مخ پټو کسانو اسلام آباد کې پر دوو افغان مېرمنو د چړو برید کړی

مخ پټو کسانو اسلام آباد کې پر دوو افغان مېرمنو د چړو برید کړی


  • 11 مياشتي دمخه (13/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 497

د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد په پنډۍ سیمه کې ناپېژندو کسانو پر دوه ښځینه افغان کډوالو برید کړی او دواړه یې د چړو په ګوزارونو ژوبلې کړې دي.     

سیمه ییزې سرچینې وایي، پېښه نن هغه مهال رامنځ ته شوه، چې دغه مېرمنې د کډوالو نړیوالې ادارې یو ځایي مرکز ته پر لاره وې.  

سرچینه زیاتوي، چې دغه مېرمنې روغتون ته لېودول شوي او روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. 

تر اوسه د یادو مېرمنو هویت او د پېښې لامل معلوم نه دی.

د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ګڼ شمېر افغانان پاکستان ته تللي او هلته بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه شپې سبا کوي.