- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- عبدالمجید کندوزی
- 1115
او بالاخره د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب سولې ته غاړه کېښودله، دغه سپینږیري جګړهمار خپله ځواني د پردیو په نیابتي جګړو کې زړه کړه او خپله توره ږیره یې د ولس په وژنه او د هېواد په بربادي کې سپینه کړه، خو هيڅ یې هم تر لاسه نه کړل او یو ارمان یې هم و نه رژېد.
نه یې د جنګ، جنګ تا ختم ګلم جم شعار بریالی کړ او نه یې د جګړې له لارې له هېواده بهرنیان بهر کړل، ځکه د ګلم جمو قوماندان اوس د جمهور رییس لومړی مرستیال دی او بهرنیان د اوږدمهاله سټراټېژیک تړون له مخې په هېواد کې پراته دي. د ښاغلي ګلبدین حکمتیار تقریباً ټول رقیبان د کابل د واک شریکان دي، خو دغه سپینږیري ټوپکوال بالاخره سولې ته غاړه کېښوده چې زما په نظر علت یې دا دی چې دغه سپینږیری نور په دې پوهېدلی چې جګړه یې موخو ته نهشي رسولای او نور خپلو موخو ته د رسېدو لهپاره مجبور دی چې سولهیزې لارې وټاکي.
خو په پایله کې به بالاخره حکمتیار یو ځای ته ورسېږي، خو د حکمتیار د تېرو ۴۰ کلنو جګړو له امله چې د دې هېواد څومره خلک شهیدان شوي، یا خپله د ده د ګوند څومره خلک وژل شوي یا یې نور وژلي د هغوی کورنیو ته به د حکمتیار سوله څه ګټه ورسوي؟
له پورتنۍ مقدمې مې موخه دا نه ده، چې خدای مه کړه زه له حکمتیار سره د سولې د تړون مخالف یم، بلکې زه له زړه دغې سولې ته خوشاله یم، خو هدف مې دا دی چې طالب وسلهوال باید له حکومت سره د حکمتیار د سولې له تړونه زدهکړه وکړي.
دوی د نورو هېوادونو په تېره بيا د پاکستان د ګټو قرباني کېږي او بله ورځ چې طالب مشران دا احساس کړي چې نور یې ورته بادار اړتیا نه لري؛ نو بیا به تاسې ټول د دې شاهدان واوسئ چې له حکومت سره به د سولې د خبرو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي او امتیازات به تر لاسه کړي.
خو تاسې به یې یا په امنیتي ځواکونو وژلي یاست او یا به یې درباندې د خپلو سیمو دولتي ماموران شهیدان کړي وي چې په خپلو کلیو کې به د شخصي دښمنیو له لاسه له کوره دباندې نهشئ وتلای، همدا ښه موقع ده ګټه ترې واخلئ او د سولې له پروسې سره یو ځای شئ او سولهیز ژوند غوره کړئ.
نور نو د نورو د اهدافو لهپاره مه ځانونه وژنئ او مه نور وژنئ، بلکې د خپلو اولادونو، خپل ولس او هېواد لهپاره له جګړې لاس واخلئ او د ګران افغانستان خدمت ته لستوڼي بډوهئ.
سرخط ورځپاڼه