خدای مینو، هوښیارو او پوهو هغو ځوانانو ته اړتیا ده کوم چې وپوهېږي، دغه هېواد یې خپل سکنی او یوازېنی کور دی او ځکه یې جوړول په کار دي تر څو یې بچیان او لمسیان په هر اړخیزه پاک او ازاد اوکر کې د ژوند شپې او ورځې په ویاړ او سر لوړۍ سره سبا کړي.
په افغانستان کې د همدې تش په نامه سیاستوالو له امله، د سیاست او ګوند نوم بد شوی. له همدې پیلامه ځینې محافظه کارې کړۍ د مدنې ټولنو تر نوم لاندې غواړي سیاسي فعالیت وکړي او تر پروړه لاندې اوبه تېرې کړي چې دا په خپله په یوه ډول سره د سیاست او ګوند نوم بدول دي.
تر ټولو لومړنۍ ستره مبارزه باید د سیاست او ګوند نوم ته د درنښت ورکولو لپاره وشي، نه د هغه د لا سپک ښودلو لپاره.
له همدې تش په نامه مدني ټولنو او کوچنيو ګوندونو څخه ځیني دې موخې ته کار کوي چې په افغانستان کې دې ژر تر ژره د دولت ډول فډرالي شي، ځینې غواړي چې د حکومت ډول دې پارلماني (صدارتي) شي او ځیني بیا لږ ښه کوي او وايي چې تش دغه د ملي جرګې د ټاکنو ډول دې په کوچنیو ټاکنیزو حوزو (Single Member Constituency) باندې واوړي (چې له مخې یې له یوې ټاکلې ناحیې یا ولسوالي څخه یوازې یو کس بریالی کېږي.)
د دې هر یوه موډل ګوښي ګوښي څېړل یو بېل پراخ اړخ دی او موږ له ارې (اصلي) موضوع څخه لېرې بیايي، خو په ټوله کې دومره ویلای شو چې دا هر څه ډېر ښه دي خو د وړ ولسونو او ټولنو لپاره.
هغه په دې توګه چې د ولسواکي یاد ډولونه تش د جامو دنده لري، تر څو غښتلي ګوندونه پرې وپوښل شي. ګوا د ګوندونو د پراخوالي او لویوالي په پام کې نیولو سره به ورته د وخت په تېرېدو د ولسواکي جامې ور بدلېږي.
نه داسې چې ځان له سره شتون و نه لري او جامې ورته ګنډل شوې وي او بله ورځ هغه جامې په یاد ځان کې لویې او یا کوچنۍ را وخېږي.
مخکې یاده شوه چې ښه دولتونه او حکومتونه چا ته په سوغات کې نه رسېږي، بلکې د دې لاسته راوړنې لپاره ولسونه په خپل مټ مبارزه کوي.
د پراخو او پیاوړو ګوندونو د منځته راوړلو په اوږده بهیر کې د ککریو څښتنان باید تر هر څه ړومبی د ولسي افکارو او ماغزو پر روزنه باندې کار وکړي تر څو د داسې یوې غوښنې ولسي ټولنې په منځته راوړلو سره بریالي شي چېرته چې د ټولنیز ژوند هر اړخیزه نیمګړتیا او تشه له منځه تللې وي.
ولسي ماغزه د ګوندونو د ښو ایډیولوژیو او ګټورو ټولنیزو بدلونونو په مټ ځلول شوي وي. په دې توګه به په خپله د سیاست کولو چاره له مذهبي او قومي مشرانو (Elites) څخه را بېله او د ګوندونو په واک کې ورکړل شي.
په ولسي اذهانو کې د همدې ستر بدلون راوستل په خپل ځان کې د یوه سیاسي ګوند تر ټولو ستره او لومړنۍ دنده ده، ولو که دغه بدلون راوستل پېړۍ هم وغواړي.
د دې په پایله کې به برغو (عام) ولس په خپله د ګوندونو وړتیا، ځواک او رښتینولي ته په کتو سره هغوی مخته کوي او په ترڅ کې یې د ټولنیز سیاسي څرنګوالي له غوښتنو سره سم د ولسواکي موډل په خپله اوړي، ګوا د ګوندونو لپاره به یو په بل پسې نوې جامې په خپل وخت سره ګنډل کېږي.
خو دلته د دودیز سیاست له مخې هر څه چپه روان دي او هغه څه غوښتل کېږي چې زموږ د سیاسي ټولنې ټیکاو ته څرګند مرګغېړ (زهر) دي.
دا ډول غوښتنې کول یوازې دوه لاملونه درلودای شي. یا خو د دغه ډول نظریاتو لرونکي سیاستوال څرګند غله، دروهيان او خاینان دي او یا به د سترې سیاسي ناپوهې او ناخبري ښکار وي.
د لا روښانتیا لپاره باید د ټاکنیزو سیسټمونو په یوه اړخ باندي رڼا واچوو. په لویه کې د سیمیز وېش له مخې پارلماني ټاکنې دوه ډولونه لري، چې په کوچنیو ټاکنیزو حوزو (Single Member Constituency) او لویو ټاکنیزو حوزو (Multiple Member Constituency) سره یادیږي. په لومړي ډول کې ټاکنیزې حوزې د یوې ښاري ناحیې او کلیوالي ولسوالي په کچه وړې وي. په دې توګه د هرې ټاکلي ټاکنیزې حوزې یا ولسوالي له نوماندانو څخه یوازي یو کس د تر ټولو ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره بریالی کیږي. په دوهم ډول کې ټاکنيزې حوزې د ولسوالي او ناحیې په کچه نه بلکه د ولایت په کچه پراخې وي چې د همدې ډېموګرافیکې او جغرافیوي پراختیا له مخې بریالي کېدونکې نوماندان تر یوه څرګند برید پوري له یوه څخه ډېر وي. په دې توګه یو نوماند له کومېټاکلي ولسوالي څخه نه بلکه په یوه وخت له ټول ولایت څخه د کمپاین په ترځ کې ځانته رایي را خپلوي. په پایله کې څو کسه (Multiple Members) خو د ټاکلی شمېر نوماندان چې په ترتیب سره یې د رایو شمیر تر نورو سیالانو لوړ وي، بریالي کیږي. په یادو ډولونو کې افغانستان د (Multiple Member Constituency) سیسټم درلودونکی دی. د پرتلیزې کتنې له مخې هر یو له ځانه ګټې او تاوانونه لري.
که یو هېواد د (Single Member Constituency) درولودونکی وي نو ګټې به يې په لاندي توګه وي:
لومړی، په داسي سیسټم کې ولس له خپل استازي سره ډېر لنډ او هوسا په اړیکه کې وي؛ دوهم، کله چې د یوه استازي سیمه څرګنده او کوچنۍ وي نو د خپلو موکلینو په غږ او چارو پسې ښه رسېدلی شي او په دې توګه موکلین هم خبر وی چې زموږ د سیمې استازیتوب همدا یو کس کوي؛ دریم، دغه سیسټم د رایه ورکونکو او رایه اخیستونکو لپاره د کمپاین او رایه اچونې پر مهال ډېر ساده اوهوسا وي. له بلې خوا له نوماندانو او دولت څخه لږ لګښت غواړياو د رایو شمېرنې بهیر هم ډېر ګړندی او هوسا وي؛ څلورم، په دې سیسټم کې د استازي ژمنتیا غښتلي وي. ولس پوهیږي چې هم دا یو کس د دوی استازی او د اړوندو چارو سمبالونکی دی نو که استازی یې په خپلو چارو کې ناغېړي وکړي د دوی له سترګو نشي ورکېدی. خو که په یوه وخت کې څو کسان د ولس استازیتوبکوي، په دې وخت کې ناپاک او ناکاره کسان ځانونه پټولی شي؛ پنځم، له دې مخې سیمیزې او کلیوالي وړتیاوي را مخته کیږي او د لږ پیسو درلودونکې وړ او تکړه کسان کولی شي چې ځانونه بریالي کړي.
او زیانونه يې په لاندي توګه دي:
لومړی؛ د دې سیسټم پر بنسټ په واک کې حکومت په هوسايي سره کولای شي رایه ورکونکې د خپلې خوښې او ځان په ګټه کسانو لپاره وهڅوي، دوهم؛ په دې کې ولس له ملي ګټو څخه د لیري تلو په ارزښت ډېر لنډپایه او سیمه پلوی روږد اخلي؛ دریم، چیرته چې په ښارونو کې د ژوند کولو لپاره د راتګ لړۍ ګړندۍ وي هلته تل د ښار ګرديګوښه سیمې د وګړو د شمېر له مخې د بدلون په حال کې وي، چې په دې توګه به تل د ټاکنیزو حوزو پولې بدلیږي چې دغه چاره د دولت تر څنګ د ولس هم سر ورګرځوي. تر دې یې هم ستر زیان دا دی چې په واک کې حکومت به د خپل ځواک او واک په کارونې سره نوموړي پولي د خپلې خوښې وړ کسانو د بریالي کولو په ګټه غزوي او ترتیبوي؛ څلورم، په دې توګه به لسګوني کوچني ګوندونه خپل استازي پارلمان ته ورسولی شي. په تېره بیا چې د حکومت ډول پارلماني وي نو د لږکیو ګوندونو حکومت به وکولای شي د رایو په ډېرې کوچنۍ سلنې سره واک ته ورسیږي؛ پنځم، که له یوه ولایت څخه چیرته چې دوه ګوندونه کابو برابر اغېز ولري او په هره ټاکنیزه حوزه کې د رایې په لږ سلنې توپیر سره یو ګوند د دوهم له هر غړي څخه بریالی شي نو دا به له ډېموکراټیک دود سره ناسم استازیتوب وي. خو که چیرته داسې پېښه په لوی حوزوي سیسټم کې وڅیېړو نو کیدای شي چې کوچنی ګوند هم د هیڅ په پرتله یو څو چوکی خو خپلې کړي؛ شپږم، د افغانستان په څېر هېوادونه چېرته چې د نالوستیتوب له امله ولسونو ته ژبنۍ، سیمیزې او توکمیزې ګټې تر ګډو ملي ګټو لومړۍ وي دغه سیسټم ډېر زیانمن وي او په ځانګړي توګه کله چې شرخوښونکې کړۍ سیاستونه او ګوندیزه مبارزه د ژبنیو او توکمیزو هویتونو پر بنسټ وکړي. په دې توګه په لږکېو قومونو کې کار کېږي تر څو د ښار په ټاکلي سیمو کې د ګډ ژوند لپاره سره را غونډ شي او د نیمګړي سیاسي پوهې له مخې د ملي سیاست پر ځای قومي او توکمیز سیاست وپالي. په دې توګه د سیاسي پوهې د لوړېدو پر ځای تنګ نظري او توکمیزې کرکې د یوې ښې وګړنیزې ټولنې پر وړاندي لا پسي غښتلي کېږي. دا نیمګړتیا په ټولنه کې د کوسموپولیټن اند وژونکی وي؛ اووم، په هغو ټولنو کې چې پېټریارکې (مردسالاري) ډېره پکې واکمنه وي او د ښځو وړتیا ته پکښې په هیڅ سره کتل کیږي، دغه سیسټم د مېرمنو ورتګ پارلمان ته ډېر ګرانوي، په تېره بیا په افغانستان کې. د لا ښه نړیوال او ټولنیز ووډښت په برخه کې د فیمېنیزم پر بنسټ اړینه ده چې په هر اړخیزه غونډو او ناستو کې ښځې هم وپوښتل شي تر څو نوي نظریات په لاس راشي. ښځې د خپل طبیعي جوړښت له امله چارو ته د نارینه وو په پرتله له بېل کونج څخه ګوري او په دې توګه نوی فکر او کاردود منځ ته ترې راتلای شي چې کېدای شي ډېر ګټور جوت شي. له همدې امله په وروسته پاتي او نویو ولسواکیو کې ښځو ته په پارلمان کې د تناسبي استازیتوب برخه ورکوي چې د دې لپاره تر ټولو غوره چوکاټ لویې ټاکنیزې حوزې دي.
پورتنیو توپیرونو او د افغانستان ټولنیزـ کلتوري او ټولنیز- سیاسي ځپلي څرنګوالي ته په کتو سره دا پایله اخیستل کیږي چې شته د پراخو ټاکنیزو حوزو سیسټم، د کوچنيو ټاکنیزو حوزو د سیسټم په پرتله غوره دی. په لویه کې خو د ولسواکې د پياوړتیا او وړاندي تګ او غښتلي پارلمان لپاره کوچنۍ ټاکنیزې حوزې غوره وي، خو داسي هېوادونه چې له سیاسي پوهې څخه نیمګړی او د څو ژبو او توکمونو ولس پکې استوګن وي او تل بې بنسټه کرکو او یوازي ځان لیدنې ته لمن پکې وهل کیږي د ګټې پر ځای بوږنونکې زیانونه منځ ته راوستلای شي. سربېره پر دې دغه سیسټم هغه مهال د چلاو او ټکاو وړ دی چې په هېواد کې څو غښتلي او پراخ ګوندونه په کار بوخت وي.
دې هر څه ته په کتو سره باید ووایو چې که په افغانستان کې غښتلي او تلپاتي ولسواکې غوښتل کېږي نو تر هر څه ړومبی دا په خپله د هېواد د خواخوږو روڼاندو دنده ده تر څو را پورته شي او د یوې ریالیسټیکې او کار وړ تګلارې لاندي، د پاخه ګوندیز ډیسیپلین او کاردود له مخې د هېواد د ولسونو تر منځ کار وکړي. په دې توګه به هغوی نه یوازي په خپل نظر او سیاسي سپېڅلتیا وپوهوي بلکه د ولس د مبارزې سولییزې کرښې به هم چمتو شي. په هېواد کې د ولسواکې د بریا یوازینۍ او کره لاره همدا ده. پکار ده چې له خدای او وګړو سره د مینې درلودلو په بنسټ افغانان ژر تر ژره په ریښتیني توګه لاس په کار شي، که نه نو په افغانستان کې به ډېموکراسي هماغه اند ورکړي کوم چې ارستو (۳۸۴-۳۲۲ له زېږد مخکې) وړاندي کړی وو.
په دې برخه کې د ډېموکراسي لپاره د ارستو (Aristotle) تعریف ډېر پر ځای دی. هغه وايي په لومړیو کې د دولت واکمني یوه ښه شاهي (Monarchy) وي خو چې کله بده شاهي (Tyranny) شي نو هغه نظام ړنګیږي او د ولس د خیر ښېګڼې لپاره دملکلطوایفي (Aristocracy) ګوا څو کسانو لخوا اداره کېدونکی نظام منځ ته راځي او چې کله هغه هم ناوړه شي نو (Oligarchy)بلل کیږي. له دې وروسته برغو (عام) غریب ولس اړ کیږي تر څو په خپله د هېواد چاري اداره کړي او دې ډول واکمني ته چې د ولس واک په خپله د ولس له خوا، د ولس په خوښه او د ولس په ګټه تر سره شي (Polity) بللی. دا چې ولس غریب وي او هغه مهال غریبان د سیاسي واکوالي لپاره پوه او جوګه نه منل کېدل نو ځکه ارستو وايي چې په داسي ډول له دوی هم ورانیږي او یو ډېر لار ورکی او د ګډوډي چاپېریال منځ ته راځي چې د ولسي واکمنې دې بد اړخ ته (Democracy) وايي. لنډه یې دا چې ارستو او پخوانیو یونانیانو د ولسواکې یا پولیټي بد اړخ ډېموکراسي بللی. ارستو په دې باور وو چې د دې ګډوډي په پایله کې به یو غښتلی جګړییزبولندوی (قومندان) د دیکتاتور یا ټوټلیټار په توګه را څرګندیږي اودا به له نوي سره د مونارکې بیا پیلېدل وي چې د وخت په تېردو سره به هماغه کړۍ د بیا لپاره را غبرګیږي. سیاست پوهنې دې ته ارستويي کړی ویلي ده. نن سبا خو د ډېموکراسي دغه ډول اند او پېژندنه نه ده پاتې او هماغې ښې ولسواکې (Polity) ته ډېموکراسي ویل کیږي. د نړۍ اوسني سیاست پوهان له نن ورځې سره د نوموړي کړۍ وروستۍ برخه چې ډېموکراسي به له نوي سره بیرته په مونارکې باندي اوړي، نه مني. او وايي چې له اوسنۍ سیاسي نړۍ سره داسي کېدل ناشوني ده. خو افغانانو د طالبانو له راتګ سره د دې خبرې ژوندۍ بېلګه په سترګو لیدلي. ځکه باید له ډېر پام او مېړانې څخه کار واخلي تر څو دغې رواني ارستویي ډېموکراسي ته د پای ټکې کښېږدي او د نړیوالو خندني نشي.
سرخط ورځپاڼه