- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سليم شاه
- 1280
نن ديکشنبی ماښام دی ۔ دجنورې دمياشتې ۲۴ نيټه ده په لندن کې دافغانستان په سفارت اړونده د يوه کور په سالون کې را ټول شوي يو ۔ له نيکه مرغه ۔ دا وار ياران په خپل وخت را ورسيدل اودافغانانو هغه عادت يې لږ ليرې کړ چې نيم اويو ساعت به وروسته رارسيدل ۔ سالون ورو ورو دفرهنگيانو اوليکوالو اوشاعرانونه ډکيږې ۔ له نيکه بخته چې دا وار درې افغاني خويندې ۔ شاه بې بې ناله ، راحله جان صديق اويوه بله خورداکتر زرغونه جان هم راغلي دي اودغونډې شان اوشوکت يې نور هم ښکلی کړۍ دې ۔
پوهيږئ نن ددې غونډې تابيا ځکه شوې ده چې دوه تنه ډير حقدار ليکوال اوشاعران نظيف الله تکل ، اوغلام حيدر يگانه دسفارت دشارزدافير له خوا دافغان فرهنگيانو په نوم ستايل کيږي ۔ يعنې غونډه لږ نور درننښت هم لري ۔ خو تاسو ته دې وويل شي اوله تاسو دې پټه هم پاتې نه وي ۔ چې زموږ غونډې تل دهيواد په روان ناورين باند ې دخپلو وينو په خوړلو پيل کيږي ۔ يوه دننگرهار کيسه را پورته کړه اودردوونکي کيسې يې وکړي ، په دې کيسې دټولو خولې وچې شوې ۔ خو څه وکړو دا تراژيدي به تر کومه وي ۔ خدای پوهيږي ۔
دمعمول په توگه سره له دې چې په غونډه باندې دننگرهار دخونړۍ پيښې فضا حاکمه وه ۔ ټولو دجگړې په اړوند انديښنه درلوده خو دټوکو اوملنډو برخه هم تشه پاتې نه وه ۔
مياجان مياخيل څه موده دمخه له ترکستانه انگلستان ته راغلي وو ۔ډېرې کيسې يې له ځانه سره درلودې ۔ خو تر مخه تر دې چې کيسې به يې ذهن کی را تاوې شوې نو دخندا په څپو کې به يې دخبرو اوکليماتو جامه خپله کړه ۔ هغه وويل په زړه پورې پيښه اوس په افغانستان کې داده چې څه زاړه ټيمان ،پلاستيکونه ، زاړه لوښي ، ډولچې اودکورونو له انگړه گوذار شوي شيان را ټول شوې اودخراست اوميراثت په نوم يې يو غوبل جوړ کړۍ دی ۔ پخوانی دفاع وزير بسم الله خان د((ترمباز)) په رول کی روان دی اوعبدالرسول خان اکا ددرمند لرگي خواته ځای نيولی اودشاباس غږ کوي ۔ اودا يې دچاربيتي سر دی چې وايي : اسلام په خطر کې دی ۔
باوري را غږ کړ هلکه مياخيله په معما کې خبري مه کوه سپينه يې وايه مطلب دې څه دی ؟ دا ټيمان کودړي اوزاړه پلاستيکونه يعنې څه ؟
يو بل غږ وکړ يوښوونکي له شاگرد نه وپوښتل چې هلکه چې يو سړی وږي وي اوويده شي نو څه په خوب کي وينې ۔ ؟ هغه ورته په ځواب کې وويل صيب دوه ډودی يو پشقاب قورمه ۔ يو غوری وريجې اوداسې نور څه هم ؟
نو مياخيل وويل ۔ په دې مطلب پوه نه شوم ۔ هغه مخکيني وويل : دا دنجاست اواستنجا شورا هم ځوکۍ گاني اومقامونه په خوب کې ويني ځکه خو دا منډي ترړي کوي او غوبل جوړوي ۔
- هغوۍ خو دعوه کوي وايي چې موږ د اسلامي نظام ساتنه کوو ۔
- بل وويل لکه چې دا اسلام ددوی په جيب کې را غونډ شوی دی ۔ دوی لکه چي خپلو جيبونو ته اسلام وايي .
- بل راټوپ کړ ۔وې ويل : هلکه خبره دنظام په ساتلو اونه ساتلو کې نه ده ۔ خبره داده چې اوس په هيواد کې اوسپنيز گاډي ، پوځي لارۍ الوتکي اويوڅه نور زيات شوي دي ۔ دوی داسې پريکړه کړي چې دا بايد کباړ شي اوپه پيښور کې په پنجابيانو وپلورل شي ۔ اودهغو پيسې ددوی په جيب کې واچول شي ۔ دوې ددی وطن په کباړولو کې پخه تجربه لري ۔ دوطن په پلورلو کې دوې اول نمبر خلک دې ۔
- يوه بل وويل : اصلي خبره داده چې اشرف غني چې هر کله ددوی دمرداريو دوسيي را پورته کړي نو دوي سم دواره غږ کړي چې اسلام په خطر کې دی ۔ اوبيا ډله ډله شي اوغوبل وتړي ۔ وايي چې دکانال زرگونه جريبه ځمکي سياف غصب کړي دي نو له دې سره به څه کا ؟ ارومرو چې داددې غوښتنه کوي چې يو ايتلاف جوړ شي ۔ اواسلامي نظام وساتل شي ۔ بسم الله خان ددفاع وزارت دقراردادونو ته اسلام وايي ۔ اووايي چې اسلام په خطر کې دی ۔ خبره داده چې هيڅ شی په خطر کې نه دي ۔ بلکې ددوې غلا په رسوا کيدو کې ده نو ځکه په خطر کې ده ۔ همدې دوسيو اودجاسوسيو رسوايو خو داودزې نه شاعر جوړ کړ اوهغه هم په فارسې شعر وايي : به اين راه که ميروی به گورستان است ۔ څومره ښه نازکخياله شاعر ترې جوړ شو ،
- سپين جان مسکې شو وې ويل: دا نواوس داسلام نوی تعبير اوتفسير دی ۔
- اسلام يعنې دکانال ځمکې ، اسلام يعنې دقراردودونو را سپړل ۔ اسلام يعنې دبيت المال دشتمنيو لوټول ۔
- غلام حضرت خان هم خوله را خلاصه کړه وې ويل : خندا هغه مهال په هوا کړم چې احدي صيب دخپل کاږه کاکل سره ستيج ته راغي اووی ويل چې ما يوه اشتباه کړي چې دملی وحدت حکومت ته مې کمپاين کړي دی ۔ ؟
- بل وويل : نو دا خو يې سمه خبره کړ ې ده ۔ دا اشتباه ېې بايد نه وای کړي ۔ که نوموړي خپله دا يوه ، يوه نيمه رايه نه وای ورکړي نو افغانستان به اوس دځمکې په سر نه وو ۔ خو څوک بايد پټ په غوږ کې ورته ووایي چې لالي همدا اوس څو رايي لري ؟ يو سړی چا په کلي کې نه پريښودو هغه ويل اس مې دملک کره وتړئ۔
- بل وويل :ياره که همدا اوس دا جناب دلغمان دگمرکاتو ريس مقرر شي نه به ايتلاف وي اونه به مخالفت وي ۔
- مياجان وويل : راځی چې اولسمشر ته يو وړانديز وليکو: داسې چې يولوی شعار دې مطرح کړي چې ای دافغانستان دکباړ غورځنگ مشرانو ! دافغانستان ټولو غلو ، تالا کوونکو ، دای اس ای دنمک منډي تنخواه خورو ، جاسوسانو با افتخاره شاعر اوداوياړمنې کابينې نورو غړو لکه داودزی صيب اونور بډي خواره دې سره يو ځای شي ۔
- دولت به ډير ژر يوه نوی موازې کابينه جوړه کړي ۔ اوتاسو ټول به وزيران شئ ۔ خو کارو بار به نه کوئ ۔ ځکه چې داسې نه شي چې افغانستان په يوه ورځ اباد اوسمسور شي ۔
- اوپه دې سره د غونډې ټولو برخه والو په کړس کړس وخندل او چې څنګه ېې خندا ودریده دغونډې کوربه او چلونکی سیا مک هروی چې دم ګړۍ په انګلستان کۍ دا فغا نستان د سفا رت سر پرست هم دئ له ځا ېه پورته او خبر ې پیل کړ ې :
- له تا سو ټو لو د زړه له کومې مننه کوم چې په د غې ځا نګړې غو نډه کې مو برخه و اخیسته او زموږه بلنه مو ومنله .
- موږ څنګه چې خبر یا ست نن د هیواد دوه وتلی شا عران او لیکوال هر یو غلام حیدر یګانه او نظیف الله تکل ددوی د ښه خلا قیت او زموږ په ملی ادب یی د اغیز له کبله ستا یو . دا د ادبی او هنری استعدادونو د پا لنې او ستا ینې یو پیل دئ او له دې وروسته به تل جاری وی .
- وروسته یی هغه ستا ینلیکونه او ډالۍ راو اخیستې او په غو نډه کې له مو جودو میر منو یی و غوښتل چې غوره شوو لیکوالو او شا عرانویګانه او تکل ته وسپاری .
- د سفارت له ستا ینلیکونو او ډا لیو وروسته هغه له اکبر کرګر هیله وکړه چې په نظیف الله تکل خپله چمتو شوې لیکنه ولولي .
- د اکبر کرګر له لیکنې وروسته د ستګیر نا یل د غلام حیدر یګا نه لنډ ژوند لیک او دده چا پ او نا چا پ ا ثار د غو نډې بر خه والو ته ولو ستل او دده په اد بی خد متونو په ځا نګړ ې تو ګه دده د کو چنیا نو په دا ستا نی ایجا دیا تو و غږید.
- له دستګیر نا یل وروسته خوږ ژبی ځوان سندرغاړی بشیر میدانی د تکل څو شعرونه چې ده پخوا په سندرو اړولی وو،
- زمزمه کړل .
- له هغه وروسته غلام محمد کا مه وال او ا فضل ټکور هم د نظیف الله تکل په اشعارو په وار وغږیدل او بیا سلیم حیات د نظیف تکل په شعرونو خپله لیکل شوې مقاله حاضرینو ته واوروله. .
- فدا محمد نظري هم په خپل وار د غلام حیدریګانه په ادبی سبک او اثارو لنډه رڼا وا چوله .
- له وینا والو وروسته هر یو غلام حیدر یګا نه او نظیف الله تکل په لندن کې د افغان سفارت او په ځا نګړی ډول ددغه سفارت له سر پرست سیا مک هروی چې دا غونډه یی را بللې او دوی یی د ډالی او ستا ینلیک وړ بللی وو ،مننه وکړه.
- ددوی دواړو له لنډو ویناوو وروسته پیرمحمد باوري خپل شعر ولوست .په هغه پسې شهباز ایرج هم خپل یو شعر واوروه .
- سپین تڼي هم د تکل د یوه شعر له دکلمې وروسته خپل شعر چې هما غه ګړۍ ېې لیکلی و ولوستل .
- دده له شعرونو وروسته پیر محمد باوری په خپلو دوو ټوکو غو نډه پایته ورسوله .
انځورونه د غونډې د سمسور په فیسبوک پاڼه کې کتلې شي