ابراهیم علیه السلام (څلرویشتمه برخه)


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شرر ساپی
  • 1397

 د اختر مراسم پای ته ورسېدل، خلک کېښتیو ته راکوز شول چې بیرته د نانا معبد ته راوګرځي، نمرود او اوریجاللو د نانا بت چې د خالصو سرو نه جوړ شوی و رابار کړی دی، شاته ورپسې نورې کېښتۍ راروانې دي، زړونه ډاډه شوي، ځکه چې مذهبي ټول مراسم يې په پوره اخلاص او مینه سر ته رسولي دي، هرې خوا نه د عودو بوي راخوت چې خلکو په مجمرونو کې په سکروټو اچولي و.

د معبد په بندر کې کېښتۍ ودريدې، نمرود او اوریجاللو له کيښتۍ نه کوز شول، په تخته باندې يې د نانا خدای رابار کړی دی، وزيران، د ماڼۍ ساتونکي، سر اعلا قومندانان، دینپوهان، او دولتي لوړ پوړي چاروکي ورپسې وروسته روان دي،کاهنان خریلې ږیرې او سرونه په سپينو جامو کې د بت په څنګ کې روان دي. د شپيلۍ، سورني، چنبو، طبلو، او ستار غږونه پورته شول، سندرغاړو غاړې وکړې، او معبد ته یې د خدای د بیرته راګرځولو مناسبتي سندرې زمزمه کړې، خدای بیرته قدس الاقدس ته راستون شو، هغه معبد ته راستون شو چې دا په کې له اسمانه راکوز شوی و، څو دغه سپيڅلی ښار اورالکدانین وساتي.
ټول خوشاله دي، په سمه توګه د اختر د وروځو مذهبي مراسم ادا شول، نمرود چې نانا ته سر ټيټاوه نو له سترګو يې اوښکې وبهېدلې او دا د دې نښه وه چې خدایان له اور او د اور له اوسیدونکو راضي شوی دی، د لمانځه معبد په رڼاګانو کې ډوب شو، او د سپوږمۍ خدای وړانګې د اسمان په زړه کې وبرېښېدې، اسمان شین و، هيڅ وريځ نه ښکارېده چې له خپلو بندګانو څخه داختر په شپه د خدای مخ پټ کړي!
ازر خپل زوی هاران ولید، غیږې ته يې راجوخت کړ، او ورته يې وویل:
- زویه نانا خدای دې عمر زیات کړه.
پلار او زوی معبد ته روان شول، د دوه لویو خدایانو د شان سره سم تسبیحات لولي: پاچا نمرود خدای، او نانا لوی خدای، هغه چې دنیا یې په خپلو دوه بچو شماش او عشتار ښکلې کړې ده!
قافله په سپيڅلې لاره روانه ده، سپيڅلې زناکارې بیرته راستنې شوې او د سپيڅلې لارې پر غاړو د پخوا په څېر په دې تمه کیناستې ګوندې څوک يې په لمن کې کومه ټنګه واچوي او دا ورپسې روانه شي، څو عشتار خدای ترې راضي او خوښ شي.
نمرود او اوریجاللو نانا خدای ډولۍ کې بار کړی دی، ناڅاپه يې په داسې يو منظر سترګې ولګېدې چې د دوی هوش یې له سره والوځاوه، ټول خدایان يې ټوټه ټوټه په ځمکه پراته دي، یوازې مردوخ په خپل ځای روغ ولاړ دی، خو په غټ غوږ کې يې تبر راځړول شوی دی.
خلکو چې د خپلو خدایانو سرنوشت ولید، له درده او غوسې راوپړسېدل، تر ټولو زیات اوریجاللو، کاهنان، کاهنانې او د معبد نوکران په غوسه وو، د خدایانو په نه شتون کې خو به د دوی واک او ځواک دواړه له منځه لاړشي، د خدایانو خزانو ته به د خیراتونو،نذرونو او قربانیانو بهیر په ټپه ودريږي.
د سترګو په رپ کې په دې پوه شول چې دا خو د دوی په رزق کې لغتي وهل دي؛ له دې سره به د معبد خزانو ته، سره، سپين، جامې، ګډې، غنم، وربشې، کجورې، اینځر او ټول خواړه ودریږي. دوی په دې خبره تر ټولو ښه پوهېدل چې خدایان خوراک نه کوي. او دا ټول شیان دوی په خپلو کې سره وشي، او خپلو کورنو ته یې وړي.
وویرېدېدل، هسې نه چې دا قیمتي خزانه وچه شي، د دوی واک او ځواک له منځه لاړ شي، یو دم يې چېغې کړې:
- زموږ په خدایانو دا کار چا کړی دی؟ هغه هرومرو له ظالمانو څخه دی.
آزر هاران ته وارخطا وروکتل، د هاران په څېره هم د وېرې او وارخطایې نښې څرګندې شوې، یوې خوا او بلې خوا هک حیران ګوري.
نمرود په غوسه وویل، په دې خواشینی دی چې له نورو بتانو سره یې د ده بت هم مات کړی دی:
- چاچې په خدایانو دا کانه کړې باید ویې پيژنو.
ځينې خلک پاچا ته راوړاندې شول، په سجده پریوتل، او ویې ویل:
- ای معظمه پاچا.. موږ اوريدلي چې « په اور کې ښار کي» یو زلمي دا کار کړی ابراهیم يې بولي.
هاران خپل پلار ته وکتل، پلار يې سلګۍ وهي، دواړه لاسونه یې ترې چاپيره کړل، چې د دغه خلکو له منځه يې وباسي کوم چې ابراهیم په مرګ ګواښي.
نمرود وویل:
- د خلکو په وړاندې يې راولئ ګوندې خلک پرې شاهدي ورکړي.
پوځيان د ابراهیم کور ته روان شول، آزر او هاران هم ورپسې دي. آزر په خپل زوی باندې زړه سوځېده، په زوره یې د خدایانو په ماتولو د مرګ کومې ته ځان اچولی دی، په لوی خدای يې ملنډې هم وهلي دي، هاران خپل ورور رټي چې د ده نصیحت يې ولې ونه مانه، که له ده سره د اختر مېلې ته یوځای وتلی وای، نو خدایان به ترې خوښ او خوشاله و عمر کې به یې ورته برکت اچولی و، او مردوخ به ورته دغه بد سرنوشت نه و ټاکلی.
هاران باوري شو چې ورور یې هرومرو وژل کیږي، او هغه رب چې دی یې ایمان ته رابله اوس به یې د نمرود او د هغه د لښکر نه ونه ژغوري، له دې پاريدلي ولس نه به يې ونه ژغوري چې د ابراهیم د مرګ تږي دي.
لښکریانو ابراهیم ونیوه، مټې يې پرې واړولې، د ساره پر مخ باندې وېره انځور شوه، لوط چې حالت ولید، د کاکا میرمنې ته راوړاندې شو، ورته يې وویل:
- ته پوهېږې چې ابراهیم د الله رسول دی؟
- هو.
- د الله له رحمت څخه به یوازې بیلاري نهیلي کیږي، الله به یې هیڅکله یوازې پرینږدي.
پوځيانو، ابراهیم، آزر، هاران، لوط، ناحور او کورنۍ روانه کړه، خلک يې شا او خوا غړمبیږي.
یو کاهن ابراهیم د لښکر په منځ کې لاس تړلی ولید، نو برید يې پرې وکړ، او چېغې يې وهلې:
- له خپلو خدایانو سره مرسته وکړئ.
خلکو غوښتل چې مړ يې کړي، خو لښکریان یې ترمنځ شول. لوط خپل رب ته دعا کوي:
- ای ربه پر تا مو توکل کړی، تاته راګرځو، ای زموږ ربه موږ له ظالم قومه وژغوره.
ابراهیم یې زندان کې واچوه، څو يې د خلکو په وړاندې محاکمه کړي.
***
د معبد په انګړ کې محمکه دايره شوه، چې مشري یې دوه قاضیانو او د نانا د معبد یو تن کاهن کوله. نمرود کیناست، چاپیره ترې وزیران، دینپوهان او لوړ پوړي دولتي چارواکي ناست دي، د محکمې ښې اړخ ته شاهدان کیناستل، کیڼ اړخ ته يې محکمه کونکي سړي، ښځې او د ښار سپين ږیري کیناستل.
ابراهیم یې په زولنو کې له زندانه راووست، قاضي لومړي شاهد ته غږ کړې، د محکمې مخکې ودرېد، قاضي ورته وویل:
- سوګند وکړه چې ته رښتیا وايي..
- د عدل پر خدای لوی مردوخ مې دې سوګند وي چې حق وایم..
- ته پوهيږئ که له سوګند وروسته درباندې دروغ ثابت شول، بیا به درباندې د اعدام حکم کیږي؟
- هو، په دې پوهيږم.
- ښه. ووایه چې زموږ خدایان چا مات کړي. تا ابراهیم په خپلو سترګو ولیدل چې ماتول يې؟
- نه، خو یوه ورځ زه په معبد کې وم چې ابراهیم راغی او موږ ته يې وویل: « دا بتان نو څه شي دي چې تاسې يې عبادت کوئ»؟ موږ ورته وویل: « زموږ پلرونو یې عبادت کاوه» هغه وویل: « بیشکه چې تاسې او ستاسې پلرونه په څرګنده بېلارۍ کې یاست».
شاهدان لګیا دي خپله شاهدي ورکوي، ساره، لوط، ایمتالي، آزر، ناحور او مشر هاران غوږ دي، ټول وارخطا دي، ایمتالي او آزر په سخته کې دي، په هاران، ناحور او میرمنو او بچو يې نهیلي غالبه شوې ، د سارې او لوط زړونه که الله پورې نه وای تړلي نو له ډېره درده او خواشینۍ به ویلي شوي وو.
په ابراهیم غږ وشو، ابراهیم لوړ سر راپورته شو، په ډاډه ګامونه وروړاندې شو، تر دې چې نمرود په مجلس کې سم شو او ډېر اغیزمن شو.
په منځ کې ناست قاضي وویل:
- ابراهیمه، زموږ په خدایانو دا کار تا کړی دی؟
ابراهیم مردوخ ته اشاره وکړه او ویې ویل:
- بلکې د دوی دغه مشر دا کار کړی، تاسې ترې پوښتنه وکړئ که دوی خبرې کولی شي.
د محکمې غړیو یو بل ته وکتل په خپلو کې يې مشورې پیل کړې، یو تن وویل:
- رښتیا يې وویل، د خدایانو خدای، د خلکو خالق، او د پالونکو پالونکی دا ښه ونه ګڼله چې له ده سره دې د نورو عبادت وشي، نو دا کار یې وکړ. څه چې يې کړي دا يې يوه ویره وروښودله، دا د ده معجزه ده، یوازې د خپل ځان عبادت ته بلنه ده.
بل وویل:
- موږ خو یوازې د همده عبادت کو؟ نور خدایان خو د ده سیوري دي،
- ابراهیم چې څه وایي حق دي.
- بیشکه چې همدا تاسې ظالمان یاست
بیا یې سرونه ټيټ کړل او ویې ویل:
- ته خو پوهيږې چې دوی خبرې نه کوي.
ابراهیم وویل:
- ایا تاسې له الله پرته د هغه څه عبادت کوئ چې تاسې ته هیڅ ګټه او تاوان نه شي رسولی؟ پر تاسې افسوس او ستاسې په هغه مبعودانو چې تاسې يې عبادت کوئ، ایا تاسې دومره عقل هم نه لرئ؟
نمرود ورپسې خلک ولیږل، په ډېر هبیتناکه څېره راغی، کله چې نمرود ته راورسېد، مخې ته یې لکه غر ودرید، سر يې ټيټ نه کړ او نه یې ورته سجده وکړه.
د وزیرانو، دینپوهانو، دولتي لوړپوړو چارواکو او د خلکو په منځ کې پوسپوسک شروع، آزر او ایمتالي وارخطا شول، هاران، ناحور، میرمنو يې او بچو يې شرم احساس کړ، خو لوط او ساره دواړه عزت او درناوی احساسوي، که څه هم زړونه یې د غم په پردو کې نغښتي دي، نمردو خپله غوسه پټه کړه ویې ویل:
- ستا رب څوک دی چې ته ورته خلک راغواړې؟
- د اسمانونو او زمکې مالک دی او هغه څه رب دی چې د دواړو په منځ کې دي، ته يې عبادت وکړه، او د هغه په اوامرو باندې صبر وکړه.
صدراعظم په انکاري لهجه وویل:
- له نمرود پرته بل خدای؟ دا د اسمانونو او زمکې رب دی، دا زموږ لوی خدای دی.
نمرود ابراهیم ته مخ کړې :
- ته ولې د هغه څه عبادت نه کوې چې ستا قوم يې کوي؟
- ما ولیدل چې ستاسې خدایان اور خوړل، نو د هغه شي عبادت څنګه وکړم چې اور يې خوري؟
- نو بیا د اور عبادت ولې نه کوې؟
- بیا خو له اور نه د اوبو عبادت اړین دی، ځکه چې اور وژنی.
- نو بیا د اوبو عبادت وکړه.
- له اوبو نه د وریځو عبادت اړین دی چې اوبه يې روانې کړي دي.
- نو د ورېځې عبادت وکړه.
- له ورېځې نه بیا شمال مهم دی چې وريځه يې روانه کړې ده، په فضاء کې يې له یوه ځایه بل ځای ته وړي.
- نو بیا د شمال عبادت ولې نه کوې؟
- ځکه چې شمال خو انسان تنفس کوي، بیا خو انسان ډېر حقدار دی.
نمرود له ابراهیم سره د رب په اړه شخړه وکړه او ویې ویل:
- که ته شک لرې چې زه دې رب نه یم، ووایه رب دې څوک دی؟
ابراهیم وویل: 
- زما رب ژوندي کول کوي او مړه کول کوي.
نمرود وویل:
- زه هم مړه کول کوم او ژوندي کول کوم.
ابراهیم ورته وویل:
- څنګه ژوندي او مړه کول کوې؟
ويې ویل:
- دوه کسان راوباسم چې د اعدام حکم پرې شوی وي، یو يې وژنم بل يې پرېږدم، نو یو يې مړ کوم او بل ته ژوند ورکوم
ابراهیم ویل:
- بیشکه چې الله لمر له مشرق نه راخيژوي نو ته يې له مغربه راوخيژوه.
کافر هک پک شو، چوپيتا واکمنه شوه، آزر ایمتالي ته په ډېره نهیلۍ ورګوري، په خپله يې په ځان د اعدام حکم وکړ، ټول خدایان یې چلینج کړل، د پاچا په مخکې يې له خدایانو انکار وکړ.
د سارې سترګې د لوط په سترګو ولګېدلې، د دواړو په سترګو کې نهیلۍ وه خو د مرستې ځل په کې هم ښکارېده.
ابراهیم له خپل رب سره مرسته کوي، نو رب يې کله بې مرستې پرېږدي، د محکمې غړي خپلو کې په مشوره شول. ابراهیم په خپلو خدایانو کافر شوی، او په ځانګړي توګه چې کله يې پرې ملنډې ووهلې، او مردوخ ته يې ګوته ونیوله، او ویې ویل: بلکې د دوی مشر دا کار کړی دی، تاسې ترې پوښتنه وکړئ که دوی خبرې کولی شي. په دې يې هم بسنه ونه کړه بلکې د نمرود په مخکې يې لوړې خبرې وکړې، فیصله يې وکړه:
- ويې سوځوئ او له خپلو خدایانو مرسته وغواړئ که تاسې په رښتیا دا کار کوئ.
ایمتالي ړنګه شوه، آزر په ژړا شو، هاران د خپل ورور مټ نیولی او تعزیت ورکوي، د وړوکي هاران پر مخ تیاره راخوره شوه، ابراهیم ورور يې ټولې کورنۍ ته شرم ور واړوه، او داسې څه يې راوړل چې مخکې هيڅ کوم قومي نه دي راوړي.
لښکریان راغلل، ابراهیم يې بیرته زندان ته ولیږه، ساره ستنه شوه نیږده وه چې له غمه یې زاره چاودلې وای، لوط یې ترڅنګ روان دی، ډېر خواشینی دی، خو د خپل رب له رحمته نهیلی نه دی، اسمان ته به يې سترګې پورته کړې او الله به يې په پټه راباله، چې په خپل رسول دې رحم وکړه، ای ربه بیشکه چې د نیکو خلکو اجر نه ضایع کوې.